لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پښتین: د پاکستان پوځ دې د ترهګرۍ په تور د پښتنو وژنه بنده کړي


PTM Zhob Jalsa
PTM Zhob Jalsa

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د بلوچستان ایالت کلاسیف الله سیمې ته د رسیدو وروستو راغوڼډو پښتنو ته په وینا کې د حکومت نه غوښتي، د بې ګناه پښتنو د ترهګرۍ په تور د وژلو لړۍ دې نوره ودرول شي.

د ږوب وروستو د پښتو ژغورنې غورځنګ دغه قافله چې پکې په سونو ګاډي او په زرګونو پښتانه شامل وو نن د بلوچستان کلاسیف الله ته رسیدلې. د سفر په وخت سیمه ایزو خلکو د دغه قافلې تود هرکلی هم کړی.

دغلته راغونډو خلکو ته د وینا په وخت د غورځنګ مشر منظور پښتین یو وارې بیا د پاکستان په حکومت غږ کړی د پښتنو سره روان ظلم دې بند کړي. او د پاکستان حکومت نه يې غوښتلي د پښتنو وژنه دې ودرول شي.

​منظور پښتنی ویلی: ٫٫ حکومت دې د پښتنو په سیمو کې امنیت فعال کړي، د پښتنو په زوره بې درکه کیدل دې ودوري او ځاې په ځاې د ملیشا او امنیتي ادارو پوستې د ختمې کړي.٬٬

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر خبرداری ورکړی چې پاکستان کې مېشت پښتانه اوس د ریاستي ادارو د ظلمونو پرضد راپاسیدلي او نور ظلمونه نه شي برداشت کولی. هغه زیاته کړې پښتون قام راپاسیدلی او اوس به د ظالم ګریوان به نيسي.

غونډې ته د پښتون اولسي تحریک مشر ډاکټرسید عالم مسید په خپله وینا کې په پاکستاني مطبوعاتو سختې نیوکې کړي او زیاته کړې يې ده چې د پښتنو دومره لوې لاریون ته د پاکستان په میډیا کې هیڅ وخت نه ورکړی کیږي. غونډې ته د نواب محمد ایاز خان جوګیزۍ په شمول د کلا سیف الله ځايي مشرانو هم ویناوې کړي. دغه اولسي غونډې ته د ځايي خلکو په شمول د مسلم باغ، کان میترزۍ او نورو خواوشاه سیمو ګڼ شمیر خلکو هم ګډون کړی.

پښتون ژغورنې غورځنګ به د مارچ په ۱۱مه (اتوار ورځ) د کوټې په صادق شهید پارک یا لوبغالي کې لویه جلسه کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجي کاروان د منظور پښتین په مشرۍ تیره ورځ (جمعې) سهار د پښتونخوا له ډېره اسماعیل خان سیمې روان شو، په درازنده او شېراني ضلع کې یې سلګونو خلکو هرکلی کړی وو.

Recommended

XS
SM
MD
LG