لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي ايم به نور لکه چې د پاکستان ميډيا ته اړتيا ونه لري، که څنگه؟


ارمان لوڼي
ارمان لوڼي

د پاکستان په ميډيا کې چپه چپيا ده. هډو د پښتنو په خاوره لکه چې څه شوي نه وي. او نه کوم ولسي پاڅون شته. په هره خوا خير خيريت دی. مشران وايي دا حال په کال ١٩٧١ کې د بنگال د خلکو په اړه هم و.

د حکومتي او شخصي ميډيا د خوښې په مسلو بحثونه او پښتون ولس ته په زړه پورو موضوگانو باندې د سترگو پټولو تازه بېلگه د پښتون تحفظ مومنټ د وژل شوي مخکښه غړي ابراهيم ارمان لوڼي قيصه ده.

که هر څومره د پاکستان ميډيا د ارمان لوڼید وژنې د پټولو هڅه کړې خو په پاکستان کې د هغه سره شوی زياتی د بهرنۍ او د سوشل ميډيا د سر ټکی و.

د امرانه رياستونو په څېر، په پاکستان کې هم ولس په خپل سر د خپلې خوښې د خبرونو او رپورټونو اېجنډا جوړوي او د سوشل ميډيا په بېلا بېلو څانگو لکه ټوېټر، فيس بک، اېنسټاگرام او د وټس ايپ د لارې خوروي او دغه رنگ د کنټرولډ (پېزواني شوې) ميډيا اړتيا يې که ختمه کړې نه ده نو خلک هم بې خبره نه دي پاتې شوي.

د ارمان لوڼي د وژنې خبر ته که وکتل شي نو دا د پاکستان په يوه ميډيا هم بريکنک نيوز (تازه خبر) نه و خو سوشل ميډيا دغه خبر په څو شېبو کې پښتانه د چمن نه واخله تر کراچۍ، د سوات نه تر وزيرستانه، د کوټې نه تر قندهارا، د پېښور نه تر کابله او د پاکستان تر امريکا او يورپ خبر کړل. د ارمان لوڼی مړی لا په هسپتال کې پروت و چې يو ځل بيا د سوشل ميډيا په وجه د نړۍ په ډېرو برخو کې احتجاجونه پيل شول.

حال تر دې راغلی چې د پاکستان د سياسي گوندونو مشرانو هم د ارمان لوڼي په وژنه د غبرگون ښودلو د پاره په سوشل ميډيا خپل بيانونه خواره کړل. د پاکستان پيپلز گوند مشر بلاول بهټو په يو ټويټ کې خپل غبرگون ښايي او وايي،

د عوامي نيشنل گوند مشر اسفنديار ولي خان په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي،

د پاکستان د بشري حقونو تنظيم هيومن رايټس کميشن اف پاکستان په ټويټ کې دا پېښه غندلې او وايي،

سياسي څېړنکار افراسياب خټک په ټوېټر ليکي،

چې د سیاسي گوندونو د مشرانو او د بشري حقونو د تنظیم او څېړنکارانو په پاکستانۍ میډیا دا حال وي نو د پې ټي اېم د مشرانو لکه منظور پشتین، محسن داوړ او د علي وزیر سره خو بغیر د سوشل میډیا نه هډو بله لار نېشته.

په پاکستانۍ ميډيا لگېدلي نا اعلان شوې بندېزونه د پوځ په ولقه کې د راگېر رياست دوه مخې تگلاره په ډاگه کوی ځکه چې يو خوا د پوځ وياند جنرل اصف غفور وايي د پي ټي ايم غوښتنې قانوني دي او دعوه کوي چې په ملک کې ميډيا ازاده ده.

جنرل اصف غفور دا هم مني چې پي ټي ايم امن ته څه ضرر نه دی رسولی خو د پي ټي ايم د غړو ويناگانې ترخې دي. د پي ټي ايم غړي وايي د پوځ د دوی نه دا غوښتنه ده چې دغه يوه نعره دې نه وهي چې "يه جو دهشت گردي هی، اس کی پيچهی وردي هی"، نو ټولې غوښتنې يې پوره کولو ته تيار دی.

جنرل غفور خو تر دې ويلي چې پښتانه په پوځي اپرېشنو کې ډېر اغېزمن شوي، داسې کوڅه په پښتونخوا کې نشته چرته چې څوک شهيد شوی نه وي او بيا دا چې اوس وخت راغلی دی پښتنو ته د شوو تاوانونو بدل ورکړی شي.

خو په عملي ميدان کې د پوځ په ظاهره ښه نيت او نېکې هيلې نه ښکاري. پاکستان کې خبریالان وايي د پي ټي ايم د سياسي جدوجهد په اړه رپورټونه نه چاپ کيږي. خبريالانو څو ځله ويلي د پي ټي ايم جلسو ته ځي خو په ټي وي او اخبارونو کې يې چاپولی نه شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG