د نړۍ د څو هيوادونو د خبريالانو په ګډو پلټنو کې معلومه شوې، د پاکستان او هندوستان په ګډون د ګڼو هيوادونو ډېری کسان په دوبۍ کې جايدادونه يا ځمکې لري. پاکستانيان چې په دوبۍ کې جايدادونه لري پکې سیاستوال، د قومي اسمبلۍ غړي او پوځي جرنېلان هم شامل دي.
په دوبۍ کې د جايدادونو په حواله چې معلومات راټول کړل شوي هغه د 2020 نه تر 2022م کال مودې پورې دي.
ويل شوي دغه معلومات د امریکې په پلازمېنه واشنګټن کې جوړې غېرسرکاري ادارې (د پرمختللي دفاعي مطالعاتو مرکز/ سنټر فار اېډوانس ډيفنس سنټر) ترلاسه کړي وو.
وروسته دغه معلومات د ناروې صحافتي ادارې (ای 24) او د پلټنيزو صحافيانو نړيوال تنظيم (د منظمه جرمونو او بډو روشوتونو د رپورټنګ پروژې/ او سي سي ار پي) سره شريک کړل شوي وو.
ويل شوي یادو ادارو د پاکستان او هند په ګډون د نړۍ خواوشا 50 هيوادونو د 74 مطبوعاتي ادارو د خبریالانو په مرسته د دغو معلوماتو پلټنې کړي او په دوبۍ کې د جايدادونو جوړونکو نومونه یې راښکاره کړي دي.
د (دبۍ ان لاکډ DUBAI UNLOCKED) په نوم خپرو شوو معلوماتو کې د متحده عرب اماراتو په دوبۍ ښار کې د مختلفو کسانو د جايدادونو ويل شوي، خو په دغو معلوماتو کې د ټېکس فراډ يا مالي جرم يادګېرنه نه ده شوې. او نه د دغو معلوماتو د امدن د سرچينو، په هغې د ټېکس ورکولو يا امدن ترلاسه کولو ويل شوي دي.
دوبۍ کې جايداد لرونکي پاکستانيان
د دوبۍ اَنلاکډ په معلوماتو کې ویل شوي د 2022م کال د پيل پورې خواوشا 17000 پاکستانيانو په دوبۍ کې 23000 جايدادونه لرل چې مجموعي قيمت یې خواوشا لس اربه ډالره وو.
ويل شوي، په تېر دوو کلونو کې په دوبۍ کې د جايدادونو يا ځمکو بيعې سېوا شوي او د پاکستانيانود جايدادونو قيمت له دغې وروسته د دولس نيمو اربو ډالرو نه سېوا شوی دی.
هغه پاکستانيان چې په دوبۍ اَنلاکډ کې یې نومونه دي، د پاکستان صدر اصف علي زرداري، د هغه د زوی او پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري، د اصف علي زرداري د لوڼو اصفه بټو زرداري او بختاور بټو زرداري، پخواني وزيراعظم او مسلم ليګ ن د مشر نواز شریف د زوی حسېن نواز، پخواني پوځي مشر قمر جاوېد باجوه د زوی سعد باجوه او پاکستان د کورنيو چارو وزير او پاکستان کرکټ بورډ د چيرمېن محسن نقوي د ښځې نومونه شامل دي.
ويل شوي، د سيند صوبې وزيراطلاعات شرجيل انعام مېمن، د سېنېټر فېصل واوډا، د بلوچستان صوبې پخواني وزیراعلا ثناالله زهري، د بلوچستان نيشنل پارټۍ (مېنګل) د مشر اختر مېنګل، قومي اسمبلۍ د غړو او پوځي جرنېلانو سره ګڼ نور کسان هم په دوبۍ کې جايدادونه لري.
په دوبۍ کې جايداد لرونکو پاکستانيانو کې د پاکستان د پخواني پوځي صدر پروېز مشرف، د پخواني وزيراعظم شوکت عزيز، د تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ د غړي شېر افضل مروت ترڅنګ د سفارتکارو، سياستوالو او امنیتي چارواکو نومونه هم شامل دي.
محسن نقوي، شېر افضل مروت او شرجيل مېمن په اېکس (پخواني ټويټر) ويلي، جايدادونه یې ښکاره، ټېکسونه یې پرې ورکړي او د الېکشن کمېشن سره یې معلومات شريک کړي دي.
له دې وړاندې د کال 2016م د اپرېل په میاشت کې د پاناما ليکس کې د پخواني وزيراعظم نواز شريف د کورنۍ د غړو په ګډون د نړۍ د ګڼو طاقتورو شخصياتو نومونه مخې ته راغلي وو چې خپلو هیوادونو کې یې د ټیکسونو څخه بچ کیدو دپاره خپلې پیسې د هیواد نه بهر لیږلي دي.
د 2017م د جولايۍ په میاشت کې د پاکستان سترې محکمې نوازشریف د پاناما قضیه کې د ټول عمر دپاره په نااهله ګرځول د وزيراعظم د منصب څخه څخه یې لرې کړی وو.
د دوبۍ اَنلاکډ په معلوماتو کې ويل شوي، کوم کسان چې په دوبۍ کې جايدادونه لري په دوی کې جرايم پېشه او هغه کسان هم شامل دي چې سخت تورونه پرې لګول شوي او د نړیوالو بنديزونو سره مخ دي.
Forum