لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيکس: پاکستان کې په تېر کال کې ترهګري 69 فيصده زیاته شوې ده


په دې تصویر کې د کال ۲۰۲۳ د اپرېل په میاشت کې د سوات په کبل کې د پولیس په مزکر د چاودنې وروسته منظر لیدل کېږي
په دې تصویر کې د کال ۲۰۲۳ د اپرېل په میاشت کې د سوات په کبل کې د پولیس په مزکر د چاودنې وروسته منظر لیدل کېږي

پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو نظر ساتونکې څيړنيزې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکورټي سټډیز (پيکس) ويلي پاکستان کې په کال 2023م د ترهګرۍ په پيښو کې 69 فيصدي اضافه ليدل شوې او د ترهګرۍ په نتيجه کې د خلکو د وژنو شرحه تر 81 فيصدي پورې لوړه شوې ده.

پيکس په کال 2023م کې پاکستان کې د ترهګرۍ د پېښو په اړه جاري کړي رپورټ کې ویلي، تېر نه يوازې په خېبر پښتونخوا او د صوبې په نویو ضلعو کې د ناامنۍ په پېښو کې اضافه ليدل شوې بلکې بلوچستان او پنجاب هم د ترهګر ډلو په نخښه وو چرته چې د مرګ ژوبلې شرح د تيرو کلونو په مقابله کې سېوا وه.

د دې څېړنیز رپورټ مرتب کوونکې اداره وايي، د تحریک طالبان لخوا د ترهګرۍ د ټولو پیښو ذمه واري نه قبلول څرګندوي، پاکستان کې نه يواځې نور ترهګرتنظیمونه وجود لري بلکې د ترهګرۍ صلاحیت هم لري.

د پيکس مشر عبدالله خان وايي،"په کال 2023م کې د ترهګرۍ په پېښو کې د اضافې وجه د تحريک طالبان پاکستان د نورو ترهګر ډلو سره اتحاد دی کوم چې دوی په کال 2020م کې کړی وو، دې کې زياتره ډلې د پاکستان نه بهر دي خو د ټي ټي پي ملاتړ کوي، ترڅو چې د پاکستان حکومت افغانستان او ايران کې پټ د ترهګر تنظيمونو د ملاتړيانو مخه نه وي نيولي نو په پاکستان کې روانو د ترهګرۍ په پيښو کې کمی مشکل دی".

د پيکس په رپورټ کې ویل شوی،په کال 2023م کې په هيواد کې 641 د ترهګرۍ پيښې شوي 974 کسان پکې وژل شوي او 1351 ژوبل شوي دي.

رپورټ زياتوي په پوځي عملياتو کې 600 ترهګر هم وژل شوي او 625 نيول شوي دي.

په رپورټ کې ويل شوي، ترهګرۍ تر ټولو زیاته خېبرپښتونخوا صوبه اغېزمنه کړې ده. له دې وړاندې د کورینوچارو وزارت هم ويلي وو چې خېبرپښتونخوا صوبې نه تر ټولو زیات د ترهګرۍ پېښې رپورټ شوي دي.

د پخواني وزیراعظم عمران خان په حکومت کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په منځګړيتوب ټي ټي پي سره مذاکرات پېل شوي وو خو څه نتيجې یې مخې ته نه وې راغلې او اوس د پاکستان وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي، د تحریک طالبان پاکستان سره هیڅ ډول مزاکرات نه شي کېدی ځکه چې دغه ډله بې ګناه خلک په نخښه کوي او د پاکستان د رياست پرضد کارروايانې کوي.

څيړونکې وايي د ترهګرۍ له امله پاکستان د غېر معمولي حالاتو سره مخ دی.

د امنيتي چارو کارپوهه او څيړونکی محمد نفيس وايي، "هغه تنظيم چې دنيا به ورته دهشتګرد ويلو، هغه کامياب شواو په کابل يي حکومت هم جوړ کړو ، د دهشتګردۍ ټاپه د هغوی نه لرې شوه خو د هغې ذهنيت کوم خلک چې په مونږ کې موجود وو هغوي ته يوه غوره موقع ترلاسه شوه ځکه چې کابل هغوي لپاره په زړه کې نرمه ګوشه لري، نو په داسې صورتحال کې دوی ته د هلته نه سهولتونه ترلاسه وي او د دوي مخه نيول يوازې د پوځې اپريشن د لارې ناممکنه ده".

د پاکستان پوځ څو واري د ترهګرو تنظیمونو پرضد په پراخه کچه عملیات کړي دي او څو واري یې دا دعوې هم کړې دي چې د ترهګرو ملا یې ماته کړې ده خو د غېر دولتي ادارو رپورټونه او پاکستان وايي، په کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې ترهګري یو ځل بیا سېوا شوې ده.

د پاکستان پوځي او حکومتي چارواکي وایي ټي ټي پي په افغانستان کې پناه ځایونه او د فعالیت ازادي لري او دغه ډله د افغانستان څخه په پاکستان کې حملې ترتیبوي.

د افغانستان واکمن طالبان دا خبره ردوي، وايي طالبان په پاکستان کې د امن ذمه واري نه لري او پاکستان دې د خپلې ناکامۍ پړه په طالبانو نه پورې کوي.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG