لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ د حکومت سره د خبرو اترو ځنډولو فیصله کړې


اشفاق مومند

د پاکستان په سرښار اسلام اباد او یو شمیر نورو ښارونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلویانو د نیولو وروسته تیره شپه په پېښور کې د غورځنګ یو مشر محسن داوړ ویلي د پاکستان حکومت سره يې د خبرو اترو یا جرګې ځنډولو فیصله کړي.

محسن داوړ تیره شپه ناوخته په پېښور کې خپلو پلویانو ته د وینا په وخت د پاکستان پوځ ویاند مېجر جنرال اصف غفور د خبرو په ځواب کې ویلي د منظور پشتین په ټوپۍ (خولۍ) د نیوکې پرځاې په هغه طالبانو اعتراض ولې نه کوي چې د افغانستان طالبانو په لاس بېعتونه کوي.

د پي ټي اېم دغه مشر زیاته کړې د حکومت لخوا د پي ټي اېم سره خبرو لپاره ټاکل شوې جرګه کې یو څوقبايلي ملکان شامل دي چې دوي يې ډیر احترام کوي. خو زیاتوي د غورځنګ په جرګه کې د ټولو پښتنو نمائندګي شته، ځکه ستونزه اوس یواځې د قبایلیو نه د ټولو پښتنو د ژوند ده، ځکه چې د ۳۰ غړو یوه لویه جرګه جوړه کړې.

نوموړي زیاته کړې: ٫٫حکومت اوس هیلې مانې کوي کله وايي جرګه وړه کړۍ، کله وايي د څلورو تنانو يې کړۍ او داسې ښکاري چې اوس حکومت پخپله ددغه جرګې نه په شا کیږي. ګ

د پاکستان جنوبي وزیرستان واڼا کې په نژدیو ورځو کې رامنځ ته شوو پېښو په اړه د غورځنګ مشر ویلي د وژل شوو او ژوبل شوو پښتنو د وېنې حساب به اخلو بیا به خبرو ته کېښنو.

یاته دې وي چې دوه ورځې وړاندې په واڼا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په غړو د امنیتي عسکرو او طالبانو لخوا ډزو کې یو شمیر احتجاج کونکي وژل او ژوبل شوي. په دغه سیمه کې په مطبوعاتو د بندیز له وجې د دغلته نه کره معلومات میډیا ته نه رسیږي.

د واڼا د تازه برید غندلو لپاره د پاکستان په لویو وړو ښارونو کې احتجاجونه ترسره شوي او په اسلام اباد کې د احتجاجي ناستې پرمهال د پي ټي اېم تر ۵۰ پورې غړي د پولېسو لخوا نیول شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG