د پاکستان پلازمينې اسلام اباد سره جوخت ښار راولپنډۍ کې د جمعې په شپه يوه امام باړه باندې ځانمرگي بريد کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي ، او ۱۷ نور ژوبل شوي دي .
د راولپنډۍ د پوليس مشر عمرحيات لاليکا وئيلي ، ځانمرگی بريد کوؤنکی په موټرسائيکل راغلی او د امام باړې په دروازه کې يي ځان الوزولی دی .
پوليس افسر پېښه کې د اووه کسانو د وژنې پخلی کړی دی .
د ځايي ميډيا د راپورونو ترمخه د پېنډۍ ښار په چټيا هټيا علاقه کې امام باړه باندې بريد په داسې مهال شوی چې هلته د ميلاد محفل روان ؤ ، او په گڼ شمېر کې خلک په امام باړه کې موجود وو .
پېښه کې ژوبل کسان د پېنډۍ ضلعې روغتون او بېنظير روغتون ته وړل شوي ، او روغتونونو کې بيړني حالت پرځايي کړی شوي دي .
راپورونه وايي د امام باړې په حفاظت دوه پوليس په ډيوټۍ مامور ؤ ، او د چاؤدنې په نتيجه کې پوليس هم ژوبل شوي دي .
پوليس د پېښې ابتدايي رپورټ تيار کړی او وئيلي دي ، حمله کوؤنکی ۲۰ منټه دپاسه نهه بجې په موټر سائيکل امام باړې ته ځان رارسولی دی ، هغه د بارودو ډک جېکټ اغوستی او په موټرسائيکل کې يې هم چاؤدېدونکي مواد ځايې په ځايي کړي وو .
د قانون نافذؤنکو ادارو غړو د پېښې د ځايي نه شواهد رايوځايي کړي او پلټنې يي پېل کړي دي ، او د کورنو چارو مرکزي وزير چودهري نثارعلي خان د پېښې رپورټ طلب کړی دی .
شيعه علما کونسل پېنډۍ کې په امام باړه د شوي بريد په ضد د درېو ورځو د ماتم اعلان کړی دی .