لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: طالبانو د داعش یو وسله وال وژلی او یو شمېر نور يې نيولي


د طالبانو سره تړلې مطبوعاتي ادارې المرصد د جمعې په ورځ خپل رپورټ کې وویل د زیارت، پنجشنبې، په شپه چاپې د داعش د "اهم جال" په ضد وهل شوي دي
د طالبانو سره تړلې مطبوعاتي ادارې المرصد د جمعې په ورځ خپل رپورټ کې وویل د زیارت، پنجشنبې، په شپه چاپې د داعش د "اهم جال" په ضد وهل شوي دي

د افغانستان د واکمنو طالبانو امنیتي ځواکونو د ایران د سرحد سره نږدې د داعش خراسان په مرکزونو چاپې وهلي او د ډلې یو وسله وال يې وژلی او د یو شمېر نور یې نیولي دي.

د طالبانو سره تړلې مطبوعاتي ادارې المرصد د جمعې په ورځ خپل رپورټ کې وویل د زیارت، پنجشنبې، په شپه په هرات او تیمروز ولایتونو کې چاپې د داعش د "اهم جال" په ضد وهل شوي دي.

د المرصد ترمخه د طالب ځواکونو هدف داعش وسله وال په شیعه مسلمانانو په وروستیو حملو کې ککړ وو. المرصد وویل د داعش نیول شوي ځینې وسله وال د ډلې "ډېراهم" غړي دي.

د ازادو سرچینو نه د المرصد د رپورټ تصدیق ممکن نه و او طالبان د ادارې په شایع شویو رپورټونو اکثر تبصره نه کوي.

په وروستي بیانونو کې امریکې داعش خراسان سیمې د امنیت دپاره لوی خطر بللی او خبرداری یې کړی چې ډله په افغانستان کې د مرکزونونه په نړیواله کچه حمله کولی شي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ صدر جوبایډن په دې اړه کانګرس ته یو خط کې د خپل تشویش اظهار کړو.

بایډن وویل امریکايي ځواکونه د افغانستان نه بهر ګمارل شوي چې د هغو خطرونو مخنیوی وکړي چې امریکې ته او د امریکې مفاداتو ته د افغانستان د داخل نه راولاړېدلی شي. هغه نور څه واضاحت و نه کړو.

طالب چارواکي په افغانستان کې د وسله والو د موجودګۍ خبره او د امریکې تشویش ردوي وايي امنیتي ځواکونو یې د داعش د حملو صلاحیت ختم کړی دی.

په ورستیو ورځو کې المرصد د 12 کسانو تصویران او نور تفصیل شایع کړی و او ویلي وو چې دا د داعش د سر مشران او چارواکي دي چې طالب ځواکونو سږ کال وژلي دي.

تېره هفته د امریکې سټېټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت په خپل کلیز رپورټ کې وویل چې داعش په افغانستان کې د ملکي خلکو او په خصوصي توګه د شیعه ټولنې خلاف حملې جاري ساتلې دي.

رپورټ وویل په کال 2022 کې داعش د پولې پورې غازه په پاکستان، تاجکستان او ازبکستان کې حملې کړي او په مغربي ملکونو د حملو خپل عزم یې بحال ساتلی دی.

د سټېټ ډپارټمنټ په رپورټ کې وېل شوي چې که څه هم طالبانو لوظ کړی چې ترهګرې ډلې به نه پرېږدي چې د افغانستان نه د امریکې او د امریکې د اتحادیانو خلاف حملې وکړي خو د القاعده، تحریک طالبان پاکستان او د داعش مخه نیولو په اړه د طالبانو صلاحیت واضحه نه دی.

سټېټ ډپارټمنټ وویل د کال 2022 د جولای په 30 نېټه د هغه د وژل کېدو نه مخکې طالبانو د القاعده مشر اېمن الظواهري ته پناه ورکړې وه او د هغه کوربتوب یې کولو. طالبان تراوسه په دې اړه د څه وېلو نه ډډه کوي، وايي په دې لړ کې تحقیقات دوام لري.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG