لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس او یوکرين په مذاکراتو راضي شوي - پوټین اېټمي ځواک ته د آماده باش حکم کړی دی


د یوکرین سرښار کيېف په یو سړک باندې ویجاړ شوي پوځي ګاډي ترڅنګ ولاړ یوکرینی عسکر
د یوکرین سرښار کيېف په یو سړک باندې ویجاړ شوي پوځي ګاډي ترڅنګ ولاړ یوکرینی عسکر

ایسوشیټډ پرس - واشنګټن - د یوکرین خارجه وزیر دمیترو کولیبا د اتوار/یکشنبې په ورځ د دې خبرې تصدیق وکړ چې د یوکرین یو مذاکراتي پلاوی به د بېلاروس په سرحد کې د روس چارواکو سره ملاقات وکړي. دا مذاکرات په داسې وخت کې کیږي چې د سرښار کيېف په شمول د یوکرین څو ښارونو ته څېرمه جګړې روانې دي او د روس صدر ولاډمیر پوټین خپلو ايټمي قواوو ته هدایت ورکړی چې د نېټو په وړاندې د ممکنه خطرې مقابلې ته دې آماده وي.

د یوکرین د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې حکومت یې بغیر د کوم شرط نه، د روس سره خبرو ته راضي شوی، او د خبرو نه وړاندې په کومې نتیجې باندې ابتدایي اتفاق ندی راغلی.

کولېبا پخپلو خبرو کې زیاته کړه: «په داسې حال کې چې روس ته نقصانونه اوړي، د روس پوځ یو د پل پسې ماتې خوري، د هغو مطالبات، پیش شرطونه، دړکې ټول ایسته کړی شوي او اوس هغوی مونږ ته دا پیغام راکوي چې صرف غواړي خبرې وکړي.»

روس هم اعلان کړی چې د دوی هیئت، یوکرین سره د مذاکراتو دپاره، بېلاروس ته تللی دی.

د یوکرین چارواکي اول سر کې مذاکراتو ته نه راضي کېدل او ویل یې چې مذاکرات دې په بېلاروس کې، چېرته چې روس خپلې ډېرې لښکرې هلته ځای پر ځای کړي، نه کیږي. د یوکرین صدر ولوډمیر زېلنسکي وړاندیز دا و چې مذاکرات دې په پولېنډ، ترکي، هنګري (مجارستان)، آذربایجان او یا سلوواکیا کې وشي، خو آخر کې یې د بېلاروس په سرحد سلا وشوه.

د روس ايټمي ځواک آمادګي

یوکرین باندې د روس د پوځي یرغل په دوام سره، مغربي ملکونو په روس باندې سخت درانه بندیزونه اعلان کړل چې په غبرګون کې یې صدر ولاډیمیر پوټین خپلو ايټمي قواوو ته د آماده باش هدایت جاري کړی دی.

د صدر پوټین دا حکم په دې معنا دی چې پوټین غواړي خپل پوځ د اېټمي بمونو استعمال ته آماده وساتي چې هسې نه د مغربي ملکونو سره یې لانجه زور واخلي او په جوهري جګړې بدله شي.

صدر پوټین د روس دفاع وزیر او د پوځ سرلښکر سره په لیدنه کې هغو ته امر وکړ چې د اېټمي وسلو استعمال ته دې آماده ګي ولري
صدر پوټین د روس دفاع وزیر او د پوځ سرلښکر سره په لیدنه کې هغو ته امر وکړ چې د اېټمي وسلو استعمال ته دې آماده ګي ولري

پوټین پخپلو خبرو کې خپل د دې ګام دلیل، د هغه په وینا د نېټو د سترو طاقتونو "جارحانه بیانونه" وبلل. هغه همدا راز په روس باندې د مغربي هېوادونو له اړخه د سختو مالي پابندیو یادونه وکړه.

د ایټمي وسلو د آمادګۍ دپاره د صدر پوټین هدایت دا ېره پیدا کړې ده چې د یوکرین په سر لانجې ممکن د ايټمي جګړې تر سرحده تېزه شي.

د وایټ هاوس ترجمانې جېن ساکي ویلي چې پوټین پخپلو "جارحانه اقداماتو کې د اضافه راوستلو دپاره" بهانې لټوي.

د نېټو سېکټري جنرل ینس سټولټنبرګ د پوټین د دې ګام په اړه چې خپلې جوهري وسلې آماده ساتي، سي اېن اېن ته ویلي: «دا یو خطرناکه لهجه ده. دا داسې یوه غیرذمه وارانه رویه ده.»

د جنگ صورتحال

د یوکرین سرښار کیېف او دویم ستر ښار خارکیف شاوخوا د تازه جګړو رپوټونه ورکړی شوي، روس اوس هم خپلې حملې نه دي درولي او کوشش کوي چې یوکرین په زور ونیسي. خو د یوکریني ځواکونو جګړې او مقاومت نړېوال حېران کړي دي.

روسانو تېره شپه خارکیف ښار ته د ننوتو دعوه کړې وه، خو وروسته د یوکرین ځواکونو وویل چې خارکیف نه یې روسان شا ته تمبولي دي. په کیېف کې هم روسانو تر اوسه د پام وړ پرمختګ ندی کړی، مګر د یوکرین په جنوبي برخو کې یې د ځینو سیمو د نیولو دعوه کړې ده.

د یوکرېن دویم ستر ښار، خارکیف کې هم سخته جګړه شوې ده
د یوکرېن دویم ستر ښار، خارکیف کې هم سخته جګړه شوې ده

د اتوار/یکشنبې په سهار وختي کیېف ته نږدې د چاودنو غږونه اورېدل کېدل. په کیېف کې تر ګل/دوشنبې ورځې پورې کرفیو لګېدلې ده. خلک پخپلو کورونو، زېرزمینو، ګاراجونو، او د سب وې ګانو په سټېشنونو کې چې د ځمکې لاندې دي، پټ پاته دي.

همدا شان د تشدد او جګړې د وېرې، په لاکهاوو کسان وروستیو ورځو کې د یوکرېن نه ګاونډیو ملکونو ته مهاجر شوي دي.

د یوکرېن حکومت دعوه کوي چې تر اوسه یې د څلورو زرو نه زیات روس عسکر وژلي دي، خو آزادو ذرائعو تر اوسه دا شمېره نده تصدیق کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG