لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو


د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف هم پیوټن ته مبارکي ورکړې او په دې اړه په اېکس، پخواني ټوېټر، خپل پېغام کې شهبازشریف وویل او غواړي چې د دوه اړخيزه تعلقاتو مضبوطولو دپاره د پیوټن سره همکاري وکړي
د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف هم پیوټن ته مبارکي ورکړې او په دې اړه په اېکس، پخواني ټوېټر، خپل پېغام کې شهبازشریف وویل او غواړي چې د دوه اړخيزه تعلقاتو مضبوطولو دپاره د پیوټن سره همکاري وکړي

د روس صدر ویلاډیمیرپیوټن په صدارتي د نورو شپږو کالو لپاره په منتخب کېدو خوشحالي ولمانځله چې په انتخاب کې د ووټرانو دپاره د هغه کوم حقیقي مخالف کانديد ته موقع نه وه ورکړی شوې اړ د هغه اکثر مخالفین زورولي او یا يې بندیخانو ته اچولې وو.

پیوټن خپل پلویانو ته وویل چې انتخابات جمهوري ګڼي او هغه خلک يي رد کړل کومو چې د ټاکنو په ضد احتجاج کړی.

پیوټن وویل "مونږ ته وړاندې ډیر اهداف دي، که څوک هم غواړي مونږ ویروي، ومو زوروي خو مونږ متحد یو. په تاریخ کې څوک دغې کې بریالي شوي نه دي او نه اوس بریالي شو او نه به څوک په راتلونکې کې کامیابه شي."

د پیوټن واکمني تر ۲۴ کالو پورې د غزولو لپاره درې ورځني انتخابونه د جمعې په ورځ پیل شوي وو. داسې کنټرول فضا جوړه کړی شوې وه چې په څرکنده توګه چا هم پیوټن او د هغه د اوکراین په جګړه نیوکه نه شوه کولی.

د روس د انتخاباتو مرکزي کمیشن ترمخه پیوټن ۸۷ سلنه راۍ اخستي.

رایټرز خبري اداره وایي چې د کمیونسټه ګوند کاندید نکولايې خریتونووف په ټاکنو کې دویم لمبر باندې وو. ده څلور سلنه راۍ اخستي، نوی کاندید ولاډیسلاو دیوکوف دریم او سخت دریزه قامپاله لیونیډ سلاټسکي څلورم لمبر باندې وو.

د وایټ هاوس قامي سلامتیا ویاند له خلې راټرز خبري اداره لیکي انتخابونه ظاهره ده ازاد او عادلانه نه و، ښاغلي پیوټڼ خپل سیاسي سیالان بندي کړي وو او ځېني نور يي په ټاکنو کې د برخه اخستو نه منع کړي وو.

د اوکراین صدر ویلاډیمیرذلنسکي خپل د شپې په وخت وینا کې ویلي پيوټن د واک روږدي شوی.

د برطانيي خارجه وزیر ډیوډ کیمرون په ټاکنو نیوکې کړي چې ګنې د خلک سره بله لار نه وه او نه د امنیت لپاره د څارنې کوم بی طرفه تنظیم او نه په اروپا کې ورسره کومه همکاري وه.

په ایکس ښاغلي کیمرون لیکلي ازادې او عادلانه ټآکنې داسې نه ښکاري.

چین پیوټن ته په برله کیدو مبارکي ویلې او ددواړه هیوادونو ترمینځ د اړیکو مظبوطولو ذکر يي کړی.

د چین خارجه وزارت ویاندې جن جیان خبریالانو ته ویلي ؛ زمونږ قوي یقین دی چې د پيوټڼ او شي جي پن د سټراټیجیکي لارښوونې او د صدر پيوټن چین او روس ترمینځ د اړیکو لړۍ به دوامداره وي.

د شمالي کوریا، هنډوراس ، نکاراګووه او وینزویلا مشرانو هم ښاغلي پیوټن ته د مبارکۍ پیغامونه لیږلي دي.

د پیوټن بی باکه سیاسي سیال الیکسي نیوالني تیره میاشت په ارکټېک زندان کې مړ شوی او پاتې نور یا له وطنه ویستل شوي او بندیخانو کې دي.

د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف هم پیوټن ته مبارکي ورکړې او په دې اړه په اېکس، پخواني ټوېټر، خپل پېغام کې شهبازشریف وویل او غواړي چې د دوه اړخيزه تعلقاتو مضبوطولو دپاره د پیوټن سره همکاري وکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG