لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"هره ورځ دپارلیمان ملا ته چابک مه نیسئ"دچیف جسټس په ریمارکس سینیټ کې سختې نیوکې شوي


 سینټیر عرفان صدیقي وویل "دخدایې لپاره هره ورځ دا پارلیمان دشانه په جابک مه وهئ"
سینټیر عرفان صدیقي وویل "دخدایې لپاره هره ورځ دا پارلیمان دشانه په جابک مه وهئ"

دپاکستان په سیینټ کې دسپریم کورټ دچیف جسټس په دې ریمارکس سختې نیوکې شوي چې دپاکستان په تاریخ کې یوازې یو وزیراعظم دیانتدار ؤ اؤ دا دپارلیمان اؤ ولسي استازو سپکاوی بلل شوی دی.

دپاکستان دسینیټ غړي اؤ وتلي لیکوال ښاغلي عرفان صدیقي دچیف جسټس ریمارکس ته خپل غبرګون کې پوښتنه راولاړه کړې چې ایا دمارشل لاء په دوره کې تاسو داسې ریمارکس ورکولی شئ ؟

سینیټرعرفان صدیقي ویلي " دمارشل لاء په دوره کې خو چې کوم امر چیف ایګزیکټیو جوړ شي نو هغه ته تاسو (ججان)وایئ چې په وردۍ کې الیکشن کولی شئ"

تېره ورځ سپریم کورټ کې دپاکستان داحتساب دملي ادارې نیب په قواننیو کې دترمیمونو په اړه د دوسیې اوریدنې په مهال چیف جسټس عمر عطاءبندیال پخپل ریماکس کې ویلي وؤ دپاکستان په تاریخ کې یوازې یو وزیراعظم راغلی ؤ چې ډير دیانتدار ګڼل کیدو.

چیف جسټس ویلي وؤ موجوده پارلیمان په دانسته توګه نیمګړی ساتل شوی اؤ ددې پارلیمان نه کیدونکې قانون سازي هم لانجمنه کیږي.

دسپریم کورټ دچیف جسټس په دې وینا دخالي په ورځ دپاکستان دسینیټ په غونډه کې کلکې نیوکې شوي اؤ دا د پارلیمان سپکاوی بلل شوی دی.

غونډې ته پخپله وینا کې سینټیر عرفان صدیقي وویل "دخدایې لپاره هره ورځ دا پارلیمان دشانه په جابک مه وهئ"

هغه پوښتنه وکړه ،دا څه ریمارکس دي چې زمونږ تاریخ کې یوازې یو وزیراعظم دیانتدار ؤ ؟

نوموړي وپوښتل که "چرې داسې ریمارکس مونږ دججانو په اړه ورکړو اؤ ووایو چې زمونږ ټول تاریخ کې یوازې یو چیف جسټس دیانتدار ؤ نو ایا دا به ومنل شي ؟"

هغه دچیف جسټس په دې وینا حیرانتیا وښودله چې ګنې موجوده پارلیمان متنازعه شوی دی اؤ وئ پوښتل پارلیمان ولې متنازعه شوی دی ؟

"پارلیمنټ داکثریت نوم دی ، قامي اسمبلۍ کې نن هم اکثریت ناست دی اؤ اکثریت قانون جوړوي ،دلته ټول سینیټ موجود دی اؤ سینیټ په اکثریت سره قانون جوړوي نو داسې خبرې چې زمونږ په وقار اؤ درناوي حمله ده،‌د پارلمنټ په وقار عزت اؤ نوم حمله ده باید له دې ډډه وکړل شي"

هغه وویل نه خو ججان د ولس استازي دي اؤ نه پوځ د ولس استازیتوب کوي بلکې یوازې دا پارلیمان د ولس نماینده دی اړ باید د ولس د استازو سره داسې دسپکاوي ډک چلند ونه کړل شي.

هغه په عدلیه غږ وکړو چې "د ولس استازي خپل کار ته پریږدئ، هغوئ قانون جوړوي اؤ که تاسو ته قانون کې کومه سقم ښکاري اؤ دایین پرضد یې ګڼئ نو تاسو مخکې هم قانون ختم کړی دی بیا یې هم ختم کړئ ،مونږ مو مخه نه شو نیولی"

هغه وویل تر اوسه دهیڅ یوې عدالتي فیصلې مخې ته کوم وزیراعظم ،صدر یا پارلیمان خنډان نه دي راولاړ کړي نو دغسې دې عدلیه هم دپارلیمان مخې ته خنډان نه راولاړي.

"مونږ پکې خنډان نه راولاړو خو یا تاسو چرته سوچ کړی چې تاسو دمارشل لاء ګانو توثیق څنګه کوئ؟ ایا دمارشل لاء په دور کې تاسو داسې ریمارکس ورکوئ ؟دمارشل لاء په دور کې خو چې کوم امر چیف ایګزیکټیو جوړ شي نو هغه ته تاسو وایئ چې په وردۍ کې الیکشن کولی شئ"

سینیټر عرفان صدیقي دخپلو نیوکو په دوام وویل "وزیراعظم ووژلی شي اؤ وروسته تاسو ووایئ چې مونږ نه غلطي شوې ده په مونږ فشار ؤ،دا تاریخ دی،تاریخ خپلې مخې ته کښیږدئ"

دسینیټ دې غونډه کې دمخالفې ډلې مشر شهزاد وسیم دسپریم کورټ دچیف جسټس د ریمارکس ملاتړ کړی اؤ ویلي یې دي دهیواد یو ستر ګوند تحریک انصاف چې په کومه طریقه دپارلیمان نه وویستل شو دهغې نه واضحه ده چې دا مهال پارلیمان په واقعي توګه نیمګړی دی.

دهغه وینا وه چې که چیف جسټس یوې موضوع ته اشاره کړې ده نو دا باید دتنقید په توګه واخستل شي اؤ دتوهین په نظر دې ورته ونه کتل شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG