لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قطر کې د بین الافغاني خبرو وروسته ګډه اعلامیه خپره شوې


د قطر پایه تخت دوحه کې په بېن الافغاني خبرو اترو کې د برخه اخستو وروستو په یو ګډه اعلامیه کې ټولو اړخونو په دې اتفاق کړی چې د افغان مسلې حل به د سولې خبرو اترو د لارې را وباسي.

د اتوار او ګل په ورځ شوو بین الافغاني خبرو اترو وروستو په خپره شوې ګډه اعلامیه کې ویل شوي، د دوحه په غونډه کې برخه اخستونکې په دوحه کې د روانو خبرو اترو پوره مرسته کوي او زیاتوي دوي فکر کوي چې د مذاکراتو موثرې نتیجې به د افغانستان لپاره ګټه ورې ثابتې شي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان ګاونډې او سیمه اییزو هیوادونو ته به ددغه هیواد دننه چارو کې د څه قسمه لاسوهنې اجازت نه ورکوي.

په اعلامیه کې د افغانستان نه د نړیوال ځواکونو د وتلو په اړه څه نه دي ویل شوي کومه چې د طالبانو لویه غوښتنه ده او نه په اعلامیه کې د ډزبندۍ په حقله څه ویل شوي.

خو په اعلامیه کې دا ویل شوي چې د سکولونو، مذهبې مدرسو، هسپتالونو، مارکیټونو او نورو ولسي ځایونو امنیت به یقیني کوي.

په اعلامیه کې د افغانانو ترمنځ د صلحې د خبرو اترو ذکر شوی خو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو څه ښکاره ذکر نه دی شوی.

د قطر د دغه غونډې برخه اخستونکو په دی صلا شوي چې په ګرد افغانستان کې د تل پاتې سولې پاتې کیدل د افغانستان د اولس اصلي غوښتنه ده.

په اعلامیه کې د ښځو او د اقلیتونو د حقونو په اړه ویل شوي چې دغه باید د اسلامي اصولو سره سم په نظر کې وساتل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG