لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د قطر او د سعودي عرب د سفارتي کړکیچ دویم کال


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان

د جون د میاشت په پنځمه نېټه به د قطر او د سعودي عرب، مصر، متحده عرب اماراتو او د بحرین د سفارتي کړکیچ دویم کال پوره شي.

د کال ٢٠١٧ م د جون د میاشت په پنځمه نېټه سعودي عرب، مصر، متحده عرب امارات او بحرین د قطر سره سفارتي او اقتصادي تعلقات قطع کړل، سعودي عرب قطر سره خپل سرحد بند کړو او دغو هېوادونو د قطر په هوايي کمپنۍ خپل فضايي سرحدونه او د قطر په سمندري جهازونو خپل بندرونه وتړل.

سعودي عرب، مصر، متحده عرب امارات او بهرین په قطر د تندلارو ډلو د حمایت او د ایران د نژدې تعلق الزام لگوي. خو قطر د تندلارو د ملاتړ خبره ردوي.

د قطر سره تعلق قطع کونکي عرب هېوادونو دوحا سره د تعلقاتو بیا پرځای کولو دپاره د خپلو غوښتنو فهرست وړاندې کړی دی. دوي وایي قطر دې د ایران سره خپل سفارتي تعلقات ختم کړي، د الجزیره ټېلې وژن په شمول دې نور مطبوعات بند کړي او د مصر اخوان المسلیمون، د لبنان حزب الله او د نورو "ترهگرو تنظیمونو" سره دې خپل اړېکې پریکړي.

دغه هېوادونه د قطر نه دا تقاضه هم کوي چې دا وخت په هېواد کې مېشته ترک ځواکونه دې وباسي. سعودي عرب، مصر، بحرین او متحده عرب امارات د قطر نه دا غوښتنه هم کوي چې د دوحا د پالېسو یا د تگلارې په نتېجه کې چې د دوی کوم نقصان شوی دی، قطر دې دا تاوان ادا کړي.

قطر دغه غوښتنې رد کوي، وايي دا یې د خپلواکۍ خلاف دي.

قطر د سفارتي کړکیچ د ختمولو کوښښونه کړې دي. د هېواد سره قطع تعلق کونکو هېوادونو ته یې استازې لېږلي، خبریالانو سره یې په دې موضوع خبرې کړې دي او په واشنگټن کې یې د اشتهار په کمپنو مېلینونه ډالرې مصرف کړې دي.

امریکا په قطر کې ١٠٠٠٠ عسکر لري او د قطر او د څلورو عرب هېوادونو ترمنځ د لانجې د ختمولو کوښښونه یې کړې دي. صدر ډانلډ ټرمپ د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان او د قطر امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني سره په ټېلې فون درې اړخیزه خبرې کړې دي او په ټولو فریقینو یې غږ کړی چې مسله دې حل کړي.

د ایسوسي ایټډ پریس خبري اداره وايي په موجوده وخت کې دا نه معلومیږي چې څه او کله به د خلیجي ریاستونو دغه مسله حل شي؟ ای پي وايي عرب هېوادونه په قطر نورې اقتصادي پابندۍ لگولی شي، د قطر د قدرتي گیس په صادراتو خنډونه لگولی شي او په بدل کې قطر متحده عرب امارتو ته د گیس رسد بندولی شي.

XS
SM
MD
LG