د اسلام مخالفت کونکي يو ټولګي د ډنمارک په سرښار کوپن هيګن کې د مصر او ترکي د سفارت خانو مخ ته دمسلمانانو مقدس کتاب قران سوځولی.
په ډنمارک او سويډن کې دغسې احتجاجي جلوسونه هم شوي چې مسلمانان يې قهرولي دي.
د ډنمارک او سويډن حکومتونو د قران د سوزول کېدو پېښه غندلي خو د رای د اظهار په اړه د قوانینو د مخه دواړه حکومتونه نه شي کولی چې څوک د دغه ډول ګام نه منع کړي.
تېره اونۍ احتجاج کونکو د عراق په سرښار بغداد کې د سويډن سفارت خانه سېزلې وه.
د نهې/سه شنبې په ورځ دغه ډلې چې ځان ته ډينش وفادار وايي د قران د سوځول کېدو وروستو په کوپن هيګن کې د عراق د سفارت مخ ته احتجاجي مظاهره کړې او دغه رنګ تېره مياشت دوه پېښې په سويډن کې شوي دي.
د ترکي وزارت خارجه تېره ورځ دا پېښې په کلکو ټکو غندلي او ويلي يې دي د ډنمارک د چارواکو داسې عمل ته د اجازت ورکولو معنا داده چې دوی د دې د سنګينو نتيجو نه بې پروا دي.
ترکي د ګل/دوشنبې په ورځ په ډنمارک غږ کړی و چې د اسلام سره روانې دا کرکجنې پېښې دې ودروي.
د بحرين د سرکاري ميډيا تر مخه هېواد يې سويډن ته په سټاک هوم کې د قران د سوځول کېدو د پېښې په ليکلې بڼه احتجاج کړی او د سويډن سفارتکاره يې د دې د پاره بللې وه چې خپل غبرګون ورته په رسمي توګه ورورسوي.
د عراق خارجه وزارت تېره ورځ د يورپي ملکونو نه غوښتنه کړې چې د قران د سوځولو په ترڅ کې د ازادۍ او د احتجاج حق ته بيا کتنه وکړي.
د مصر وزارت خارجه هم تېره ورځ د سويډن سفارتکار غوښتلی و چې د قران د سوځول کېدو غندنه ورته وکړي. ډنمارک د قران سېزل غندلي اودې ته يې راپارونکی او شرمناک عمل ويلی خو وايي حکومت دا اختيار نه لري چې د پرامن مظاهرو مخه ونيسي.
د ډنمارک وزير خارجه لارس لوکې راسموسين تېره ورځ ويلي د عراق د وزير خارجه فواد حسين سره يې په ټيليفون د دواړو هېوادونو پهتعلقاتو او د قران د سېزلو په پېښه مثبتې خبرې شوي.
هغه ويلي “د دې شرمناکو پېښو ډنمارک په بيا بيا غندنه کړې چې يو څو تنو کړي او په احتجاج کونکو يې غږ کړی چې په امن کې ووسي”.
د کوپن هيګن پوهنتون پروفيسر ټراين بام بچ وايي “خلک د اظهار د ازادۍ او د احتجاج د حق په اړه د ډينش قانون نه ګټه اخلي. داازادي تشه د خلې د اظهار ازادي نه بلکې خلک کولی شي په ډېرو طريقو خپل اظهار وکړي چې په هغې کې د څيزونو سوځول هم راځي”.
یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې د رپورټ نه اخیستل شوي دي