لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قرېشي: که طالبان غواړي چې ومنل شي نو د نړیوالې ټولنې تشویش ته دې غوږ ونیسي


په ورستیو ورځو کې مېرمنو د خپلو حقونو د دفاع دپاره په کابل کې یو شمېر مظاهرې کړي دي. د طالبانو په کابینه کې مېرمن نمایندګي نه لري
په ورستیو ورځو کې مېرمنو د خپلو حقونو د دفاع دپاره په کابل کې یو شمېر مظاهرې کړي دي. د طالبانو په کابینه کې مېرمن نمایندګي نه لري

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي ویلي یو ملک هم په بېړه کې نه دی چې په افغانستان د طالبانو واکمني په رسمیت ومني او که چېرې طالبان غواړي چې منلي شي نو د نړیوالې ټولنې د حساسیتونو نه دې ځان خبر کړي.

ښاغلي قرېشي د ګل، دوشنبې، په ورځ په نیویارک کې د خبریالانو سره خبرو کې دا هم وویل چې په افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ د مخنیوي په خاطر دې په خارج کې د هېواد منجمد شوي په مېلینونو ډالرې ازادې کړی شي.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه د پاکستان خارجه وزیر طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د رابطو ساتلو حمایت وکړو خو و یې وېل چې په دې پړاو یو ملک هم په بېړه کې نه دی چې طالبان د افغانستان د رسمي حکمرانونو په څېر تسلیم کړي.

شاه محمود قرېشي وویل "که چېرې طالبان غواړي چې ومنل شي نو پکار ده چې دوی د نړیوال نظر ته حساسیت ولري."

نړیوالې ټولنې د طالبانو په موقتي کابینه تنقید کړی چې پکې مېرمنې نمایندګي نه لري.

د نهې، سه شنبې، په ورځ طالبانو په کابینه کې د نایب وزیرانو نومونه هم اعلان کړل خو په دغه فهرست کې هم مېرمنې نمایندګي نه لري.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره په خپل رپورټ‌ کې وايي د نایب وزیرانو فهرست دې خبرې ته اشاره کوي چې په نړیواله کچه تنقید هم د طالبانو دریځ نه دی بدل کړی او سره د دې چې د ټول شموله حکومت جوړولو او د مېرمنو د حقونو د ساتنې لوظونه یې کړي وو خو طالبان په خپله سخته دریځه لار روان دي.

ای پي وايي نړیوالې ټولنې خبرداری کړی چې د طالبانو د چلند جاج به د دوی د خبرو په ځای د دوی د ګامونه په بنیاد اخیستل کېږي او د طالبانو حکومت تسلیمول به د ښځو او د اقیلتونو د تحفظ سره مشروط وي.

د طالبانو په کابینه کې د نایب وزیرانو اعلان د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد په کابل کې د خبري کانفرنس په مهال وکړو.

ای پي وايي د یوې پوښتنې په ځواب کې ذبیح الله مجاهد د خپلې کابېنې دفاع وکړه او ویې وېل په کابینه کې به لکه د هزاره ټولنې په شان نور قومونه هم نمایندګي لري او مېرمنې به په کابینه کې وروسته شاملول کېږي.

شاه محمود قرېشي وویل د طالبانو مثبت رجحانات یې هم لیدلي چې د هغه په قول پکې د عامې معافۍ اعلان او په کابینه کې د اقلیتي قومونو غړو ته نمایندګي ورکول شامل دي خو ای اېف پي وايي فعالان او عیني شاهدین وايي د طالبانو د لوظونو نه ځمکني حقیقتونه بدل دي او طالبان په غیر اعلانیه ډول مېرمنې د تعلیم او د روزګار نه لېرې ساتي.

شاه محمود قرېشي چې د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ یا د عمومي شورا غوڼدې دپاره نیویارکې دی وویل په افغانستان کې د اقتصادي بحران د مخنیوي دپاره دې د افغانستان په اربونو منجمد ډالرې هېواد ته ورکړی شي. هغه وویل یو خوا خو نړیواله ټولنه افغانستان سره د مرستې دپاره د پېسو لوظونه ورکوي نو بلخوا افغانستان هغه پېسې نشي استعمالولی چې ملکیت یې د افغانستان دی. "ځما په خیال د اثاثو منجمد کول د صورتحال مرسته نه کوي." د ای اېف پي ترمخه د طالبانو واک ته د رسېدو نه پس امریکې د افغانستان نهه اشاریه پېنځه بېلین ډالر منجمد کړي دي او نورې مالیاتي ادارې هم د افغانستان نه ډډ کوي، نه غواړي چې دغه پېسې د طالبانو په لاس ورشي.

ای اېف پي وايي پاکستان د 1996-2001 پورې د طالبانو د حکومت لوی حامي و او د ډیر وخت راهسې پاکستان د امریکې د دې الزاماتو سره مخامخ دی چې د پاکستان استخباراتي ادارو په افغانستان کې د نېټو اېتلاف خلاف د طالبانو په جنګ کې د طالبانو ملاتړ کړی دی. پاکستان دا خبره ردوي، وايي په طالبانو اختیار نه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG