د ايراني صدر ابراهيم رييسي د سفر په مهال د پاکستان په دوو غټو ښارونو کې نن د نهې- سه شنبې په ورځ عامې رخصتيانې اعلان شوې دي.
د ايران صدر ابراهيم رييسي د 22م نه تر 24م اپرېل پورې د لوړ پوړي پلاوي سره د پاکستان په سفر دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، د ایران صدر به د پاکستان په سفر کې لاهور او کراچۍ ته ورځي او د صوبې د مشرانو سره به ويني.
د پاکستاني مطبوعاتو ترمخه، د پنجاب حکومت په يوه اعلاميه کې اعلان کړی نن د نهې- سه شنبې په ورځ به په لاهور کې عامه رخصتي وي.
له دې وړاندې د کراچۍ کمشنر سيد حسن نقوي هم د ايران د صدر د سفر په مهال په کراچۍ کې په ټولو تعليمي ادارو کې په 23م اپرېل د عامې رخصتۍ اعلان کړی وو.
ويل شوي په کراچۍ کې د یوې اوونۍ دپاره په ډرون الوځولو هم بنديز لګول شوی دی.
دا بنديزونه په داسې وخت کې لګول شوي چې په 19م اپرېل کراچۍ کې د جاپاني وګړو په يو ګاډي ځانمرګی بريد شوی وو.
پوليس چارواکو ویلي وو، په دغه برید کې بهرني وګړي خوندي وتلي، دوه نور کسان پکې وژل شوي او دوه ژوبل شوي وو.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په کراچۍ کې دغه ترهګر بريد غندلی او ويلي يې وو، پاکستان د بهرنيانو وګړو د ساتنې يقيني کولو دپاره ژمن دی.
ویل شوي وو، پاکستان به د خپلو نړيوالو همکارانو سره په ګډه د هر ډول ترهګرۍ د مخنيوي دپاره کار ته دوام ورکوي.
تر دې وړاندې په 26م مارچ د خېبر پښتونخوا بشام سیمه کې د چینایي اينجنیرانو په یوه قافله هم ځانمرګي برید شوی وو، پینځه چینایي انجنیران او د هغوي یو پاکستانی ډرایور پکې وژل شوي وو.
Forum