لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کوټې پائنده خان خروټئ: "له زهنونو به دهشت څوک لرې کوي ؟"


د کوټې سټډي سرکل یا مطالعاتي حقله

دکوټې ښار ساړه ماښامونه ډيرئ ځوانان دې ته هڅوي چي و هوټلونه اوچايې خانو ته مخه کړي او د چایو او د ملگرو د مجلس نه خوندونه واخلي.

د کوټي په يو هوټل کې د ځوانانو یوه ډله پر چايو خوند اخلي او پر ورځنيو چارو خبرې کوي او په دغه هوټل د ځوانانو بله ټولئ هم سته چي په تياره کښې د رڼا خبرې کوي.

دا ځوانان وايي پر علمي سياسي، معاشي او ادبي موضوعاتواو نظرياتو بحثونه کوي. د دې ډلې مشر پائنده خان خروټئ دی وايي په موجوده وخت کې په ټولنه کې تندروه نظریات په ختمولو کې دا رنگ علمي محفلونه او بحثونه مرسته کولی شي.

هغه وايي د ټولنې غړي به خپله د تندورۍ په ختمولو کې کردارا ادا کوي. هغه زیاتوي "له زهنونو به دهشت څوک لرې کوي ؟ د علم رڼا راوړل دي او ډيوې بلول دي، دعلم او شعور خبري کول دي."

د وي او ای ډیوه خبریال حفیظ الله شیراني او د پائنده خان خروټئ
د وي او ای ډیوه خبریال حفیظ الله شیراني او د پائنده خان خروټئ

ښاغلی خروټئ وايي "خوشحال بابا وايي، بندوبست د کائنات دئ په خبرو
لس له لسو صدقه شه سل له زرو،" موږ هم دا غواړوچي د علمي بحث له لارو د ستونزو د حل لاره وموندو، دا د ممکناتو دنيا ده ، دلته يو څه هم ناممکن نه دي"

د سټډي سرکل يوګډونوال عمر اڅکزئ وايي پر هوټلونو د سياسي او ادبي مجلسونو او بحثونو روايت ورته له خپلو سياسي مشرانو پاته دئ. هغه وايي "بلوڅ، پښتون مشران به دلته راتله علمي او سياسي مجلسونه به يې کول، له بده مرغه له تيرو دو لسيزو په وطن کې حالات سم نه دي ،ځکه علمي ناستي او مجلسونه ختم شول او اوس موږ بيا شروع کړل."

د ليکوال پائنده خان خروټي په مشرئ کې دا سټډي سرکل د ٢٠١٦م کال د دسمبر په مياشت کې پيل شوئ۔ په تيرو دوو کالو کې يې پر١٣٠ موضوعاتو بحثونه او ليکل کړي دي، پائنده خان خروټئ وائي تر اوسه یې شپږ ليکوالان پيدا کړي چي په بيلا بيلو ژبو کې ليکل کوي.

ښاغلی خروټئ وايي "موږ په سائيکالوجي ، معيشت ،سياست اوپر نورو موضوعاتو بحث مباحثه او ليک کړئ دئ ، د ادب پر نظرياتو موږ باقاعده ريسرچ او بحث کړئ"

د سټډي سرکل يا علمي ناستې جديد تاريخ له ١٨٩٨ څخه شروع کيږي، څه وخت چي د روس د اولسي ګوند بنسټ کښيږدول شوئ و او وروسته بيا دا ګوند په بالشويک او مالشويک کې وويشل شو او په ١٩١٧ کښې يه روسي خلقي انقلاب راوست.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

XS
SM
MD
LG