لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان نه ستانه شویؤ کډوالو مرستو د نه ترلاسه کیدو پرضد بنو کې احتجاج کړی


دکډوالو احتجاج
دکډوالو احتجاج

افغانستان نه په دې وروستیو کې راستانه کړی شوي کډوالو بنو کې د مرستو ترلاسه کولو د پاره احتجاجي مظاهره کړې او د نورو کډوالو په څیر یې خپلو سیمو ته د ستنولو غوښتنه کړې ده.

د افتونو په وخت د انتظام دولتي اداره وایي د دوی په مرستو کې لویې خنډ د نادرا نه تصدیق دی او چې کومې کورنیو تصدیق شوي هغوی ته مرستې ورکړل کیږي .

د افغانستان نه د کډوالو راستنولو وروستۍ پړاو تیر د دسمبر میاشت کې پیل شوی او پي ډي ایم اي وایي په دې مرحله کې اته زره کورنۍ راستنې شوي چې پکې د درېوؤ زرو نه د زیاتو کورنیو تصدیق شوی او د تصدیق دا عمل روان دی.

داحتجاج یو برخه وال عبدالعزیز وایي هغه په افغانستان کې د طب یا میډیکل زده کونکی ؤ چې شپږ میاشتې وړاندې سره د کورنۍ راستون شوی ،په غلام پوله یې نوم لیکنه شوې ده خو تر دې مهاله دوی سره هیځ مرستې نه دي شوي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل د ګرمۍ نه د بچ کېدو څه انتظام نه لري او بنو په بکا خېل سیمه کې په شاړه کې سره د نورو زرګونو کورنیو میشته شوی.

هغه وویل احتجاج یې دې پاره کړی چې دې کډوالو ته د حکومتي چارواکو ځانګړې پام لرنه وشي .

د کډوالو د پاره کارکوونکي د کډوالو د کمیټۍ مشر رحمت غلام وزیر وایي دا کورنۍ هیځ اسانتیاوې نه لري، ماشومان یې بې تعلیمه ګرځي، د صحت روغتیا او په دې کډوالۍ کې د خوراک څښاک نشتوالي سره مخ دي .

هغه زیاته کړه د شپږو میاشتو نه یې زیات وخت وشو تر اوسه د دوی د نوم لیکنې وروسته د تصدیق عمل پوره نه شو چې دوی ته مرستو ورکولو لړی روانه شي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه غوښتنه وکړه چې ددغو کډوالو دمشکلات په را ټیټولو سره باید بیرته د دوئ خپلو سیمو ته د ستنولو د پاره جدي ګامونه واخستل شي.

د افتونو په وخت د انتظام د ادارې پي ډي ایم ای ویاند احسان داوړ وایي په دې وروستي پړاو کې د افغانستان نه نزدې اته زره کورنۍ راغلي چې پکې د درېوؤ زرو نه د زیاتو تصدیق شوی او هغو کورنیو ته د نورو کډوالو په څیر هر میاشت 12زره روپۍ د خرڅ او اته زره روپۍ د خوراک ورکړل کیږي .

هغه وویل د دوی تصدیق د ناداره سره روان دی او په دې کې لویې خنډ دادی چې دوی په افغانستان کې پاتې شوي، شناختي کارډونه بې نه دي جوړ شوي او چې دا عمل څنګه پوره کیږي دې نورو پاتې کډوالو ته به مرستې شروع شي .

هغه زیاته کړه په غلام خان پوله هرې کورنۍ ته د سر سیوري د پاره خیمې او نور د ضرورت سامان ورکړل شوی دی.

دکډوالو ستنولو په اړه احسان داوړ وویل په دې کې نورې ادارې پوځ او انتظامیه شامل دي او هغو چې کله ووایي اداره تیاره ده چې دوی خپلو سیمو ته ستانه کړي.

هغه وویل چې تر څو دوی کډوال وي دا مرستې به ورکړل کیږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG