لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وایرس د مسلمانانو دپاره د سږکال د روژې روایات بدل کړي


علي ملا چې د خانه کعبي موذن دی د فرانس خبري ادارې ته ویلي په دې خبره یې زړه درددیږي چې سږ کال به په روژه کې په خانه کعبه کې هر وخت د خلکو ګڼه ګوڼه نه وي
علي ملا چې د خانه کعبي موذن دی د فرانس خبري ادارې ته ویلي په دې خبره یې زړه درددیږي چې سږ کال به په روژه کې په خانه کعبه کې هر وخت د خلکو ګڼه ګوڼه نه وي

د دنیا په بېلا بېلو برخو کې مېشته د مېلینونو په شمېر کې مسلمانانو دپاره به دا روژه د کرونا وایرس له امله د نورو روژو نه بدله وي.

د اسلامي هېوادونه په شمول د نړۍ په زیاتره ملکونو کې کرونا وایرس د مخنیوي دپاره د خلکو په ګڼه شمېره کې په یوځای کېدو بندیزونه لګول شوي او حرکت د لاک ډاون د لاندې دی یعنې حکومتونو ویلي خلک دې په کورونو کې کښېني او د معمول په ډول دې حرکت نه کوي.

په زیاترو ملکونو کې سکولونه او کاروبارونه په لویه کچه بند دي او د ژوند څرخ یا پایه قریباً ودرېدلي ده. په سفرونو داسې ډول بندیزونه د دي نه وړاندې په دنیا کې نه دي لیدلي.

په داسې مهال به د دنیا قریباً دوه ارب مسلمانانو دپاره د روژې دا میاشت ډیره بدله وي او تر ډیره حده به پکې د تېرو سوونو کلونو د رمضان روایات وه نه لیدل شي.

په کورونو او جوماتونو کې د روژه ماتي دپاره د خلکو لوې غونډې او د تراوو په موقع په جوماتونو کې رونقونه به تر ډیره حده کم وي.

په روژه کې خانه کعبه د دنیا د ګوټ ګوټ نه ورغلو مسلمانانو نه هر وخت ډکه لیدل کیږي خو اوس یې لکه په مدینه کې د مسجد نبوي په ډول دروازې تړل شوي دي.

د سعودي عرب مفتي اعظم شېخ عبدالعزیز بن عبدالله الشیخ په خلکو عږ کړی چې د ترواو په شمول دې نور لمونځونه په کور کوي.

علي ملا چې د خانه کعبي موذن دی د فرانس خبري ادارې ته ویلي په دې خبره یې زړه درددیږي چې سږ کال به په روژه کې په خانه کعبه کې هر وخت د خلکو ګڼه ګوڼه نه وي.

د سني سعودي عرب په ډول په شیعه ایران کې به هم په روژه کې په مذهبي غونډو پابندي وي.

د ایران روحاني مشر علي خامنايي دا میاشت د ټیلې وژن دلارې په خلکو غږ وکړو چې لمونځونه دې کور کوي. هغه وویل سږ کال به خلک په روژه کې د اجتماعي عبادت نه محرومه پاتې شي.

که څه هم علي خامنايي د روژې په موضوع خبرې کولې خو په امریکا یې په غیر مستقیم ډول د تنقید موقع دلاسه ورنکړه او ویې وېل د کرونا وایرس دوی توجه باید د دښمنانو او د "مغرور طاقت" د سازشونو نه لېرې نکړي.

او د ایران نه په زرګونو کلومیټره لېرې د مسلمانانو تر ټولې زیاتې ابادۍ ملک انډونېشیا کې حکومت د پېشمني او روژه ماتي دپاره د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په خاطر خلکو ته هدایات جاري کړي چې پېشمنی او روژه ماتی دې یوازې د کورنۍ د نژدې غړو سره کوي.

په انډونیشېا کې د روژې په مهال په سفر هم بندیز لګول شوی دی چې له امله به یې په لکونو خلک خپلو کورنیو سره د یوځای کېدو موقع ترلاسه نکړی شي.

په مصر کې د اسلامي نړۍ تر ټولو زړه یونیورسټي جامعه الازهر په ملک کې د نورو جوماتونو ترڅنک وتړل شوه.

په اسلامي ملکونو کې حکومتونه د مذهبي مشرانو سره په همکارۍ کوښښونه کوي چې ولس د روژې په مهال د لاک ډاون احترام وکړي.

د نایجیریا سپریم کاونسل فار اسلامک افیرز یا د اسلامي چارو د شورا مشر محمد سعد ابوبکر وویل په اسلامي نړۍ کې عالمان په دې خبره متفق دي چې پېغمبر اسلام په مسلمانانو غږ کړی و چې د وبايي ناروغو مخه دې ونیسي.

په نایجیریا کې هم لاک ډاون پرځای او د لمونځونو ترڅنګ د خلکو په ګڼه ګوڼه پابندي ده.

د مرکزي اېشیا به ازربایجان کې په سلګونو خلک د کورونه په وتلو جرمانه شوي دي.

خو په پاکستان کې ملایانو ویلي د حکومت د غوښتنو پرته به په روژه کې په جوماتونو کې لمونځونه کوي.

پاکستاني ډاکټرانو د حکومت او هم د عالمانونه غوښتنه کړې چې په روژه کې دې د اجتماعي عبادتونو نه ډډه وکړی شي.

خو وزیراعظم عمران خان ویلي حکومت په زور څوک جومات ته د تګ نه نشي منع کولی. عمران خان وویل غواړي چې خلک په کور لمونځونه وکړي او که بیا هم څوک جومات ته تګ غواړي نو د حکومت په هدایاتو دې عمل کوي.

په افغانستان کې هم حکومت ولس نه غوښتلي چې په روژه کې د ګڼې ګوڼې نه ډډه وکړي.

خو په دې روژه کې به هغه مستحقین په زیات منفي ډول متاثر شي چې نور خلک ورسره لاس امداد کوي.

اسلام الشبېني د مصر سرښار قاهره کې د یو جومات امام دی وايي هر کال په جومات کې روژه ماتي بندوبست کوي او خلکو سره د خوراکي شیانو امداد کوي خو سږ کال به داسې ونکړی شي.

په اسلام اباد کې رانا اوسامه وايي په روژو کې د خوراک میز تیاروي خو سږ کال کرونا وایرس له امله به د میز لګولو پرځای به د ضرورتمندو کورونو ته خوراکي شیان رسوي. هغه وویل تر اوسه پورې یې خلکو ته د روژې د سودا ۲۰۰۰ کڅوړې رسولې دي.

یو شمېر ملکونو د اختر په لمونځ او د خوشحالۍ په نورو اجتماعي دستورو د اوس نه بندیزونه لګولي دي.

د انډونیشیا حکومت ویلي چې خلک دې د سوشل میډیا دلارې یوبل سره د اختر خوشحالۍ شریکې کړي.

یادونه: دا رپورټ د وایس اف امریکا د انګریزۍ څانګې تیار

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG