لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قرېشي: هېڅ سبب نشته چې اېف ای ټي اېف پاکستان په خړفهرست کې وساتي


د پاکستان نوم د کال ۲۰۱۸ راهسې د FATF په خړ لسټ کې شامل دې او سږ کل اسلام اباد کې څیړنیری ادارې تبادلب ویلې وو چې درې وارې د ایف ای ټي ایف په خړ لست کې د پاتې کیدو له سببه پاکستان د ۳۸ بیلینه ډالر اقتصادي زیان رسېدلی دی
د پاکستان نوم د کال ۲۰۱۸ راهسې د FATF په خړ لسټ کې شامل دې او سږ کل اسلام اباد کې څیړنیری ادارې تبادلب ویلې وو چې درې وارې د ایف ای ټي ایف په خړ لست کې د پاتې کیدو له سببه پاکستان د ۳۸ بیلینه ډالر اقتصادي زیان رسېدلی دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي پاکستان د ترهګرۍ د مالې مرستو د مخ نیوې او غیر قانونې پیسو د انتقال د مخنیوي نړیوالې ادارې (FATF) په اړه تکنیکي سپارښتونه پوره کړې، او په داسې حالت کې هیڅ سبب نشته چې پاکستان په خړ لسټ کې وساتلې شي-

د ریډیو پاکستان تر مخه شاه محمود قریشي یو بیان کې ویلي پاکستان ته اووه ویشت ټکې ورکړل شوي وو چې له هغې څخه د شپږویشت کار بشپړ شوی دی او د ۲۷م ټکې پر څه برخو هم کار سر ته رسول شوی دی.

ښاغلې قریشي ویلي پاکستان د پیسو د غیر قانونې لین دین او ترهګرو د مالي مرستو د مخنیوي لپاره سخت ګامونه پورته کړي دي.

هغه زیاته کړه چې هند غواړي دا فورم د سیاسي مقصد لپاره وکاروي خو د دې باید اجازه ورنکړل شي.

د پاکستان د بهرینیو چارو د وزیر دغه بیان په داسي حال کې مخې ته راغلې چې د ایف ای ټي ایف غونډه د دې میاشت د ۲۱مې نيټې راهسې په پیرس کې روانه ده او د جون په ۲۵مه نېټه د پاکستان نوم د خړ لسټ څخه د ویستلو یا د نه ویستلو پریکړه کولی شي-

اسلام اباد نه د وي او ای ډیوه خبریالا رابعه پیر په خپل رپورټ کې وايي شاه محمود قرېشي وړاندې هم څو ځله دا خبره کړې چې پاکستان د ایف ای ټي ایف په سپارښتو په مکمله توګه عمل کړی دی-

د جون په ۵ مه نیټه په ملتان کې یوې دستورې ته وینا کې شاه محمود قریشې وویل چې پاکستانې ادارو او حکومت د منې لانډرنګ او ترهګرۍ د مالې مرستو په ضد چې کومه منصوبه بندې کړې پر هغه کامیابې روانه ده او هیله لرې چې که چېرې انصاف وکړی شي نو د پاکستان نوم په خړ نوملړ کې د ساتلو څه سبب نه جوړیږي-

په دې اړه د ډیوه سره خبرو کې ډاکټر سلمان شاه وايي د هغه په فکر د پاکستان په اقتصادې نظام کې ډیر اصلاحات شوي او نړیوال سټرینډرډز عملي شوي او د پاکستان بینکنګ نظام کې د پیسو غیرقانونونې لین دین ناممکنه جوړ کړی شوی دی-

نوموړی وايي هیله لرې او پکار ده چې د پاکستان نوم د خړ لسټ څخه سپین لسټ نه واړول شي- هغه زیاته کړه زیاتوې که چېرې د نړیوال سیاسې فشار له سببه د پاکستان نوم د خړ فهرست نه و نه وېستل شو نو دا به د ایف ایې ټي د پاره خپله هم زیان من وي-

د اقتصاد پوهه او فدا حسین هم ډیوه ته وايي د هغه په خیال او په ښکاره هم ښکاري چې تندروه تنظیمونه د مخکۍ په شان فعاله نه دي چې د پاکستان په سترګه ورته د پرمختګ په توګه کتنه کېدلی شي. هغه زیاتوي چې خبره دا ده چې په دغو تنظیمونو لګول شوي بندیزونه به مستقل وي او که به یو وخت بیرته لېرې کړی شي؟ دا هغه اندیشنې دې چې اوس هم شتون لري-

د جون د میاشتې په دویمه نېټه خپور شوې د ميوچل ايوالوېشن په اړه د ایف ای ټي ایف سیمه ایزې ډلې ایشیا پېسېفېک ګروپ په رپورټ کې ويل شوي چې پاکستان په پينځوؤ معاملاتو کې غوره والی ښودلی، په پينځلسو نورو معاملاتو کې یې هم دغېر معمولى غوره والي څرګندونه کړې او په يوه معامله کې یې د ایف ای ټي ایف په لارښوونه جزوي عمل کړی-

ایشيا پېسېفېک ډلې دا هم ویلي چې پاکستان د مني لانډرنګ او د ترهګرو د مالي مرستو په اړوند ګامونه باندې په چټکتیا عمل درامد کې بهترۍ لپاره باید د ډلې په ورکړل شویؤ سپارښتنو عمل وکړي -

د پاکستان نوم د کال ۲۰۱۸ راهسې د ترهګرۍ د مالې مرستو د مخنیوې او د غیر قانونې پیسو د لیږلو د څار نړیوالې ادارې FATF په خړ لسټ کې شامل دې او سږ کل اسلام اباد کې څیړنیری ادارې تبادلب ویلې وو چې درې وارې د ایف ای ټي ایف په خړ لست کې د پاتې کیدو له سببه پاکستان د ۳۸ بیلینه ډالر اقتصادې زیان رسیدلی دی -

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG