لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دعمران خان"ازادي مارچ ختم" خو خلک پوښتنې کوي چې دا هرڅه دڅه لپاره؟


دپاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان اسلام اباد ته له رسیدو وروسته دخپل ګوند دلانګ مارچ د ختمولو اعلان یې کړی خو په ټولنیزو رسنیو دپخواني وزیراعظم په دغه اعلان نیوکې روانې دي.

ګڼ شمیر فعالینو په ټولنيزو رسنيو ليکلي عمران خان ويلي وؤ چې تر غوښتنو نه منل کیدو به يې احتجاج دوام لري، خو يوې شپې له راغلو، تماشه يې وکتله او د غوښتنو نه منل کیدو باوجود یې اعلان وکړو چې که غوښتنې یې ونه منل شوې نو شپږ ورځې وروسته به بیا اسلام اباد ته دخپلو پلویان سره راځي.

وتلي خبريال طلعت حسېن په ټوېټر ليکلي "عمران خان ته وويل شول چې د خلکو شمېر درسره کم دی، چې کومه اندازه وه هغې تعداد ته نزدې هم نه دی او ځان مه شرمنده کوه او له دغې خبرو روسته عمران خان د خپل کور بني ګاله پله لاړو "

طلعت حسېن نه ده په ډاګه کړې چې دا خبرې ورته د چا لخوا شوي دي؟

پېښور کي میشت خبريال جمشېد باغوان په ټويټر ليکلي عمران بني ګاله ته نه دی تللی، بلکې بیرته په هیلي کاپټر کې پېښور ته ستون شوی دی خو ددې خبرې تصديق يا ترديد صوبایي حکومت نه دی کړی.

خبريال حق نواز په خپل فېس بک پاڼه ليکلي" د پينځوؤ مړو،په سوونو زخميانو او دوو ورځو تشدد نه وروسته دې قوم ته حقيقي ازادي مبارک وي، عاليه زهره پوښتنه کړي چې انقلاب چرته دې؟"

خبريال عمرچيمه ليکلي په دې حالاتو او داسې دباؤ کې راتلو سره الېکشن کول د مسلې حل نه دی، دداسې حالاتو پېدا کوونکو او دباو اچوونکو وړومبی کوم حل راویستل پکار دي۔

"شهزاد غياث شېخ ليکلي عمران خان، نواز شريف او زرداري ستاسو خېرخوا نه دي، د دوي د سياست پريکړې په لوړه کچه کيږي، او په دې زغل کې وي چې څوک به ټاکل کيږي، مهرباني وکړئ خپل ژوند او راتلونکې مه قربانۍ کوئ"

د عمران خان د حقيقي ازادي مارچ په اړه په ټوېټر د دې هېش ټېګ لاندې نزدې څلور ميليونه ټويټونه شوي دي،

خبريال عرفان خان په فېس بک ليکلي ،دې نه دا ثابته شوه چې د ازادۍ جنګ په ټوېټر او په فېس بک نه شي کېدای،دې د پاره مېدان راتلل ضروري دي۔

خبريال او څيړونکې عبدالله مومند وايي د پاکستان تحريک انصاف د لانګ مارچ کمپېن په ټولنيزو رسنيو تېز روان ؤ خو په مېدان کې یې بيا هغه هومره برخه وال نه وؤ.

عمران خان په خپلو جلسو کې ويلي دا احتجاج نه جهاد دي، خبريال مطيع الله جان ليکلي "عمران خان جهاد په دوو برخو کې تقسيم کړو"

هغه طنزیه ليکلي "په اولني پړاو کې شل لکه خلک ستړي شول، هغوئ واپس کړی شول او دويم پړاؤ کې به شپږ ورځې وروسته شل لکه خلک بيا اسلام اباد ته راځي"

وتلي خبريال حامد مير پوښتنې راپورته کړي دا څه وشو؟ ولې وشو؟ تپوس د چا نه وکړو؟"


خبريال انصار عباسي هم پوښتنه کړې چې د دومره تماشې، جاني او مالي زیان نه وروسته عمران خان کور ته ولې ستون شو؟

په سوشل ميډيا فعال او د ځوانانو د حقونو د پاره کارکونکی شفيق ګګيانی وايي د عمران خان په سوشل ميډيا کمپېن کې مشيني ټويټر اکاونټونه هم کارول کيږي کوم چې مخصوص هېش ټېګ واله ټويټونه پخپله دوباره ټويټ کوي او ددي ترڅنګ ورسره ګن شمېر هغه خلک په ټولنيزو رسنيو ملاتړي دې چې خپل کارونه روزګارونه کوي، په سوشل ميډيا يې کلکه ملګرتيا کوي خو بيا دغسې احتجاجونو کې برخې اخستو د پاره نه شي راتلی۔

د عمران خان پلويانو د مارچ د ختميدو په اړه په ټويټر کوم ډير بحث نه دی کړي، زيات ټويټونه يې تېره شپه د پوليس د تشدد په اړه کړي دي، او د خېبر پښتونخوا د خزانې وزير تېمور سليم جهګړه ليکلي عمران خان يو ځل بيا دا ثابته کړه چې د نورو سياسي جماعتونو مشرانو نه لوړ مقام لري، د پاکستان مفاد يې په خپلو مفاداتو مقدم وګڼلو او ګټه به د پاکستان په برخه وي۔

دخزانې د وزير دغه ټويټ ته خبريال مشتاق يوسفزئ ليکلي اميد دی چې حقيقي ازادي به مو ترلاسه کړي وي کومه چې د عمران خان هدف ؤ۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

XS
SM
MD
LG