لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ګیله من وزیر جسد نن د پښتونخوا له بېلابېلو سیمو د قافلې په شکل شمالي وزیرستان ته وړل کیږي


د پښتون ژغورنې غورځنګ اعلان کړی چې ددغه تنظیم د مرکزي کونسل د وفات شوي غړي وتلي شاعر ګیله من وزیر ‏جنازه به د جمعې په ورځ ماسپښین څلور بجې د شمالي وزیرستان د رزمک سیمې په اسدخیل کلی کې کیږي.

ګیله من وزیر چې په اسلام اباد کې د څو کسانو لخوا په یو برید کې په سر له ګزار خوړلو څو ورځې وروسته تېره شپه د اسلام اباد په یو روغتون کې ساه ورکړې ده، په ټولنیزو رسنیو یې په مړینه د ویر لړۍ روانه ده اؤ زیاتره پښتانه یې د پښتون قام لپاره مبارزې ته پېرزوینې وړاندې کوي.

خو په پاکستان کې دننه بیا قامي مطبوعات په ګیله من وزیر په شوې حمله اؤ وروسته د هغه په مړینه غلي پاتې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ پخپله یوه اعلامیه کې ویلي د ګیله من وزیر جسد به نن (پنجشنبه- زیارت) سهار شپږ نیمې بجې له اسلام آباد څخه د یوې قافلې په شکل اخیستل کيږي او د پښتونخوا وطن په بېلا بېلو سیمو له تېرولو وروسته به شمالي وزیرستان ته رسول کیږي.

په اعلامیه کې ویل شوي ځای پر ځای به ولسونه د ګیله من وزیر وروستی دیدن وکړي او بیا به یې جسد د ولسي قافلې په بدرګه کې د ګیله من پلرني وطن شمالي وزیرستان اسدخيل کلي ته وړل کېږي .

اعلامیه وایي د ګیله من جسد وړونکې قافله به نن سهار نږدې اته نیمې بجې د صوابۍ انتر چېنج ته رسيږي. هلته به د سوات، مردان او صوابی ولسونه د ګیله من وروستی دیدن وکړي .

د اعلامیې له مخې د صوابی انټر چینج څخه به دغه قافله دپېښور په لوري له ولسونو سره حرکت کوي اؤ پیښور کې به د پېښور په ټول پلازه سټاپ ایساریږي اؤ هلته به د نوښار، خیبر او پېښور خلک ګیله من وروستی دیدن کوي .

د پښتون ژغورنې غورځنګ د اعلامیې له مخې تر پېښور وروسته به دغه قافله د کوهاټ په لوري خوځېږي اؤ هلته به د ای تي پوهنتون (IT university ) مخې ته ودرېږې تر څو يې ولسونه وګوري او بیا به د کرک په لوري حرکت کوي، د کرک او شاوخوا سیمو باندې غږ شوی دی چې ځانونه باید کرک ته ورسوي .

په کرک کې د ګیله من وزیر د وروستي دیدار نه وروسته به بیا دغه قافله د بنو لوري ته حرکت کوي اؤ بنو کې به د بنو بکاخیل تبلغي مرکز سره ولس راټولېږي تر څو ګیله من د وروستي ځل لپاره وويني

‏د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پخپله رسمي فیس بک پاڼه لیکلي ،جنازه به د جمعې په ورځ ماسپښین څلور بجې په اسدخیل کلی کې وي.

د پي ټي اېم فعال غړي او د پښتو شاعر ګيله من وزیر باندې د اوومې جولايۍ په ماښام په اسلام اباد کې بريد شوی وؤ چې ددغه برید مقدمه د اسلام اباد په سنګجاني پوليس تاڼه کې پي ټي ایم د یو بل فعال زاکيم خان په مدعيت کې د آزاد داوړ نومې تن او هغه سره د 10, 12 کسانو پرضد درج کړل شوې ده.

د سنګجاني پوليس تاڼې اېس اېچ او عاشق خان په تېره ورځ وي او اې ډيوه ته وويل، په مقدمه کې په ګیله من بريد کوونکی تورن تن معلوم دی، دوی یې سي سي ټي وي ريکارډنګ ترلاسه کړی، په اسلام اباد کې د دغه کس ځای او دفتر تړل شوي او دوی ته معلومات ترلاسه شوي چې هغوی د اسلام اباد نه وتلی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پخپلو بیلابیلو وروستیو ویناګانو کې شکونه ښکاره کړي چې د ګیله من د وژنې تر شا د بل چا لاسونه دي.

هغه ویلي تر دې وړاندې چې څنګه عثمان کاکړ،عارف وزیر اؤ ارمان لوڼی د سر په کومه برخه وهل شوي وؤ هم په هغه انداز کې په ګیله من هم وار شوی دی.

ګيله من به په ټولنيزو رسنیو د پاکستان په رياست او د پوځ په پاليسيانو ښکاره نيوکې کولې.

د ګيله من وزیر خپل نوم حضرت نعيم وو، هغه د شمالي وزیرستان رزمک د اسېد خېلو اوسېدونکی وو.

ګيله من وزیر دوه ودونه یې کړي وؤ، د لومړۍ مېرمن نه یې پينځه بچي (درې لوڼه او دوه زامن) دي. د ګيله من دوه وروڼه او شپږ خوېندې دي، وروڼه یې په بهر هيوادونو کې مزدورۍ کوي، مور يې ژوندۍ او پلار یې مړ دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG