لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند وزیراعظم په ماسکو کې د روس صدر سره لیدلي


مودي روس ته د رسېدو خپل تصویرونه د سوشل ميډیا په وېب پاڼه اېکس شریک کړل او ورسره یې په روسي او انګریزۍ ژبه کې ولیکل چې د دواړو ملکونو ترمنځ خصوصي او د افتخار سټرېټيجېک همکاري زیاتولو ته سترګې په لاره دی
مودي روس ته د رسېدو خپل تصویرونه د سوشل ميډیا په وېب پاڼه اېکس شریک کړل او ورسره یې په روسي او انګریزۍ ژبه کې ولیکل چې د دواړو ملکونو ترمنځ خصوصي او د افتخار سټرېټيجېک همکاري زیاتولو ته سترګې په لاره دی

د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي د نهې، سه شنبې، په ورځ د روس صدر ولادېمېرپوټن سره په ماسکو کې ملاقات وکړو چې د دواړو ملکونو زیاتېدونکي تعلقات څرګندوي، بلخوا په واشنګټن کې د نېټو د سرمشرانو غونډه کېږي چې په کې به یوکرېن سره مرسته اهمه موضوع وي او په یوکرېن کې د روس د مزایلو خونړۍ حملې زیاتې شوي دي.

که یو خوا د امریکې صدر جوبایډن او د برطانیې د نوي منتخب شوي وزیراعظم کېیر سټارمر په شمول مغربي مشران به د دنیا تر ټولو لوی دفاعي تنظیم نېټو د جوړېدو ۷۵ کاله لمانځي او د یوکرېن د ملاتړ لوظ به کوي، نو بلخوا په تصویرانو کې لېدل کېدل چې مودي او پوټن په خلا کې د اېټمي ټېکنالوجۍ د یو نمایش کتنه کوي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ پوټن سره د ملاقات نه مخکې مودي د روس د حکومت مرکز کرېملېن سره نږدې د جنګ په یادګار ګلونونه کښېودل.

په کال ۲۰۲۲ کې په یوکرېن د روس د یرغل وروسته روس ته دا د مودي وړمبۍ دوره وه.

د ګل، دوشنبې، په ورځ روس ته په دوه ورځنۍ دوره د رسېدو وروسته هم مودي د پوټن سره ولیدل. هم په دغه ورځ روس د یوکرېن په مختلفو علاقو مزایلې وورولې چې په کې په کییف کې د ماشومانو د ټولو نه لوی هسپتال ته سخت نقصان ورسېدلو او د چارواکو د روس د مزایلو په حمله کې لږ تر لږه ۴۲ کسان ووژل شوو.

روسي مطبوعاتو په خپلو خبرونو کې د مودي دورې ته په پراخه کچه ځای ورکړو خو په یوکرېن د مزایلو حملې ته روسي مطبوعاتو څه ډېر ځای ور نه کړو.

مودي روس ته د رسېدو خپل تصویرونه د سوشل ميډیا په وېب پاڼه اېکس شریک کړل او ورسره یې په روسي او انګریزۍ ژبه کې ولیکل چې د دواړو ملکونو ترمنځ خصوصي او د افتخار سټرېټيجېک همکاري زیاتولو ته سترګې په لاره دی.

مودي وویل د دواړو ملکونو ترمنځ مضبوط تعلقات به د هند او د روس د ولس په ګټه وي. هغه داسې یو تصویر هم شریک کړو چې پوټن او هغه یو بل ته غاړه ورکړې ده.

د روس سرکاري مطبوعاتو وویل پوټن او مودي به په هند کې د اېټمي بجلي ګرو په جوړولو کې د روس د مرستې په شمول د توانای په برخه کې د همکارۍ په اړه هم خبرې کوي.

په روس د امریکې او د امریکې د اتحادیانو د بندیزونو وروسته چې په ماسکو يې د مغربي ملکونو مارکېټونه بند کړي، اوس چین او هند د روس د تېلو تر ټولو لوی خريداران دي. څېړونکي وايي هند د تېلو د درامداتو د ۴۰ فیصد نه زیاته برخه د روس نه اخلي.

مودې د دې نه مخکې په کال ۲۰۱۹ کې روس ته تللی و او پوټن سره یې ملاقات کړی و. د دې نه وروسته، په کال ۲۰۲۲ کې مودي او پوټن په ازبکستان کې د شېنګايي کواپرېشن ارګنایزېشن اېس سي او تنظیم د غونډې په څنده کې د یو بل سره ليدلي وو.

د مودي په مشرۍ کې هند په یوکرېن د روس د یرغل د غندلو نه ډډه کړې ده او غوښتنه يې کړې چې شخړه دې په پرامنه طریقه حل کړی شي.

روس هند ته په لویه کچه وسله ورکوي خو په داسې حال کې چې روس په یوکرېن کې د خپلو ځواکونو ضرورتونه د پوره کولو کوښښ کوي، هند د امریکې، اسرایل، فرانس او د اټلي په شمول د نورو ملکونو څخه د وسلې خپل ضرورت د پوره کولو کوښښ کوي.

د هند او روس ترمنځ تجارتي تعلقات د زیاتولو په اړه خبرې هم د مودي د دورې اهمه موضوع ده چې په کې د هند د چینايي او د روس د ولاديوسټاک ترمنځ سمندري لاره قایمول دي.

د هند خارجه سېکرېټري وېنجی موهن کټواره د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل په کال ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کې د روس او هندوستان تجارت ۶۵ بېلین ډالر ته ورسېدو چې په کې زیاتره برخه د توانای په مد کې د همکارۍ ده.

په دغه کال کې روس نه د هند د درامداتو مالیت ۶۰ بېلین ډالر او د برامداتو څلور بېلین ډالر وو.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG