لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یو این ایچ سي آر: په نړۍ کې د جبري بې ځایه شویو شمېر ریکارډ کچې 120 میلینه ته رسېدلی


د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره یو این ایچ سي آر وایي د هغو خلکو شمېر په ریکارډ کچه 117.3 میلینه ته رسېدلی چې تېر کال په جبري توګه له خپلو هېوادونو کډه کېدو ته مجبور شوي دي.

د یو این ایچ سي آر مشر فلیپو ګرانډي پرون یوې خبري غونډې ته وویل، چې دغه خلک د جګړو په ګډون د بېلابېلو سببونو له کبله بې ځایه شوي دي او وایي په هېوادونو کې د شخړو د ختمېدو لپاره کوم لوی سیاسي بدلونونه نه لیدل کیږي ځکه نو کېدای شي د کډوالو شمېر نور هم زیات شي:

"دا مهاجرین، پناه غوښتونکي، کورني بې ځایه شوي، له جګړو، ځورونو او د تشدد د مختلفو زیاتېدونکو پېچلو ډولونو له کبله جبري کډه شوي خلک دي. جګړه د خلکو د بې کوره کېدو تر ټولو- تر ټولو لوی سبب دی".

یو این ایچ سي آر د جبري بې ځایه کېدو د نړیوال رجحان په اړه په خپل رپوټ کې ویلي چې په تېرو 12 کلونو کې د جبري بې ځایه شویو خلکو شمېر هر کال زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د اداره اټکل کوي چې د روان 2024م کال په لومړیو څلورو میاشتو کې هم د خلکو د جبري بې ځایه کېدو لړۍ روانه وه او وایي کېدای شي د تر اپرېل تر اخره یې شمېر 120 میلینه ته رسېدلی وي.

فلیپو ګرانډي د مې پر 30مه ویلي وو چې په نړۍ کې د هغو خلکو شمېر 114 میلینه ته رسېدلی چې پخپلو هېوادونو کې د جګړو، تشدد او ځورونو له کبله تېښتې ته مجبور شوي دي او په دوو اوونیو کې دا شمېر دومره زیات شوی دی.

ګراندي وایي اته کاله مخکې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر شو، له هغه راهیسې په نړۍ کې د کډوالو شمېر دوه چنده زیات شوی چې وایي دا "په نړۍ ناوړه حالات" په ګوته کوي.

افغانستان هم د نړۍ په هغو هېوادونو کې دی چې په لکونو خلک یې په ایران او پاکستان کې د کډوالۍ ژوند تېروي او یوې خواته د طالبانو په واکمنۍ کې په لکونو نور خلک دغو هېوادونو ته ورغلي او له بلې خوا پاکستان د تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې د داسې افغان کډوالو د شړلو لړۍ پیل کړې چې وایي د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

فلیپو ګرانډي وایي په ځینو هېوادونو کې د نویو جګړو خطر ته په اشارې سره وویل، "تر هغه چې په نړیوال جغرافیایي سیاسي برخه کې بدلون نه وي راغلی، له بده مرغه، زه په حقیقت کې دا [د بې ځایه کېدو] شمېر په زیاتېدو وینم".

په دغو شخړو کې چې د خلکو د بې ځایه کېدو سبب شوې دي په سوډان کې روانه جګړه هم ده چې تر نورو شخړو ورته کم پام شوی او د یو این ایچ سي آر مشره دا یوه "له ناورین ډکه جګړه" وبلله.

د ګرانډي په وینا د سوډان د جګړې له کبله تر اوسه د دې هېواد نهه میلینه خلک کورني بې ځایه شوي او دوه میلینه نور د چاډ، مصر او جنوبي سوډان په ګډون څنګلورو هېوادونو ته کډه شوي دي.

په غزه کې د اسرایلي ځواکونو د تېرو اتو میاشتو پرله پسې بمبارۍ او مځکنیو عملیاتو له کبله 1.7 میلینه خلک- چې د دې سیمې د ابادۍ 80 فیصده کیږي- کورني بې ځایه شوي او ځینې خو یې بیا بیا کډوالۍ ته اړ شوي دي.

یو این ایچ سي آر د نړۍ ټول کډوال شتمنو هیوادونو ته نه ځي، وایي د کډوالو لویه برخه په ګاونډیو هیوادونو کې میشته دي، چې 75 فیصده یې په ټیټ او متوسط آمدن لرونکو هیوادونو کې دي.

په رپوټ کې د سوډان او کانګو د جګړو په څېر په افریقا کې بحرانونه، د منځني ختیځ جګړې او په برما کې ناکرارۍ په نړۍ کې د بې ځایه شویو کسانو د شمېر د زیاتوالي مهم سببونه بلل شوي دي.

یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له رویټرز او اې ایف پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG