لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مذهب په سپکاوي د تورنو کسانو کورنۍ غواړي چې په خپلوانو يې د الزاماتو تحقیقات په لوړه کچه وشي


د بشري حقونو ډلې تور پورې کوي چې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په ضد قانون اکثر خلک د خپلو شخصي ګټو او یا په دښمنۍ کې کاروي. د بشري حقونو فعالان د پاکستان د حکومت څخه دغه قانون ته د بيا کتنې غوښتنه کوي
د بشري حقونو ډلې تور پورې کوي چې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په ضد قانون اکثر خلک د خپلو شخصي ګټو او یا په دښمنۍ کې کاروي. د بشري حقونو فعالان د پاکستان د حکومت څخه دغه قانون ته د بيا کتنې غوښتنه کوي

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوى په مقدمو کې د نيول شویو کسانو کورنیو د اسلام اباد د مطبوعاتو په کلب کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبري غونډه کې د حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د نيول شوو کسانو د قضيو د پلټنو لپاره دې د کمېشن اف انکوايري اېکټ لاندې يو تحقيقاتي کمېشن جوړ کړی شي او د نيول شوو ټولو کسانو قضيو ته دې بیا له سره کتنه وشي.

فاطمه د مذهب د سپکاوي په الزام د نیول شوي تن محمد علي خور ده، هغې وویل "زما ورور داسې نه شي کولې ولې چې مړ به شي خو داسې نه کوي ځکه چې زموږ ځان په خپل رب او رسول باندې قربان دې، مونږ خو د پېړو راهیسې مسلمانان يوو."

فاطمه وویل ورور یې د مذهب د سپکاوي په تور نیول شوی او د قانون 295 اې بې سي دفعات پې لګول شوي دي.

د فاطمې په شمول د نېشنل پرېس کلب په خبري کانفرنس کې د شریکونو کسانو وېنا وه چې د هغوى بچيانو، وروڼو او زامنو د مذهب سپکاوی نه دی کړی بلکې هغوي پداسې مقدمو کې د يوې منصوبې لاندې ښکېل کړی شوي دي.

د سږکال د جولاې په میاشت کې فېکټ فوکس نومې ويب پاڼې په يو تحقيقاتي رپورټ کې انکشاف وکړو چې په پاکستان کې د وکيلانو او د عامو خلکو يوه داسې ډله کار کوي چې په خلکو د مذهب د سپکاوي تورونه لګوي او بيا هغوي د پلټنو مرکزي ادارې ايف ايي ای په لاس ونيسي او د خوشې کولو لپاره ترې پېسې غواړي.

په خبري کانفرنس کې یوه خبرپاڼه هم شریکه کړی شوې وه چې په کې پېسو دپاره د مذهب د سپکاوي مقدمې جوړونکي مبینه خلک د "بلېسفمي برنس ګروپ" یا د مذهب د سپکاوي تجارتي ډلې په نامه یاد شوي وو.

په خبر پاڼه کې د پنجاب پولیس د سپېشل برانچ د سږ کال د یو راپور حواله هم ورکړی شوې وه چې په کې دعوه شوې چې د مذهب د سپکاوي په اړ کې د ليګل کمېشن آف بلاسفمي په نوم يوه داسې ډله کار کوي چې په کې وکيلان او عام کسان شامل دي او دغه ډلې نزدې 450 کسان د مذهب د سپکاوي په تورو کې انښولولي دي.

د مذهب د سپکاوي په تورونو کې د نيول شوو کسانو وکيل عثمان وړاېچ وايي چې په دې اړه پلټنې ضروري دي.

د وړاېچ په قول د ايف ايي ای يو پخوانى مشر په يوه مرکه کې څرګندونه کړې وه چې په تېرو دوو کلونو کې د مذهب د مبینه سپکاوي په مقدمو کې اضافه شوې ده، هغه وویل يو دقيانوسي غوندې شکايت کېږي او که ټولې مقدمې وه لوستل شي نو په هره مقدمه کې يو شان کيسه لیدل کېږي او هغه دا انکشاف هم کړې وو چې په دې کې د اېف ايي ای اهلکار هم ککړ دي.

د اېف ايي ای یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط د وي او ای اردو څانګې سره خبرو کې په خبري غونډه کې په خپلې محکمې لګول شوي تورونه رد کړل او ویې وېل اېف ايي ای داسې مقدمې نه جوړوي چې په عدالتونو کې یې ثابتول مشکل وي.

د پېښور د مکمل شاه 21 کلن زوی عرفان الله نامعلومو کسانو د وټس اېپ د لارې د نوکرۍ په پلمه اسلام اباد ته غوښتلی و خو چې هلته ورسېدو نو د هغه په خبره د زوي سرته یې کڅوړه ورواچول شوه او ونیول شو.

د مکمل شاه په قول زوی يې اېف ایي ای د مذهب د سپکاوي په الزام نیولی او دا وخت د راولپنډۍ په اډیاله جېل کې بند دی. د هغه په بیان د اېف ايي ای دریځ نه دی معلوم.

د بشري حقونو ډلې تور پورې کوي چې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په ضد قانون اکثر خلک د خپلو شخصي ګټو او یا په دښمنۍ کې کاروي. د بشري حقونو فعالان د پاکستان د حکومت څخه دغه قانون ته د بيا کتنې غوښتنه کوي.

د پنجاب پولیس د سپېشل برانچ د رپورټ ترمخه د ليګل کمېشن آف بلاسفمي مرکزي کردار شيراز احمد فاروقي نومې تن دی چې ورسره ښځې او سړي هم شامل دي او له هغوى سره په دې ډله کې وکيل راو عبدالرحيم اېډوکېټ هم دی.

راو عبدالرحپم اېډوکېټ د وي او ای اردو سره خبرو کې په هغوی لګول شوي الزامات رد کړل او ويې وېل چونکې د هېواد دننه د مذهب د سپکاوى په کېسونو کې اضافه کېږي نو له دې امله هغه دغه کېسونه رپورټ کوي او بيا د قانون لاندې تورنو کسانو ته عدالتونه سزاګانې اوروي. د ډلې د مبینه مرکزي کردار شیراز احمد فاروقي دریځ نه دی معلوم.

په پاکستان کې په ځینو پېښو کې د مذهب په سپکاوي تورن کسان خلکو د قانوني اقداماتو بغېر په خپله وژلي دي. څه موده مخکې د پنجاب په سيالکوټ ښار کې د سري لنکا یو شهري د مذهب د مبینه سپکاوي په تور قهرجنو خلکو ووژلو او سوځولو او په دې وروستیو ورځو کې په سېند صوبه کې یو ډاکټر د مذهب د سپکاوي په الزام پولیسو په مبینه جعلي مقابله کې ووژلو.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG