لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملتان د یو روغتون په چت د انسانانو جسدونه موندل شوي 


د هسپتال ترجمان ډاکټر سجاد مسعود د  وي او ای اردو څانګې ته ویلي دي چې د هسپتال په چت څلور مړي موجود وو چې د طالب علمانو د د پرېکټیکل یا عملي زدکړې دپاره استعمال شوي وو
د هسپتال ترجمان ډاکټر سجاد مسعود د  وي او ای اردو څانګې ته ویلي دي چې د هسپتال په چت څلور مړي موجود وو چې د طالب علمانو د د پرېکټیکل یا عملي زدکړې دپاره استعمال شوي وو

د پنجاب حکومت د ملتان ښار د یو هسپتال په چت د انساني جسدونو د موندل کېدو په اړه تحقیقاتو دپاره کمېټي جوړه کړې ده چې د وي او ای اردو څانګه وايي کمېټي ته وېل شوي چې په دریو ورځو کې دې رپورټ وړاندې کړي.

د وي او ای رپورټ وايي کمېټي به په دې اړه هم تحقیقات کوي چې ایا د هسپتال عمله د انساني بدن د ډانچو یا د هډونو د پنچرو په کاروبار کې خو ککړتیا نه لري؟

د رپورټ‌ ترمځه، د شورو، چهارشنبې، په ورځ د هسپتال په چت د مړو د موندل کېدو وروسته د پنچاب د وزیر اعلا مشیر طارق زمان ګجر د ملتان نشتر هسپتال ته ورغلو او په چت یې لا وارث مړي وموندل چې د شین اسمان دلاندې بغیر د ګور او کفن پراته وو.

په سوشل مېډیا وېل کېدل چې د هسپتال په چت په سلګونو جسدونه موندل شوي دي خو د هسپتال ترجمان د څلورو مړو د موندل کېدو تصدیق کړی دی.

د وي او ای اردو څانګه په خپل رپورټ‌ کې وايي چې د جسدونو د موندل کېدو په اړه یې د نشتر هسپتال پرنسيپل سره د رابطې څو وارې کوښښونه وکړل خو لاس رسی ورته و نه شو.

خو د هسپتال ترجمان ډاکټر سجاد مسعود د وي او ای اردو څانګې ته ویلي دي چې د هسپتال په چت څلور مړي موجود وو چې د طالب علمانو د د پرېکټیکل یا عملي زدکړې دپاره استعمال شوي وو.

د اردو څانګې د رپورټ ترمخه دغه پیوریفايي یا د جراثیمو څخه پاک کړی شوي وو، هډونه ترې طالب علمانو د زدکړې دپاره جدا کړی شوي وو او دا لړۍ د تېرو څو کلونو راهسې دوام لري. هغه وویل هستپتال ته ګڼ شمېر لاوارث جسدونه په عطیه کې هم ورکول کېږي او د دې نوټېفېکېشن اندراج هم موجود وي.

یادونه: د دې خبر معلومات د اردو څانګې د رپورټ نه اخیستل شوي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG