د روس صدر ولادېمیر پوټن ویلي ماسکو غور کوي چې طالبان د ترهګر تنظیمونو د فهرست نه لرې کړي.
د رویټرز خبري ادارې ترمخه روس په کال 2003 کې طالبان ترهګر "تنظیم" وبلل.
د طالبانو په ضد د روس د دغه ګام باوجود ماسکو د افغانستان په موضوع خبرو دپاره په ماسکو کې څو ځله د طالبانو کوربتوب کړی دی.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ ماسکو کې د افغانستان په موضوع ورستۍ غونډه وشوه چې پکې د طالبانو ترڅنګ، پاکستان، او ځېنو نورو سیمه اییزو ملکونو شرکت وکړو.
طالبان د ترهګرو تنظیمونو د فهرست نه د لرې کولو په اړه خبره صدر پوټن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وکړه.
د رویټرز په قول صدر پوټن دا غوښتنه هم وکړه چې افغانستان سره دې اقتصادي مرسته وشي او د هېواد منجمد اثاثې دې ورته ورکړی شي چې دا ډول د سیمې ثبات یقیني کړی شي.
په اګست کې په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ نه وروسته امریکې د افغانستان د بېلینونو ډالرو مالیت اثاثې منجمد کړي او نړیوالې ټولنې د جنګ ځپلې هېواد سره مرستې ځنډولي دي.
رویټرز وايي د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ماسکو په غوڼده کې طالبانو د لسو سیمه اییزه ملکونو په دې خبره حمایت ترلاسه کړو چې په افغانستان کې د اقتصادي بحران مخه نیولو دپاره دې د ملګرو ملتونو په انتظام د مرسته کوونکو کانفرنس راوبلل شي.
رویټرز وايي صدر پوټن د خپل امریکايي هم منصب جوبایډن د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ویستلو حمایت وکړو.