لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نظرپوښتنه: زیاتره پاکستانیان خپل ملک ښځو دپاره محفوظ ځای نه ګڼي


 پلس نومې ادارې ویلي په نظر پوښتنه کې د مېرمنو د تحفظ په اړه زیاته غېریقيني لومړی په خېبرپښتونخوا او بیا په پنجاب کې مخې ته راغلي ده
 پلس نومې ادارې ویلي په نظر پوښتنه کې د مېرمنو د تحفظ په اړه زیاته غېریقيني لومړی په خېبرپښتونخوا او بیا په پنجاب کې مخې ته راغلي ده

د څېړنې یوې ادارې ويلي د 80 فیصد نه زیات پاکستانیان خپل ملک د مېرمنو دپاره محفوظ ځای نه ګڼي او قانون پوهان او د مېرمنو د حقونو فعالان وايي په پاکستان کې د ښځو د عدم تحفظ یو لوی سبب په قانون عمل نه کېدل دي.

پلس نومې ادارې ویلي په نظر پوښتنه کې د مېرمنو د تحفظ په اړه زیاته غېریقيني لومړی په خېبرپښتونخوا او بیا په پنجاب کې مخې ته راغلي ده.

قانون پوهان وايي مېرمنو د تحفظ دپاره په پاکستان کې قانون او سزاګانې شته خو په قانون عمل نه کېږي.

د پېښور هائیکور وکیلې مهوش محب کاکاخیل د وي او ای ډیوه په لویه خېبر پښتونخوا خپرونه کې وویل پولیس، عدالتون او نورې حکومتي ادارې د ښځو په معامله حساسیت نه لري چې له امله یې ښځې د خپل تحفظ دپاره قانوني مرسته ترلاسه کولو دپاره نه پولیس او نه هم عدالت ته ورځي.

مهوش محب کاکاخیل وویل چې ښخې په ویره کې مبتلا دي، که بهر وي او که کور، که یو خوا بچو ته زرق ګټل غواړي بچې ورته ژاړي نو بلخوا د کور نه بهر د ستونځو سره مخامخ وي او ځان محفوظه نه ګڼي.

د پلس په سروی کې وېل شوي چې35فیصده ښځې په دې فکر دي چې دوی څه حده پوری د کور نه بهر محفوظه دي بل اړخ ته 35 فیصده په دی فکر دي چې دوي د کور نه بهر بیخي محفوظه نه دي.

په دغه نظر پوښتنه کې مخې ته راغلي چې 29 فیصده ښځې ځان محفوظه ګڼي د کور نه بهر خو 22 فیصده سړي په دې فکر دي چې د دوي ښځې د کور نه بهر لږي محفوظه دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودهري د پلس د نظر پوښتنې په اړه په یوه مرکه کې ویلي چې دا وېل چې ښځې په پاکستان کې محفوظه نه دي د ریښتیا سره تړاو نه لري.

د ښځو د حقونو او صنفي برابرۍ په اړه تحقیق کونکي هاجره علي وايي که ښځې د کار، تعلیم او که د ژوند نورو ضرورتونو لپاره بهر ووځي هغه محفوظه نه ده.

هاجره علي زیاته کړه چې کله په دې مسله خبری کوي نو ورته ویل کیږي چې ښځي غیر محفوظه دي نو بهر ولې ووځي ، کور کې دې کښېني کنه؟

اغلي علي زیاته کړه پکار ده چې په سکولونو او مدرسو کې ماشومانو ته ښودل کېږي چې دوی به ښځو سره څنګه سلوک کوي؟

په دی نظر پوښتنه کې چې د اکتوبر په څلورمه نیټه شوی د 1809 خلکو نه پکې د دوي نظر پوښتلی شوی.دا د پاکستان په 60 ښارونه کې ترسره شوی

د پلس په نظر پوښتنه کې مخې ته راغلې چې 45 فیصده سړي ګڼي چې د دوی زنانه د کور نه بهر څه حده محفوظه دي خو بیا 30 فیصده په دی یقین دي چې د دوي ښځې د کور نه بهر غیر محفوظه دي.

د غیر دولتي تنظیم د خویندو کور یاسمین اختر وايي چې ښځې نه یواځې د کور نه بهر غیر محفوظه دي بلکې د کور دننه هم غیر محفوظه دي، د هغې په قول په کور کې په ښځو تشدد کیږي او زیاترو مېرمنو ته په جایداد کې برخه نه ورکول کیږي.

یاسمین اختر وویل چې په پاکستان په جرمونو کې زیاتره سړي ککړ وي خو زیاتی، وهل ټکول د ښځو سره کیږي. یاسمین اختر زیاته کړه چې دلته د سړو بر لاسي ده د سړو معاشره ده.

د پلس د نظر پوښتني په نتیجه کې مخې ته راغلې چې 20 فیصده پاکستانیان ګڼي ښځې په پاکستان کې محفوظه دي. 43 فیصده خلک په دی یقین دي چې ښځې څه حده پورې محفوظه دي خو 35 فیصده خلک په دی یقین دي چې ښځې بیخي په پاکستان کې محفوظه نه دي.

  • 16x9 Image

    نصرالله خان

    نصرالله خان د پېښور پوهنتون نه په جرنلزم او انتروپالوجي کې ماسټر ډګرۍ لري. له وي او اې ډیوه سره په واشنګټن ډي سي کې کار کوي چې په بېلابېلو موضوعاتو رپوټونه جوړوي او د «لویه خیبرپښتونخوا» خپرونې کوربه دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG