لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کابل کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ لاریون وشو


د افغانستان په سر ښار کابل کې مدني ټولنې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ لاریون وکړ. د لاریون گډونوالو د پي ټي ایم د مشر منظور پښتين په ویاړ شعارونه ورکړل او له هغه سره یې څنگ په څنگ د درېدلو ژمنې وکړې.

د لاریون یو جوړوونکي او د زلمیو ځايي تنظيم وطن پالونکي غورځنگ یو غړي اسرار کريمزي وي او اې ډیوه ته وویل:

"د نن لاریون د منظور پښتون، د هغه د ملگرو او د پښتونخوا له ولس سره د حمایت لپاره شوی دی"

هغه وویل په کابل کې د مدني ټولنې وطن پالونکي غورځنگ گډونوال درې غوښتنې هم کوي:

١. پاکستان دې د ترهگرو د روزونکي او جوړوونکي هېواد په توگه د ترهگرو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړای شي.

٢. طالبان دې د دولت له خوا د سولې د بېساري وړاندیز هرکلی وکړي او سوله دې وکړي.

٣. د هېواد جنگسالاران دې په کور دننه د هېواد د بې ثباته کولو څخه واوړي.

ښاغلي کريمزي وویل د دوی لاریون به نن د کابل په حضوري چمن کې پای ته رسي خو تر څو دغه غوښتنې ونه منل شي دوی به هره ورځ ماښام بیا را غونډېږي.

د ښاغلي کريمزي تر مخه په لاریون کې په سوونو افغان زلمیو گډون کړی دی.

په فېس بک د اجمل هوډمن په نوم یو تن د لاریون ویډیو خپره کړې ده. په دغه وېډیو کې لیدل کیږي، چې گڼ شمېر زلمیو د افغانستان بیرغونه پورته کړي او د منظور پښتین غوندې سرې خولۍ یې پر سر کړي دي.

گډون کوونکو په خپلو شعارونو کې پر پاکستان هم نيوکې وکړې او ویې غوښتل له پښتنو سره دې بې انصافۍ ختمې کړل شي.

د پاکستان له خوا په سمدستي توگه د کابل په لاریون کې لگول شوو تازه تورونو ته څه ځواب نه دی ویل شوی خو پاکستاني چارواکو د کابل له خوا د ترهگرو د ملاتړ تورونه تل رد کړي دي او وايي دوی په سیمه خصوصاً په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG