لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د پي ټي اېم د سيند حکومت سره مزاکرات کامياب، پرلت ځنډول شوی


منظور پشتين په کراچۍ کې پرلت ته وېنا
منظور پشتين په کراچۍ کې پرلت ته وېنا

په کراچۍ کې د سيند اسمبلۍ مخې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ/ پي ټي اېم په صوبه کې د پاکستان پيپلز ګوند د حکومت سره مزاکرات کامياب شوي او پرلت د يوې مياشتې دپاره ځنډول شوی دی.

د پرلت ختمولو په اړه د پي ټي اېم مشر منظور پشتين تير د اتم مارچ په ماسخوتن وويل، څلور ځله يې د سيند حکومت سره خبرې وشوې او د دوی غوښتنې يې په ليکلې بڼه ورسره ومنلې.

پي ټي اېم د 13 فرورۍ نه ياد پرلت پېل کړی او لومړۍ غوښتنه یې د قامي اسمبلۍ غړي او پي ټي اېم د مخکښ علي وزير د خوشي کولو وه، پي ټي اېم په کراچۍ کې پښتنو ته د ورپېښو مسلو هوارولو غوښتنې يې هم کولې.

د صوبايي حکومت سره د ترسره شوو مزاکراتو په اړه منظور پشتين وويل، د دوی چې کومه معاهده وشوه، او د علي د وزير د کېس/ قضيې په اړه چې د سيند حکومت او پي ټي اېم کوم تړون شوی دی په هغې کې دا ويل شوي چې د علي وزیر يا د پي ټي اېم د نورو قېديانو په اړه شوي ليکل به عام کولی نه شي ځکه چې په هغې کې به بيا ځينې قوتونه مسلې جوړوي.

هغه زياته کړه، سيند حکومت ورسره منلې چې د پي ټي اېم د دې پرلت یا نورو هلوځلو پرضد به مقدمې نه جوړيږي، د پي ټي اېم نور غړي به نه نيول کيږي، د علي وزیر په اړه د پي ټي اېم مزاکرات کوونکی ټيم او وکيلان مطمين دي، او په دغو غوښتنو کې د راو انوار (د نقيب مسيد په وژنه تورن پخواني پوليس افسر) د نيولو هم ويل شوي دي.

پشتين وویل، په کراچۍ کې به د پښتنو په کورونو غېر قانونه چاپې نه وهل کيږي، او پښتانه سوداګر، کاروبار کوونکي به نه تنګول کيږي.

د نوموړي په وېنا په دغه معاهده به په يوه مياشت کې عمل کيږي، ځکه دا پرلت د يوې مياشتې پورې ځنډول کيږي، که په يوه مياشت کې د دوی غوښتنې ونه منل شوې نو بيا به پرلت نه، د دې نه په يو سخت عمل سره پي ټي اېم خپله مبارزه جاري کوی.

د پي ټي اېم مشر وويل، ويلي يې وو چې څو پورې علي وزير نه وي خوشی شوی هغه به په کراچۍ کې وي د ضرورت ترمخه به يو ځل دوه پښتونخوا ته ځي نور به دلته په کراچۍ کې وي او د معاهدې منل به په خپله څاري.

هغه زياته کړه دا يې اخري پرلت نه دی، په 15 مارچ به په بنو کې د حنيف پشتون، او په 18 مارچ به په کوټه کې د اوېس ابدال دپاره مزاحمت کيږي.

د پي ټي اېم چې په وروستي ځل خبرې د سيند صوبايي وزير امتیاز شېخ، او حکومتي وياند/ د کراچۍ اېډمنسټرېټر مرتضا وهاب او ورسره پکې د عوامي نيشنل ګوند د صوبې مشر شاهي سيد هم شامل وو.

مرتضا وهاب پرون په ټويټر ويلي، پاکستان پيپلز پارټي به د قانوني غوښتنو سره په قانوني چوکاټ کې ولاړ وي، او په هغه څه چې دوی متفق شوي دوی به ورته احترام لری.

په کراچۍ کې د پي ټي اېم دا پرلت په داسې حال کې پېل شوی وو چې علي وزير د کال 2020 نه د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی، په يوه مقدمه کې ورته د پاکستان سپريم کورټ ضمانت ورکړی، او په دوه نورو مقدمو کې يې اورېدنه روانه ده.

د پرلت په مهال د پي ټي اېم يو بل فعال قاضي طاهر ته د عمر بند سزا هم اورول شوې ده، پي ټي اېم ويلي د دغه فېصلې پرضد به هايکورټ ته ځي.

د پي ټي اېم د کراچۍ په پرلت کې د کراچۍ نه علاوه د خېبرپښتونخوا، قبايلي ضلعو او بلوچستان هم د غورځنګ غړو ګډون کولو.

پي ټي اېم وخت په وخت د پاکستان په پوځ او ادارو او حکومتونو نيوکې کوي.

که څه هم د پاکستان د پوځ پخواني وياند مېجر جنرل اصف غفور څو ځله دا خبره کړې وه چې د پي ټي اېم ځينې غوښتنې سمې دي خو په يوه خبري غونډه کې يې په پي ټي اېم تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم ته د بهر هېوادونو څخه پېسې مېلاويږي.

هغه تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم د غليم په لمسه د پاکستان د پوځ د بدنامولو کوششونه کوي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په خپله هم ويلي وو چې دوی د هايبرډ جګړې سره مخامخ دي او د هېواد د زلمی کول يې بې لارې کول کيږي.

خو منظور پشتين تل دغه دریځ خپل کړی چې په دوی هم تورونه لګي او دوی ته هم ويل کيږي چې دوی تورونه لګوي، هغه وويل د دوی سره دې کښېني دوی به ورته د تورونو ثبوتونه وړاندې کړي او که په دوی (پي ټي اېم) تورونه ثابت شو، درغژن کړی شوی چې کومه سزا یې خوښه وي، هغه دې دوی ته ورکړی شي.

پي ټي اېم وايي د پښتنو د حقونو دپاره د پاکستان د ايين او قانون لاندې پرامنه مبارزه کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG