د پښتون ژغورنې غورځنگ مشرن منظور پشتین ویلي د افغانستان سره په پوله د جنوبي وزیرستان انگور اډه کلي کې امنیتي ځواکونو د غورځنگ په پلویانو ډزې کړې دي چې یو تن پکې وژل شوی دی.
ښاغلي پشتین د گل، دوشنبې، په ورځ په ټوېټر وویل د انگور اډه په پېښه کې نور گڼ شمیر کسان زخمیان شوي هم دي چې د جنوبي وزیرستان مرکز واڼا هسپتال ته بوتلل شوې دي.
په سیمه کې ځايي امنیتي چارواکو د وي او ای ډیوه خبریال عدنان بېټني ته د انگور اډې د پېښې په اړه وویل هلته د گل، دوشنبې، په مازدیگر د پي ټي ایم مظاهره روانه وه چې د ایف سي ځواکونو پرې ډزې وکړې. په ډزو کې شپږ کسان زخمیان شول چې یو تن پکې ورسته ساه ورکړه. چارواکې وايي په انگور اډه کې د غیر یقیني حالاتو په وجه د افغانستان سره د انگور اډه لار وتړل شوه.
په واڼا کې د گل، دوشنبې، په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په کارکونکو د وسلوالو د ډزو ورسته حالات کړکیچن وو، په ښار کې گرځبندیز و او د پاکستان په بیلا بېلو ښارونو کې په پي ټي اېم د حملې خلاف احتجاجونه وشول.
ای اېف پي د چارواکو له قوله ویلي د مولوي نذيز ډلې تندلارو وسله والو د پي ټي اېم په لاريون بريد کړی، د پي ټي اېم دوه غړي پکې وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل شوي دي. په ژوبلو کې يوه سیمه ييز خبريال نورعلي هم شامل دی.
خبري ادارې ویلي پښتنو فعالانو د وسله والو تندلارو دوه دفترې هم سوځولي دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې ليکلي په برید کې دوه د پي ټي اېم او دوه نور عام ځايي کسان وژل شوي دي.
مولوي نذير حکومت پلوه وسله وال مشر ؤ او په کال ۲۰۱۳م کې په ډرون بريد کې وژل شوی ؤ.
ای اېف پي ويلي د بريد وروستو ځايي انتظاميې ګرځبندېز، کرفيو لګولې ترڅو حالات قابو کړي او يو بل چارواکي ويلي د حالاتو قابو کولو دپاره هڅې روانې دي او ځايې چارواکي د دواړو ډلو سره خبرې کوي.
د یادې پېښې رامنځته کېدو څو ساعته وروستو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین دعوه کړې چې په برید کې د۱۰پورې کسان وژل شوي او ۳۰ ژوبل شوي خو لا دقیقه شمیره نه ده څرګنده او اوس د مړو او ژوبلو په اړوند نور معلومات مخې ته راروان دي.
په واڼا کې د اتوار، یکشنبې، د ورځې واقعاتو په اړه د پاکستان د پوځ ترجمان جنرل غفور باجوه یوې خبرې غونډې ته وویل چې هلته د امن لښکر او د پي ټي ایم ترمنځ خبرې روانې وې چې ډزې پیل شوې. هغه په واڼا کې د مرگ ژوبلې په اړه کره معلومات وړاندې نکړل.
د پي ټي اېم ځينې مشرانو تور لګولی چې د واڼا نه د ژوبلو کسانو روغتونونو ته وړلو په لارو کې خنډان اچول شوي او په چيک پوستو ودرول شوي وو.
د پي ټي اېم مشر منظورپشتين د واڼا د بريد پرضد د پي ټي اېم په غړو او عامو خلکو غږ کړی چې په ګرده نړۍ کې احتجاجي مظاهرې وکړي.
په فېس بک د دغه اعلان نه وروستو د پي ټي اېم غړو او فعالانو د شپې په مهال په اسلام اباد، پېښور، کوټه، ژوب، ټانک او ډېره اسماعيل خان کې احتجاجي مظاهرې کړي دي.
په ټولنيزو رسنيو هم په واڼا کې د پي ټي اېم په لاريون د بريد په سختو ټکو غندنه شوې ده.