لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر بیان ته عوامي نېشنل ګوند او په سوشل میډیا سخت غبرګون ښودل شوی


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر لخوا د تحریک انصاف حکومت مخالفه سیاسي ګوند مسلم لیګ ن ډلې پرضد د خالي/ شنبې په ورځ بیان ته په پاکستان کې د سیاسي مشرانو تر څنګ په سوشل میډیا سخت غبرګون ښودل شوی او د پاکستان حکومت نه د دغې بیان د سپیانوي غوښتنه شوې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دغه بیان ته په ځواب کې د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان په یو ټوېټ کې غوښتنه کړې، ریاست دې د کورنو چارو د وزیر د بیان سپیناوی وکړي.

اسفندیار ولي خان پوښتنه کړې چې کله د ترهګرۍ پرضد جګړه روانه وه او د ګوند د ځیني مشرانو په شمول په سلګونو پلویان د ترهګرو لخوا وژل کیدل هغه وخت ښاغلی چرته وو.؟ اسفندیار ولي خان دا تپوس هم کړی چې عوامي نېشنل ګوند د ترهګرۍ پرضد جنګ د ریاست د خونديتوب لپاره کوو که د ریاست پرضد؟

د خالي په ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه په پنجاب کې یوې دستورې ته د وینا په وخت د حکومت مخالفه مسلم لیګ ن ګوند په بیانیه د نیوکو په وخت ویلي وو، کوم څوک چې د مسلم لیګ ن ګوند د بیانیې ملګرتیا کوي هغوي د ترهګرو لخوا د بریدونو د خطر لاندې دي.

نوموړي وړاندې ویلي وو، د عوامي‌ نېشنل ګوند د مشرانو پرضد مرګوني بریدونه د ترهګرۍ پرضد بیانونو په ځواب کې طالبانو کړي وو. اعجاز شاه په دغه بیان کې په ځانګړي توګه د بلور کورنۍ او د میا افتخار حسین د وژل شوي ځوي یادونه هم کړې وه.

د عوامي نېشنل ګوند یو بل مشر میا افتخار حسین هم د اعجاز شاه ده بیان په اړه یو ټوېټ کې لیکلي: ٫٫ ریاست دې په ډاګه کړی چې اعجاز شاه ریشتیا وايي که دروغ؟ چې کله ای اېن پي د طالبانو مخالفت کوو نو هغوي (طالبانو) د بلور کورنۍ او زما ځوی په حدف کړو.٬٬ میا افتخار حسین په دغه ټوېټ د خپل خفګان څرګندونه هم کړې.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر محسن دواړ د اعجاز شاه د بیان په اړه وي او ای ډیوه ته ویلي، ٫٫ د نوموړي بیان د پي ټي اېم د بیانیې پخلی کوي او دا خبره هم مني چې د پاکستان د ریاست او اسټبلشمنټ د پاکستان دننه په ترهګرۍ او د پښتنو په وژنه کې لاس وو.

محسن داوړ ویلي: ٫٫ دوي به وړاندې په مونږ تورونه لګول خو اوس یې په دې بیانونو پخپله مني. پکار ده چې د ریشتیاوو معلومولو کمېشن جوړ شي او کوم خلک چې په دغه پښتون وژنه کې ککړوو،‌ او اوس یې اعتراف هم کوي باېد ریاست ددې پلټنې وکړي.٬٬

محسن داوړ زیاته کړې که چرې ریاست په دې بیان څه ګام نه اخلي نو دا به په ډاګه شي چې هم دغه ریاستي پالیسي ده.

د عوامي نېشنل ګوند مرکزی ویاند زاهد خان هم د اعجاز شاه د بیان غندنه کړې او وي او ای سره د خبرو په وخت یې ویلي: ٫٫ ښکاري داسې چې اعجاز شاه د طالبانو ویاند دی. او دی چې څنګه خبرې کوي داسې ښکاری دې د طالبانو د هر څه نه خبر وو.٬٬ زاهد خان ویلي چې اعجاز شاه اوس حکومت مخالفه مسلم لیګ ن ګوند ته هم د ترهګرو دهړکې ورکوي.

د پاکستان یوې پېژندلې خبریالې اسما شیرازي هم د اعجاز شاه دغه بیان په خپل ټوېټر خپور کړی او پوښتنه یې کړې چې د دې بیان څه مطلب دی؟

اسما شیرازي د اعجاز شاه خبره لیکلې چې د بلور کورنې وژنه د طالبانو غبرګون وو، د ن لیګ بیانیه هم هغه شان ده. د دې بیان نه څه مطلب واخستل شي.

اعجاز شاه څوک دی؟‌

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر بریګېډیر اعجاز شاه د پروېز مشرف نیژدې ملګری وو، چې د پاکستان له پوځي او ملکي استخباراتي ادارو سره په لوړو څوکیو پاتې شوی دی.

د پاکستان پخوانۍ وزیراعظمې بې نظیر بوټو پر اعجازشاه، پروېز مشرف او چوهدري پروېز الهي تور لګولی وو چې که دا ووژل شوه نو دغه کسان به یې په وژنه کې لاس لري.

د مېډیا رپوټونه وایي چې د امریکایي ورځپاڼې وال سټریټ جنرل خبریال ډینیل پرل په وژنه ګرم تن عمر سعید شیخ بریګېډیر اعجاز شاه ته تسلیم شوی وو. د پیپلز ګوند یوه غړې پلوشه خان پاکستاني مېدیا ته ویلي، اعجاز شاه د القاعده او طالبانو سره اړیکي لري.

په پاکستان کې د انګرېزي ناولونو مشهور لیکوال او خبریال محمد حنیف د عمران خان په کابینه کې د اعجاز شاه د شاملیدو وروسته په یو ټوېټ کې لیکلي وو عمران خان [د کرکټ په اصطلاح] ویلي چې د بېټنګ وار یا نوبت یې بدل کړ او نوي لوبغاړي یې راوستي.

محمد حنیف پر ټویټر لیکلي وو: "حفیظ شیخ، بریګېډیر اعجاز شاه او فردوس عاشق اعوان نوي لوبغاړي دي؟ ښکاري زه ډېر بوډا شوم".

XS
SM
MD
LG