لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څیړونکي ګنړي د راحیل شریف د کابل سفر مهم پرمختګ دی


پداسې حال چې د پاکستان د پوځ سر لښکر جنرال راحیل شریف سبا له د کابل په سفر ځي. د پاکستان او افغانستان په اړیکو نظر لرونکي څیړنکاران ګڼي دغه سفر به د دواړه هیوادونو تر منځه تاو تریخوالی کم کړي.

په تیرو څو میاشتو کې د پاکستان او افغانستان تر منځه اړیکو کې تاو تریخوالی راغلی وو او پدغه لړ کې بیا د پاکستان پښتون ملت پاله ګوندونو مشرانو د کابل سفر هم کړی وو. د دغه سفر وروستو بیا افغان اولس مشر ډاکټر اشرف غني داسیا زړه غونډه کې ګډون لپاره اسلام اباد ته هم تللی وو.

د عوامي نېشنل پارټي یو مشر افراسیاب خټک د جنرال راحیل شریف د کابل د سفر په اړه واېي دغه سفر د لوی پرمختګ دی او اوس پاکستان له پکار ده چې په عملي توګه هم داسې ګامونه پورته کړي چې د کابل ګېلې ختمې کړي.

د تیری جولاېي په میاشت کې د افغان چارواکو او طالبانو تر مېنځه په مري کې د خبرو اترو پروسه پېل شوی وه خو د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مرګ د خبر وروستو دغه پروسه بیا د ځنډ ښکار شوه. د نړیوالو اړیکو یو کار پوهه ډاکټر سهیل احمد ډیوه ریډیو ته واېي په افغانستان کې امن او ثبات او قلارۍ کې د پاکستان رول نه یواځې مهم دی دغه د پاکستان په خپلو ګټوکې هم ده.

د جنرال راحیل شریف د کابل سفر اود دواړه هیوادونو د اړیکو په اړه دغه څیړنیز رپورت تاسو په لاندیني لنک اوریدې شۍ. دغه رپورټ د ډیوه خبریال احسان محمد خان تیار کړی.

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:17 0:00
Direct link

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG