د روس صدر ولادېمیر پوټن ویلي په اوکراین کې د اوږد جنګ توقع کوي خو په موجوده وخت کې اضافي روسي ځواکونه متحرک کول څه معنا نه لري.
په کرېملېن کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د هیومن رایټس کاونسل غونډې ته چې پکې د هغه حمایت کونکي صحافیان، فعالان او نور ولسي څېرې شاملې وې، پوټن وویل روس به په اوکراین کې د خپلې دفاع دپاره د خپل وس ټولې زرېعې استعمالوي. هغه وویل په غربي نړۍ کۍ روس ته د دویمې درجې د ملک په څېر کتنه کېږي چې دا حق نه لري چې وجود ولري.
پوټن وویل تر څو چې په اوکراین کې د "خصوصي پوځي اپرېشن" خبره ده نو دا یو اوږد عمل کېدلی شي. روسي چارواکي په اوکراین د روس یرغل د سپېشل ملېټېري اپرېشن یا د خصوصي پوځي اپرېشن په نوم یادوي.
صدر پوټن اوکراین کې د تقررۍ دپاره د اضافي عسکرو امر کړی و خو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د هیومن رایټس کاونسل غونډې ته یې وویل چې د اضافي عسکرو لا ضرورت نشته. هغه وویل 150000 اضافي عسکر اوکراین ته لېږل شوي دي چې 77000 پکې د جنګ په محاذ او نور دفاعي ذمه وارۍ ترسره کوي.
د تېرو وختونو په شان د اوکراین د جنګ په اړه د خبرو په مهال صدر پوټن وویل چې د اېټمي جنګ خطر زیاتېږي خو روس به د اېټمي وسلو د بې دریغه استعمال دړګه نه ورکوي.
صدر پوټن وویل "مونږ لیوني شوي نه یوو، مونږ ته احساس دی چې اېټمي وسلې څه دي؟"
روسي صدر زیاته کړه چې روس د بل هر ملک نه زیاته جدیده اېټمي وسله لري خو لکه د نايي د "پاکۍ (استرې" په شان دا دنیا ته نه څرګندوي.
د امریکې د خارجه وزارت ترجمان نېډ پرایس نه چې کله د صدر پوټن د خبرو په اړه پوښتنه وشوه نو په دې اړه يې په مستقیم ډول د څه وېلو نه ډډه وکړه خو ويې وېل د اېټمي وسلو په اړه بې سوچه خبرې د غیر ذمه وارۍ کار دی.
پرایس ویل د سوړ جنګ وروسته د چین، هندوستان، امریکې او روس په شان اېټمي قوتونه په دې خبره پوهه شوي دي چې اېټمي جنګ نه دی پکار او نه یې څوک ګټلی شي.
د جرمني چانسلر اولف شولز د زیارت، پنجشنبې، په ورځ شایع شوي د هغه یوه مرکه کې ویلي چې په روس د نړیوال فشار په نتیجه کې دا خطر کم شوی چې د اوکراین په جنګ کې به اېټمي وسله استعمال کړي.
د امریکې د قامي سلامتیا شورا ترجمان جان کربي د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل چې امریکې اوکراین سره د جنګ د زیاتېدو د امکان په اړه خپل تشویش شریک کړی دی . هغه وویل امریکا او د اوکراین مغربي اتحادیان د اوکریان د خپلواکۍ احترام کوي.
صدر پوټن د کرېملېن غونډې ته وویل چې په اوکراین د یرغل شروع کولو په اړه څه پښېماني نه لري.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال کېن فاربا، د ای اېف پي او رویټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي