لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر پوټن: روس د اېټمي وسلو د مخنیوي په معاهده نیوسټارټ کې شرکت ځنډوي


پوټن د روس پارلېمنټ ډوما ته سټېټ اف دي یونین تقریر کې وویل په موجوده وخت کې روس د نیو سټارټ معاهدې نه په مکمله توګه نه بهر کېږي
پوټن د روس پارلېمنټ ډوما ته سټېټ اف دي یونین تقریر کې وویل په موجوده وخت کې روس د نیو سټارټ معاهدې نه په مکمله توګه نه بهر کېږي

د روس صدر ولادېمير پوټن د نهې، سه شنبې، په ورځ اعلان وکړو چې په نیو سټارټ معاهده کې د خپل هېواد شرکټ ځنډوي خو په مکمله توګه د معاهدې نه نه وځي.

د امریکې او روس ترمنځ د اېټمي وسلو د مخنیوي په لړ کې نیوسټارټ اخیرۍ لوظنامه ده چې لا په ځای ده.

دواړو ملکونو دغه معاهده په ۲۰۱۰ کې دستخط کړې چې ترمخه يې فريقېن د ۱۵۵۰ نه زیاتې اېټمي نه شي ساتلی. د معاهدې مېعاد په ۲۰۲۶ کې ختمېږي.

پوټن د روس پارلېمنټ ډوما ته سټېټ اف دي یونین تقریر کې وویل په موجوده وخت کې روس د نیو سټارټ معاهدې نه په مکمله توګه نه بهر کېږي.

هغه وویل که چېرې امریکا د اېټمي وسلو ازموېنې کوي نو پکار ده چې روس هم تیار وي.

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د پوټن اعلان د غیر ذمه وارانه او د افسوس وړ وبللو.

بلېنکن خبریالانو ته وویل ګوري په چې روس په حقیقت کې څه کوي؟ هغه زیاته کړه د خپل ملک او د اتحادیانو د تحفظ دپاره امریکې مناسب اقدامات ځای په ځای کړي دي.

بلېنکن وویل د سټرېټيجېک وسلو د محدودولو دپاره امریکا روس سره خبرو ته هر وخت تیاره ده، په داسې حال کې په اوکراین د روس د یرغل په ضد امریکا او نور مغربي ملکونه اوکراین ته د وسلو رسد جاري ساتلی دی.

د بلېنکن په قول دا خبره د امریکې او د روس په مفاد کې هم ده چې اېټمي وسله تون په قابو کې وساتي. ځما په خیال مونږ ته پکار ده چې په دې مد کې د ذمه وارۍ نه کار اخیستلو ته دوام ورکړوو. نوره دنیا هم مونږ نه د دې توقع کوي.

د نېټو سېکرېټري جنرل ینس سټالټنبرګ په پوټن غږ وکړو چې د نیوسټارټ په اړه په خپله فېصله نظر ثاني وکړي.

سټالټنبرګ وویل زیاتې اېټمي وسلې او په وسلو لږ قابو دنیا نه زیات خطرناک ځای جوړوي.

سټالټنبر په برسلز کې خبریالانو ته وویل روس په تېرو څو کلونو کې وسلو د مخنیوي د یو شمېر معاهدو نه وتلی دی او د روس تازه فېصله د وسلو د محدودولو دپاره ټوله اډڼا ماته کړله.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG