لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو راهسې د ښځو د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي


د متحده قومونو د ښځو د څانګي یو اېن وېمن د افغانستان دپاره نماینده اېلېسن ډېوډیان ګارډین اخبار ته وویل داسې وخت لیدل کېږي چې د هغو ښځو او جینکو په شمېره کې اضافه کېږي چې په موجوده حالاتو کې ژوند نه مرګ غوره ويني

د برطانيې ګارډین اخبار په خپل یو رپورټ کې ویلي په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو راهسې په هېواد کې د ښځو د ځان وژنو یا خودکشۍ او د خود کشۍ د کوښښونو په پېښو کې د تشویش وړ اضافه شوې ده.

اخبار وویل د طالبانو حکومت په دې اړه څه شمېرې نه دي شایع کړي او د صحت کارکونکي يې منع کړي چې د ځان وژنو او یا د خودکشۍ د کوښښونو شمېرې به نه څرګندوي.

رپورټ وايي د کال ۲۰۲۱ د اګست د میاشت نه تر د کال ۲۰۲۲ د اګست د میاشت پورې د صحت "د بیړنی بحران" څرګندولو دپاره د صحت کارکونکو په شخصي کچه معلومات شریک کړي دي چې ښښي افغانستان د دنیا په ځینو داسې سیمو کې شامل دی چې د سړو نه زیاتې ښځې په کې ځانونه وژني.

د طالبانو د واکمنۍ په یو کال کې ريکارډ شویو خودکشیو څخه په څلورو کې د دریو نه زیاتې خودکشۍ یا د خودکشۍ کوښښونه ښځو کړي دي.

د ګارډین د رپورټ ترمخه طالبانو د واکمنۍ د لاندې په ښځو قدغنونه زیات شوي او د صحت کارونکو او د انساني حقونو فعالانو د ښځو په ځان وژنو کې په زیاتوالي د تشویش غږ پورته کړی.

د متحده قومونو د ښځو د څانګي یو اېن وېمن د افغانستان دپاره نماینده اېلېسن ډېوډیان ګارډین اخبار ته وویل داسې وخت لیدل کېږي چې د هغو ښځو او جینکو په شمېره کې اضافه کېږي چې په موجوده حالاتو کې ژوند نه مرګ غوره ويني.

د ښځو په اړه په ورستي اعلان کې طالبانو په بامیان ولایت کې بند امیر نومې جهیل ته د ورتګ نه منع کړي دي چې د طالبانو په وطنا ښځې بند ته د ورتګ په مهال حجاب په مناسب ډول نه اغوندي.

بند امیر ته د ښځو په ورتګ د پابندۍ په اړه د انساني حقونو نړیوالې ادارې هیومن رایټس واچ چارواکې هېدر بار وویل په داسې حال کې چې د هر کور نه زندان جوړېږي په ښځو قدم په قدم دېوالونه تنګېږي.

بار وویل طالبانو جینکۍ او ښځې د تعلیم، کار روزګار او په ازاده د حرکت نه منع کړې خو په دې يې قناعت و نه کړو او اوس د ښځو نه پارکونه، لوبې او فطرت هم اخیستل غواړي او ښځو نه د فطرت اخیستل بند امیر ته د دوی په ورتګ لیدل کېږي.

په افغانستان د بیا واکمنېدو نه پس د شپږم ټولګي نه پورته د جینکو په تعلیم پابندي لګولې او ښځې روزګار نه کولی.
په سمدستي ډول دا وه معلومه چې ایا طالبانو د ګارډین اخبار د رپورټ په اړه څه ویلي دي او که نا؟

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د فرن رابېنسن لیکل شوي رپورټ نه اخیستل شوي دي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG