لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ځانمرگي حملې یوه ورځ ورسته په کوټه د غم او ویرې فضا خوره وه


ជនជាតិ​អ៊ីរ៉ាក់​ចូល​រួម​ពិធី​បុណ្យសាសនា​ឥស្លាម​ក្នុង​ទីក្រុងបរិសុទ្ធ Karbala កាលពីថ្ងៃទី​០២ ខែកញ្ញា ឆ្នាំ២០២០។
ជនជាតិ​អ៊ីរ៉ាក់​ចូល​រួម​ពិធី​បុណ្យសាសនា​ឥស្លាម​ក្នុង​ទីក្រុងបរិសុទ្ធ Karbala កាលពីថ្ងៃទី​០២ ខែកញ្ញា ឆ្នាំ២០២០។

په کوټه کې د پوځ په ټرک د ځانمرگي حملې ورسته د اتوار، یکشنبې، په ورځ په ښار د غم او ویرې فضا خوره، زیاتره کاروبارونه تړل شوي وو، په لارو کوڅو کې لارۍ موټرې او د خلکو گڼه گوڼه کمه وه.

د پاکستان پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د کوټې د دورې په مهال وویل ریاستي ادارو ته پکار دي چې د ترهگرۍ خلاف جنگ کې خپل منځ کې رابطې زیاتې کړي.

یوه ورځ وړاندې د کوټې په پشین سټاب په پوځي ټرک په ځانمرگي بم حمله کې ١٥ کسان ووژل شو چې اته پکې عسکر وو. ٣٩ نور کسان زخمیان شوي دي.

د پوځي بیان ترمخه د کوټې د دورې په مهال جنرل باجوه د وژل شوو عسکرو په جنازو کې شرکت وکړو او هسپتال کې يي د زخمیانو تپوس وکړو.

جنرل باجوه وویل تر څو امن او ثبات نه وي ترلاسه شوی، ترهگرۍ د خاتمي پورې به جنگ جاري ساتي. هغه زیاته کړه ریاستي ادارې په دې جنگ کې باید په خپل منځو کې روابط او همکاري زیاته کړي.

په کوټه کې د ورستي صورتحال په اړه نور تفصیل د وي او ای ډیوه خبریال حمیدسمسور په رپورټ کې اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:35 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG