لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بې درکه بلوڅانو د کورنیو غړو د خپلوانو د بازیابۍ دپاره مظاهره وکړه


په دې پخواني تصویر کې ماما قدیر او د بې درکه کسانو د موندلو نور فعالان په يو احتجاجي کېمپ کې ناست لیدل کېږي
په دې پخواني تصویر کې ماما قدیر او د بې درکه کسانو د موندلو نور فعالان په يو احتجاجي کېمپ کې ناست لیدل کېږي

د بې درکه بلوڅانو د کورنیو په سلګونو ښځو او سړو په کوټه کې د جمعې په ورځ احتجاجي مظاهره او د حکومت نه یې وغوښتل چې د دوی د خپلوانو درک دې معلوم کړي.

د وي اوای ډیوه د خبریال ترمخه، مظاهره کوونکو دا هم وویل چې د بلوچستان د ترهګرۍ ضد پولیسو اته تنه وژلي دي خو حکومت یې دا تورونه رد کړي دي.

احتجاجي لاریون د کوټې د بې درکه شویو خلکو د بازیابۍ دپاره د جوړ شوي کېمپ څخه پيل شو چې ګډون والو یې په لاسو کې د خپلوانو عکسونه راخستي وو د دوی د را خوشې کولو غوښتنه يې کوله.

احتجاج کوونکي د کوټې پر جناح سړک کندهاري بازار او پر نورو لارو لاريون هم وکړو په احتجاج کې ګڼ شمېر ښځو او ماشومانو ګډون درلودږ

احتجاجي غونډې ته د وينا پر مهال صائمه بلوڅ وويل چې ددې د اکا زوی بې درکه دی او و يې ويل چې کاونټر ټيررزم والا راغلل اته زده کوونکي چې کوه پیما وو له ځانه سره یې یوړل او ويل يې چې موږ له دوی څخه پلټنې کوو لاکن دوی يې تاڼې ته نۀ دي وړي بل ځای ته يې وړي دي.

صایمه بلوڅ وویل" زموږ وروڼه خوشي کړئ که دا ظلم هم داسي په زياتېدو وو زموږ احتجاجونه به هم داسې روان وي د مدينې د رياست دعوه کوونکو زه له تاسو څخه پوښتنه کوم ايا دا ستاسې د مدينې رياست دی چې تاسې خلک د تورو لېوانو په بڼه زموږ خلک وهئ ايا زه دوی ته تور لېوان و نۀ وايم."

د بې درکه شوو خلکو د سازمان مشر ماما قدير بلوڅ وويل چې کاونټر ټيررزم د ترهګری د مخنيوي اداره خلک په عملياتو کې وړي بیا يې و وژني او وايي چې دا په مقابله کې و وژل شو.
د بلوچستان د کورنیو چارو صوبايي وزير ضيا لانګو دغه تور رد کړی چې کاونټر ټيررزم د ترهګری د مخنيوي اداره خلک په عملياتو کې وړي او بيا يې په مقابله کې ووژني

ښاغلي لانګو وویل که څوک په دې اړه تشويش لري هغه دې عدالت ته ولاړ شي.

دکورنيو چارو وزارت وايي چې په بلوچستان کې امنيتي وضعه خرابه ده له دې کبله دوی دلته د وران کارانو په ضد عمليات کوي.

د اسلام اباد يوه خپلواکه اداره سيکيورټي اينډ کمپلکټ په خپل خپاره شوي رپوټ کې وايي چې په اګست کې کاونټر ټيررزم شپږ عملیات کړي دي په دغه عملياتو کې اته ويشت کسان وژل شوي دي په دوی کې د دیارلس پېژندګلوي نۀ د شوې.

حکومت دا ويلي دي چې دا د بي ايل اې سره اړه لري چې دغه خپلواکه اداره وايي چې تېره مياشت په بلوچستان کې پر امنيت خوندي ساتونکو ادارو باندي څورلس بريدونه شوي دي سيکيورټي اينډ کمپلکټ د رپوټ له مخه چې تېره مياشت په پاکستان کې پنځه څلویښت بريدونه ترسره شوي دي د دوی په خبره چې د زياتره پيښو مسوليت بلوڅ وسلوالې ډلې او تحرک طالبان په سر اخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG