لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مذهبي ګوندونه: که پاکستان د هند سره راشه درشه او تجارت کوي نو په افغان پوله ولي ازغن تار لګوي؟


د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پولې په اړه په پاکستان کې مذهبي سياسي ګوندونه وائي چې په پوله د ازغن تار لګولو په وخت رامخي ته شوي پيښو هواري دپاره دي قوي خبري اتري اوکړي شې.

جمعيت علما اسلام (ف) ګوند وايي، که پاکستان د هند سره د کرتار پور او واهګي د لاري راشه درشه او تجارت کوي نو بيا افغانستان په مغربي پوله ولي باړ لګوي او دواړو خواو ته ميشت اولسونو بيلولو هڅې کوی.

جماعت اسلامي ګوند وايي، ډېورنډ د دوه اسلامي ملکونو ترمنځ نړيواله پوله ده، او دغه شان مسلې پکار ده چې په خبرو اترو هوارې شي.
ډيوه سره خبرو کي د جماعت اسلامي صوبائي امير سنيټر مشتاق احمد خان اوئيل چې دي کي دويمه خبره نشته چي ډيورنډ د دوه اسلامي هيوادونو ترمينځ يوه نړواله پوله ده خو له دوي ګوند نظر لري چې د اسلامي هيوادونو ترمينځ دې پولې صرف د حد بندو پوري وي:
‘‘اسلامي نړي ته د يورپ په طرز مشترکه پارليمان، يو فوځ او نرمې بارډري لرل پکار دي ځکه اسلامي نړۍ ټول يو وجود دي۔ ډيورنډ نړيواله پوله ده نه چي د دوه اسلامي هيوادونو ترمينځه د بيلدو ذريعه بلکه دا يو بل سره د کومک کول لاره ده ‘‘

افغانستان د پاکستان سره ډېورنډ پوله په رسمیت نه مني او تل يې دريځ خپل کړی چې د دغه پولې مسله به د پولې دواړو غاړو ته اباد ولسونه کوي.

د ډېورنډ تړون په 1893 کې لاس لیک شوی وو او ځينې تاریخ پوهان وايي د تړون موده د سلو کالو لپاره وه.
تيره ورځ خبري غونډې ته د پوځ وياند ميجر جنرل بابر افتخار وئيلي وو په اګست 2021 کې چې د افغانستان نه بهرني ځواکونه ناڅاپه ووتل او د هغې له امله د راجوړو شوو حالاتو نېغ اثر د پاکستان په امنیت شوی، پاکستان دغه حالات څاري، د افغانستان سره په نړيواله پوله د سيمو د ازغن تار لګولو کار نزدې 94فيصده پوري سرته رسيدلي دي
نوموړي زياته کړې د پاکستان او افغانستان سره په پوله ازغن تار لګول دواړو خواو ته ميشت اولسونو ته سيکورټي، تګ راتګ د وخت ضرورت دي، او دا چي لدي مرام د خلکو ويشل نه بلکي هغوي خوندي ساتل دي۔د پولي سره ميشت خلک د ټرمينلو د لاري د ټاکل شوي طريقه کار لاندي روزانه په توګه تګ راتګ کوې۔
بل لوري ته د جميعت علما اسلام ف ډلي نائب صوبائي امير مفتي فضل غفور وائي له دويي ګوند د افغانستان سره لګيدلي بارډر په اړه واضحه دريز لري، وائي د دوه اسلامي ګاونډې هيوادونو ترمينځ هر قسمه شخړي د خبرو اترو د لاري هواري پکار دي خو که يو لوري پاکستان د هند سره د کرتار پور او واهګي د لاري راشه درشه او تجارت کوې نو بيا په مغربي پوله ولي يو پښتون اولس ويشل کيږې:
‘‘د افغانستان سره په پوله دواړو غاړو ته پښتانه اباد دي چي يوه ژبه، يو کلتور، يو مذهب لري او يو بل سره مظبوطي رشتي دي خو دغه خلکو بيلولو دپاره ګامونه پورته کولو سره د دواړو ملکونو ترمينځ تاو تريخوالي سيوا کيږې او قومونه هم يو بل نه جدا کيږې۔‘‘

مفتي فضل غفور وائي چي کله د قبائلي سيمو د انضمام خبري رواني وي هغه وخت مولانا فضل الرحمن وئيلي و چي د ځني معملاتو لکبله لدي علاقو حيثيت ندي بدلول پکار ځکه چي ځني شوي نړيوالو معاهدو نه مونږ ته ستونزي جوړيدلي شې او نن هغه خبري دي چي وړاندي رازي.

د تېر کال د دسمبر 20 مې نېټې وروسته په سوشل ميډيا کې داسې ويډيوګانې او انځورونه لیدل شوي چې د طالبانو سرتيري په ډيورنډ کرښه هغه اغزن تارونه راغونډه وي کوم چې د پاکستان پوځ لخوا په دغه پوله لګول کيږي.

طالبانو ویلي د ډیورنډ په کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ "ځينې پېښې" شوي دي او پکار ده چې د دواړو ملکونو چارواکي دا مسله حل کړي.

په ډیورنډ کرښه د پېښو خبره د طالبانو د خارجه دفتر وياند عبدالقهاربلخي په ټوېټر خپل پېغام کې کړېده.بلخي وئيلي دي طالبان د مفاهمت، خبرو او د ښه ګاونډیتوب په بنیاد مسلې په حل کولو باور لري او په دې مسله به د سفارتکارۍ دلارې خبرې وکړی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

په روژه کې کوم خوراکونه ګټه ور او کوم تاواني دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:48 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG