لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پينډۍ: فرقه ايزه نښتو کې د ٨ؤ کسانو له وژل کيدو وروستو کرفيو

راولپنډۍ د پايه تحت اسلام اباد سره پيوست ښار دی پکې د پاکستان د پوځ مرکزي دفتر جي اېچ کيو هم واقع دی .
راولپنډۍ د پايه تحت اسلام اباد سره پيوست ښار دی پکې د پاکستان د پوځ مرکزي دفتر جي اېچ کيو هم واقع دی .

د پاکستان پايه تحت اسلام اباد سره جوخت راولپنډۍ ښار کې د عاشورې په مهال فرقه ايزه ښتو کې اته کسان مړه او تر ۴۴ؤ پورې نور ژوبل شوي دي . دغه نښته تېره ورځ د شيعه مسلمانانو د مرکزي جلوس تېرېدو په مهال رامنځته شوې ده


د پاکستان پايه تحت اسلام اباد سره پيوست راولپنډۍ ښار کې د عاشورې په مهال فرقه ايزه نښتو کې اته کسان مړه او تر ۴۴ پورې نور ژوبل شوي دي .
دغه نښته تېره ورځ د شيعه مسلمانانو د مرکزي جلوس تېرېدو په مهال رامنځته شوې ده .
د پنجاب صوبايې حکومت د بدامنۍ زياتېدو د ويرې په راولپنډۍ کې کرفيو لگولې ده .

د پاکستان پايه تحت اسلام اباد سره لگېدلي جوخت ښار راولپنډۍ کې دجمعې په ماسخوتن د عاشورې په مهال هغه وخت د دوؤ مذهبي ډلو ترمنځ نښته شوې وه چې کله د عاشورې د ورځې مرکزي جلوس د راجه بازار سره تېريدو.
د پوليسو په وينا د جلوس ترڅنگ د سنې مسلمانانو د جومات سره نامعلومه وسله والو ډزې کړي او سيمټي خنډان ورول شوي دي . او بيا په علاقه کې اړی گړی جوړ شوی دی .

د راولپنډۍ ضلعې د مرکزي روغتون ډاکټر قاسم خان خبري ادارې اې اېف پي ته وئيلي د نښتې په نتيجه کې اته مړي او ۴۴ ژوبل کسان روغتون ته راوړل شوي اؤ په دغو ژوبلو کې ۱۳ کسان په ډزو لگېدلي دي .
د راپورونو ترمخه د ډزو د پېښې سره سم نامعلومه خلکو راجه بازار کې د کپړې يو مارکيټ ته اور اچولی او نزدې نور دوکانونه يې هم سوځولي دي ، چې له امله يې د کروړونو روپو مال تباه شوی دی .
ددغه اړي گړي څخه وروستو علاقه کې د امنيت د ټينگښت دپاره د پوليس او رېنجرو ترڅنگ پوځ هم ځائې په ځائې کړل شوی دی .
د پنجاب صوبې د حکومت د وياند ترمخه په راولپنډۍ کې د حالاتو قابو کولو دپاره کرفيو لگول شوې ده .
د پاکستان د سرکارې ريډيو ترمخه دغه کرفيو به د ۱۹ تاڼو په علاقوکې د خالي د ورځې تر نيمې شپې پورې وي .
دغه کرفيو د پوځي چاوڼۍ سيمه کې هم اعلان شوې ده.
د چارواکو په وينا راولپنډۍ کې به د اتوار د ورځې پورې موبائل سروس هم بند وي .

د پنجاب صوبې وزير اعلي شهباز شريف د پېښې نوټس اخيستی اؤ د راولپنډۍ د کمشنر او ارپي او نه يې رپورټ غوښتی دی .
نوموړي د بدامنۍ جوړؤنکو پرضد د عملياتو امر هم کړی دی .

راولپنډۍ د پايه تحت اسلام اباد سره پيوست ښار دی او دغلته د پاکستان د پوځ مرکزي دفتر جي اېچ کيو هم واقع دی .
XS
SM
MD
LG