لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر پوټن او وزیراعظم شریف په دوه اړخیزه تعلقاتو، سیمه ایزه مسلو او ځینو نورو موضوعاتو خبرې کړي


د ملاقات په اړه د پاکستان پرېس انفارمېشن ډپارټمنټ، پي آيي ډي، په خپله وېب پاڼه بیان کې وویل دواړو مشرانو د ملګرتیا او ګرمجوشۍ په ماحول کې په پراخه کچه موضوعاتو د خیالاتو تبادله وکړه چې په کې اقتصاد، د سیمې او نړیوالې مسلې شاملې وې
د ملاقات په اړه د پاکستان پرېس انفارمېشن ډپارټمنټ، پي آيي ډي، په خپله وېب پاڼه بیان کې وویل دواړو مشرانو د ملګرتیا او ګرمجوشۍ په ماحول کې په پراخه کچه موضوعاتو د خیالاتو تبادله وکړه چې په کې اقتصاد، د سیمې او نړیوالې مسلې شاملې وې

د روس صدر ولادېمېرپوټن او د پاکستان وزیر اعظم شهبازشریف د شورو، چهارشنبې، په ورځ د دواړو ملکونو په تعلقاتو، په نړیوالو او سیمه ایزه مسلو او د اقتصاد او د توانای په برخو کې د همکارۍ په شمول په یو شمېر نورو خبرې اترې وکړې.

پوټن او شریف د قزاقستان سر ښار استانه کې د شېنګايي کواپرېشن ارګنایزېشن، اېس سي او، نومې تنظیم د سر مشرانو د غونډې په څنډه کې ملاقات وکړو.

د ملاقات په اړه د پاکستان پرېس انفارمېشن ډپارټمنټ، پي آيي ډي، په خپله وېب پاڼه بیان کې وویل دواړو مشرانو د ملګرتیا او ګرمجوشۍ په ماحول کې په پراخه کچه موضوعاتو د خیالاتو تبادله وکړه چې په کې اقتصاد، د سیمې او نړیوالې مسلې شاملې وې.

د بیان ترمخه، شهبازشریف وویل پاکستان روس سره تعلقاتو ته اهمیت ورکوي او په دې خبره يې د اطمینان څرګندونه وکړه چې د دواړو ملکونو تعلقاتو کې په مستقل ډول پرمختګ شوی دی.

د پي ايي ډي د بیان ترمخه، شهبازشریف وويل پاکستان ژمنه لري چې د تجارت، دفاع، امنیت او د توانای په شمول په نورو ګڼو برخو کې د روس سره خپل تعلقات نور هم پراخه کړي. په دې خبره هم اتفاق وشو روس پاکستان د همکارۍ پاکستان رشا انټرګومېنټل کواپرېشن اینده غونډه به په ماسکو کې کولی شي او شهبازشریف پوټن ته د پاکستان د دورې بلنه هم ورکړه.

د پي ايي ډي په بیان کې دا معلومات نه وو چې پوټن شهبازشریف سره ملاقات کې څه وویل؟

د اېس سي ايي دوه ورځنۍ غونډه د شورو، چهارشنبې، په ورځ شروع شوه. اېس سي ايي د چین په مشرۍ کې د سيمه ايزې همکارۍ تنظیم دی چې د روس، پاکستان او د چین ترڅنګ د منځنۍ اېشیا واخلې تر هندوستان او ایران پورې ملکونه په کې شامل دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG