د بلوچستان سرښار کوټه کې د پولیسو یو پخوانی مشر (ډي ايي جي) محمد نعیم کاکړ د نامعلومه وسله والو لخوا په ډزو وژل شوی.
د پولیسو تر مخه په نوموړي د ښار زرغون سړک باندې ډزې شوې وې او په ژوبل حالت کې پوځي روغتون (سي اېم اېچ) ته رسول شوی وو چرته چې نوموړي ساه ورکړه.
د پاکستان انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان د کوټه ښار د پولیسومشر عبدالرزاق چیمه لخوا ويلي، په نوموړي د ډزو وروسته نامعلومه کسان په تېښته کې بریالي شوي او د ښار پولیسو د پېښې پلټنې پېل کړي. نوموړي زیاته کړې دا مهال دا نه شي وېلې چې ایا دا حدفي وژنه وه او که نه.
پاکستان کې بندیز لګیدلې ډلې تحریک طالبان پاکستان مرکزي ویاند پاکستاني مطبوعاتو په لیږل شوي یو بیان کې د دغه برید ذمه واري قبوله کړې.
په بلوچستان ایالت کې وړاندې د دې نه هم یو شمیر پولیس افسران او امنیت ساتونکي د ترهګرو د بریدونو ښکار شوي دي.
د روان کال اپرېل په میاشت کې هم په کوټه ښار کې د پولیسو په یو ګاډيچاودنه کې ۵ پولیس عسکر وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي وو.
په تېرو دوو کلونو کې په کوټه ښار کې پر پولیسو او ملېشه ځواکونو د ترهګرۍ حملې زیاتې شوې دي. د روان کال په جنورۍ کې هم په دې ښار کې د پولیسو پر یوه لارۍ ځانمرګی برید شوی وو، چې ۵ پولیس پکې وژل شوي وو.