لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پر ایران د اسرایل برید: د هېوادونو اندېښنې او له دواړو د زغم غوښتنه


پر ایران د اسرایل ممکنه بریدونو ته غبرګونونه را راوان دي چې پکې په منځني ختیځ کې د شخړې د زیاتېدو اندېښنې ښکاره شوې دي او اکثرو هېوادونو له دواړو غوښتي چې له زغمه کار واخلي.

امریکایي رسنیو د اسرایل او امریکې د چارواکو له خولې خبر ورکړی وو چې اسرایل د جمعې په سهار وختي په ایران کې میزایل حملې کړې دي خو ایران دا خبرونه ردوي او وایي بهرنۍ حمله ورباندې نه ده شوې یواځې په اصفهان کې یې درې ډرون ویشتلي دي.

د یورپي کمیشن مشرې اورسلا وون ډیرلېن ویلي "دا بالکل ضروري ده چې سیمه ارامه پاته شي او ټول اړخونه له نورو ګامونو اخیستلو ډډه وکړي". مېرمن وون ډیرلېن فینلېنډ ته د سفر په وخت خبریالانو ته ویلي:

"موږ باید له هرې ممکنه لارې هڅه وکړو چې ټول اړخونه په سیمه کې د شخړې له لا زیاتېدو ډډه وکړي".

د فرانس د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ژان نویل باروت ویلي، "زه دومره ویلای شم چې د فرانس دریځ دا دی چې پر ټولو اړخونو ږغ وکړم چې تاوتریخوالی کم کړي او له زغمه کار واخلي".

د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد او بشري حقونو د څانګې ځانګړي رپورټر بین ساول هم د ایران او اسرایل تر منځ شخړې اندېښمن کړی او د جمعې په ورځ یې پر خپل ایکس لیکلي:

"پر ایران د اسرایل برید د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د پوځي زور د کارولو د مخنیوي یوه بله سرغړونه ده او انساني ژوند حق له خطر سره مخ کوي".

د برتانیې وزیراعظم رشي سوناک وایي، "د شخړې زیاتېدل د هیچا په ګټه نه ده، هغه څه چې موږ یې غواړو دا دي چې په ټوله سیمه کې ارامي واکمنه وي".

د جاپان د کابینې مشر سیکرټري یوشیماسا هایاشي وایي "جاپان د منځني ختیځ په حالاتو ژوره اندېښنه لري او داسې ټول اقدامات غندي چې له کبله یې حالت نور خرابیږي". ښاغلی یاهاشي وایی:

"جاپان به د حالت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره ټولو ضروري سفارتي هڅو ته دوام ورکړي."

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان وایي چین پر ایران د اسرایل له برید وروسته په منځني ختیځ کې د کړکېچ زیاتېدو د هر ډول اقدام مخالفت کوي. ښاغلي جیان په یو بیان کې ویلي:

"چین به د تاوتریخوالي د کمولو لپاره خپل رغوونکی رول ولوبوي".

مصر وایي د اسرایل او ایران تر منځ د دښمنۍ پر زیاتېدو اندېښمن دی. د مصر د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې په سیمه کې د شخړې او ناارامۍ زیاتېد به ناوړه نتیجې ولري.

عمان چې له اوږدې مودې یې د تهران او لوېدیځ تر منځ منځګړتوب کړی، د ایران په اصفهان کې یې د اسرایل نننۍ او په سیمه کې د دې هېواد پرله پسې حملې غندلې دي. د عمان د بهرنیو چارو وزارت پر خپل ایکس په یو لنډ بیان کې ویلي:

"د عمان سلطنت یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غواړي چې د خبرو، سفارتکارۍ او سیاسي حل په وسیله د کړکېچ او شخړې سببونه په ګوته کړي او په غزه کې د ډزبندۍ هڅو ته پام وکړي".

د ایټلي د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني د "شخړې د بشپړ کمولو" غوښتنه کړې او وایي د G7 هېوادونو له همکارانو سره به په کېپري جزیره کې په خبرو اترو کې په دې اړه بحث وکړي.

ښاغلي تاجاني رای نیوز ته ویلي، "موږ له ټولو غواړو چې محتاط و اوسي". هغه وویل، G7 هېوادونه چې برتانیا، امریکا، فرانس، جرمني، جاپان او کېنېډا پکې شامل دي، په منځني ختیځ کې "په مکمله توګه د شخړې کمېدل" غواړي.

کېنېاډا هم د اسرایل او ایران په روانه شخړه باندې خبرې کړې دي وایي G7 هېوادونه به یې په خپله غونډه کې دا موضوع په ګوته کړي. د کېنېډا د بهرنیو چارو وزیره میلانيا جولي پر خپل ایکس لیکلي:

"په ایران کې د چاودنو په اړه ماته د کېنېډا د نړیوالو چارو چارواکو معلومات راکړل. موږ حالات له نیژدې څارو، نن سهار به په ایټلي کې د G7 په غونډه کې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره پرې خبرې وکړو".

امریکې، پاکستان، د طالبانو حکومت او ډېرو یورپي هېوادونو لا تر اوسه پر ایران د اسرایل د ممکنه برید په اړه څه نه دي ویلي، خو امریکا سره له دې چې د ایران خلاف د اسرایل ملاتړ کوي، په تېرو ورځو کې یې په منځني ختیځ کې یې د شخړې پر مخنیوي ټینګار کړی دی.

یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG