لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوټن د روس د صدارت پینځمه دره شروع کړه


د ګرېنډ کرېملېن پېلس یا د عظیم کرېملین نومې محل په دستوره کې پوټن د روس په ایین لاس کښېودو او لوظ یې وکړو چې د دغه دستاوېز دفاع به کوي. دستورې ته د خوښې ځینې خلک بلل شوي وو او د پوټن د سوګند پورته کولو دستوره يې کتله
د ګرېنډ کرېملېن پېلس یا د عظیم کرېملین نومې محل په دستوره کې پوټن د روس په ایین لاس کښېودو او لوظ یې وکړو چې د دغه دستاوېز دفاع به کوي. دستورې ته د خوښې ځینې خلک بلل شوي وو او د پوټن د سوګند پورته کولو دستوره يې کتله

ولادېمېر پوټن د نهې، سه شنبې، په ورځ په کرېملېن کې په یوه رنګارنګ دستوره کې د روس د صدارت پینځمه، شپږ کلنه دوره په داسې حال کې شروع کړه چې سیاسي مخالفین يې لېرې کړي، په یوکرېن کې يې تباه کن جنګ شروع کړی او د اقتدار ټول واک اختیار يې خپلو لاسو کې اخیستی دی.

پوټن په اقتدار کې قریباً ۲۵ کاله تېر کړی او د جوزف سټالن نه وروسته هغه په حکومت کط د ټولو نه زیات وخت تېر کړی دی. د پوټن د صدارت نوی دور به په کال ۲۰۳۰ کې پوره کېږي خو د ایین ترمخه هغه بیا هم صدارت ته ودرېدلی شي.

د ګرېنډ کرېملېن پېلس یا د عظیم کرېملین نومې محل په دستوره کې پوټن د روس په ایین لاس کښېودو او لوظ یې وکړو چې د دغه دستاوېز دفاع به کوي. دستورې ته د خوښې ځینې خلک بلل شوي وو او د پوټن د سوګند پورته کولو دستوره يې کتله.

امریکې او د یورپي اتحاد اکثرو ملکونو ویلي وو چې د پوټن د سوګند اخیستلو په دستوره کې په شرکت نه کوي.
د امریکې سټېټ ډپارټمنټ، خارجه وزارت، ترجمان مېتیو مېلر د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د پوټن د سوګند پورته کولو په دستوره کې به امریکايي استازی نه وي.

روېټرز خبري ادارې د روس د انټرفېکس خبرې ادارې له قوله ویلي چې په ماسکو کې د خارجي سفارتخانو ټولو مشرانو ته د پوټن د سوګند په دستوره کې د ګډون بلنه ورکړی شوې ده.

پوټن په ۱۹۹۹ کې پخواني صدر بورس یلسن نه وروسته صدارت ترلاسه کړی دی.

اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي یو وخت و چې روس په سخت اقتصادي بحران کې ښکېل و خو پوټن په یو داسې ملک کې بدل کړی چې اوس د نړۍ امنیت ته خطر راولاړوي.

په کال ۲۰۲۲ کې په یوکرېن د روس یرغل د دویم عالمي جنګ وروسته د یورپ لویه شخړه ده چې په سر يې مغربي ملکونو په روس درنې پابندۍ لګولي دي او روس د ملاتړ دپاره چین، ایران او شمالي کوریا سره تعلقات ژور کړي دي.

ای پي وايي پوښتنه اوس دا ده چې ۷۱ کلن پوټن به په اینده شپږو کلونو کې د کور دننه او په نړیواله کچه څه کوي.

په مارچ کې صدارتي انتخاب د ګټلو وروسته پوټن دا خبره کړې وه چې د نېټو او د روس ترمنځ ټکر ممکنه دی. هغه لوظ وکړو چې په یوکرېن کې داسې محفوظه علاقه قایمول غواړي چې په ملک یې د سرحد نه پورې حملې نه کېږي.

د کور دننه د پوټن مقبولیت دې خبرې ته اړتیا لري چې د عامو روسیانو د ژوند مېعار څنګه ښه کېږي.
د صدر د نوي دورې په شروع کېدو د روس حکومت تحلیل شي او پوټن به نوی وزیراعظم او د کابېنې غړي غوره کوي.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG