لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د پاکستان په عدالتونو کې د دوویشتو لکو نه زياتې مقدمې د ځنډ ښکار دي


د لا اينډ جسټس کمېشن آف پاکستان د شمېرو ترمخه په پاکستاني عدالتونو کې د ځنډ ښکار مقدمو شمېره د دوو یشتو لکو نه اوښتې ده، او ويل شوي د تېر ‏کال په پرتله سږ کال په عدالتونو کې د ځنډ ښکار مقدمو کې 3.9 فيصدي زياتوالی راغلی چې شمېره یې ‏‎2.26‎‏ ميلينه جوړيږي.

د سپريم کورټ د سيوري لاندې جوړ حکومتي کمېشن د خبرپاڼې ترمخه د تېر کال جولايۍ نه تر دسمبر پورې ‏‎82 ‎‏ فيصده مقدمې (‏‎1.86‎‏ ميلينه) په ضلعي ‏عدالتونو کې، او پاتې ‏‎18‎‏ فيصده (‏‎0.39‎‏ فيصده) په اعلی عدالتونو کې روانې وې.‏

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په ياده موده کې ‏‎2.38‎‏ ميلينه نوې مقدمې درج شوي او عدالتونو پکې ‏‎2.38‎‏ فيصده هوارې کړي دي.‏

قانون پوه اسد خان وايي، "د مقدمو فیصلو کې د ځنډ لويه وجه زیاته آبادي او د قاضیانو کمه شېیره ده، دغه شان قانوني نظام داسې دی چې د مقدمو په ‏فیصلو کې ډېر وخت لګي اود پاکستان عدلیه اوس هم په روايتي طریقو روانه ده".‏

د نوموړي په خبره عام خلک په عدالتونو کې په مقدمو کې د اورېدنې په وخت زيات تېرېدل او د وکيلانو کاربنديزونه هم د قضيو په فېصلو کې د ځنډ سبب جوړيږي.‏

د پاکستان سترې محکمې د ويب پانړې ترمخه په سپریم کورټ کې د ځنډ ښکار مقدمو شمېره د ‏‎57,000‎‏ نه سیوا ده او تېرو درېو میاشتو کې ‏‎1300‎‏ نورې ‏مقدمې سپریم کورټ کې درج شوي دي.‏

څيړونکې وايي چې د يو عام تن په عدالت کې مقدمه د سياسي مقدمو له وجې د ځنډ ښکارشي.‏

خبريال احمد عدیل سرفراز وايي، "سپريم کورټ کې سیاسي مقدمو کې د عدالتونو زیاته دلچسپي وي او داسې مقدمو کې عدالت وخت هم ډیر اخلي، بل ‏په سپریم کورټ کې د ټولو قاضیانو شمېره ‏‎17‎‏ ده او اکثر له پکې ځيني په رخصت وي ځکه د عامو خلکو مقدمې ډېرې شاته پاتې شي".‏

پاکستان کې ځينې قضيې داسې هم شوي چې يو عدالت يو تن د مرګ سزا اورولې او عمل پرې هم شوی، خو بيا د دغه قضيې په اپيل کې غټ عدالت سزا ‏شوی تن بري کړی دی.‏

تېره میاشت د پاکستان سپريم کورټ د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ د ججانو نهه کسيزه بنچ د پخواني وزیراعظم ذوالفقار علي بټو د مرګ د ‏سزا په ‏اړه خپله رایې ورکړې او ويلي يې وو، بټو ته د رڼې مقدمې موقع نه وه ورکړل شوې.‏

د پاکستان اوسني صدر اصف علي زرداري په کال ‏‎2011‎م کې چې هغه وخت هم صدر وو، سپريم کورټ ته د ذوالفقار علي بټو د قضيې په اړه يو رېفرنس ‏لېږلی وو.‏

په ياد رېفرنس سپريم کورټ تېره مياشت خپله رایې ورکړې او ويلي يې وو، د پاکستان پخواني وزیراعظم ذوالفقار بټو ته په قضيه کې د رڼې مقدمې په ‏بنيادي حق عمل نه وو شوی، او نه ورته د رڼې مقدمې حق ‏ورکړل شوی وو.‏

سپريم کورټ ویلي وو، د تېرو غلطيانو منلو بغېر په سمه لاره مخکې تګ نه شي کېدی، په رایه کې زياته کړل شوې په تاریخ کې ځينې مقدمې داسې شوي ‏او ‏تاثر یې جوړ کړی چې عدالت په ويره کې فېصلې کړې دي.‏

قانون پوه سکندر نعیم قاضي وايي، "زیاتره مقدمې داسې دي چې د هغې حل دپاره عدالت ته تللو ضرورت هم نه وي، ډیرې مقدمې په پولیس تاڼه او ‏ضلعي‌دفترونو کې هم حل کیدې شي خو بیا پولیس او ضلعي افسران هم د خلکو د ستونزو هوارولو کې څه دلچسپي نه لري نو ځکه په عدالتونو هم بوج ‏سېوا شي".‏

د نړيوال انصاف فورم د کال ‏‎2023‎م د درجه بندۍ ترمخه، د انصاف د حصول په لړ کې د ‏‎142‎‏ هيوادونو په فهرست کې د پاکستان درجه په 130 نمبر وه او ‏سويلي اسيا کې په دې نوملړ کې يواځې افغانستان نه په لاندې نمبردی.‏

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG