پاکستان کې تېر د جنورۍ په مياشت کې وسله وال بريدونه 42 فيصده سېوا شوي، په 74 بريدونو کې د 35 امنیتي ساتونکو او 20 ملکي وګړو په ګډون 120 کسان وژل شوي دي.
د تېر په څېر تېره میاشت هم تر ټولو زيات وسله وال بريدونه او د تښتونو زياتې پېښې په خېبرپښتونخوا صوبه کې شوي دي.
دغه شمېرې غېر دولتي ادارې پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز، پيکس خپرې کړي دي. رپورټ کې د 31مې جنورۍ په شپه بلوچستان صوبه کې د اېف سي د 18 عسکرو د وژنې پېښه هم ياده کړل شوې ده.
د جنورۍ د میاشتې په اړه خپور کړي رپورټ کې پيکس ويلي، په 74 حملو کې 38 يواځې خېبرپښتونخوا صوبه کې شوي دي، د پيکس ترمخه 19 حملې په پخوانۍ فاټا او 19 په پاتې نوره صوبه کې شوي د 24 امنيتي عسکرو په ګډون پکې 66 کسان وژل شوي دي.
خېبرپښتونخوا پسې په دویم نمبر زيات وسله وال بريدونه په بلوچستان صوبه کې شوي، ويل شوي لږ تر لږه په 24 بریدونو کې د 28 امنيتي عسکرو په ګډون 55 کسان وژل شوي دي.
پنجاب کې دوه، سيند او اسلام اباد کې يو يو برید شوی دی.
د پيکس په رپورټ کې ویل شوي، د جنورۍ په مياشت کې د پاکستان امنیتي ځواکونو د ترهګرۍ ضد عمليات هم سېوا کړي، لږ تر لږه 208 وسله وال یې وژلي دي، ويل شوي دا په يوه میاشت کې د 2016م وروسته د وسله والو تر ټولو زیاتې وژنې شوي دي.
ويل شوي، تېره میاشت دوه ځانمرګي بريدونه شوي، د يو زمه واري تحریک طالبان پاکستان او بل زمه واري بلوچستان لبرېشن ارمي منلې ده.
د پيکس د رپورټ ترمخه، د جنورۍ په میاشت کې د خېبرپښتونخوا په لکي مروت، ټانک، شمالي او جنوبي وزيرستان کې لږ تر لږه 37 کسان تښتول شوي وو.
د پاکستان حکومت او پوځ په تکرار سره دعوې کوي چې د ترهګرۍ ضد چټک عمليات روان دي، او د وروستي ترهګر د خاتمې پورې دوام لري.
د 31مې جنورۍ په شپه د بلوچستان صوبې په قلات سيمه کې د اېف سي اهلکارو د وژلو وروسته د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر ویلي، د بهرنیو بادارانو کوم لاسپوڅي چې ترهګرۍ کې ککړ دي، "له هغوي خبر یو او تش په نوم د دوست په څېر دښمن که هر څه هم وکړي پوځ به ورته د قام په مرسته ماتې ورکوي".
د پوځ مشر ويلي، چې کله او چرته هم ضرورت پېښېږي پوځ به د دښمنانو د نوغي ویستلو لپاره اړین ګامونه اخلي.
هغه ویلي چې ترهګرو او د هغوي سهولت کارانو ته به پوځ د قام په مرسته ماتې ورکوي.
ويل شوي، نن د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف هم د کوټې سفر کوي، هغه ته به هلته د امنيت په اړه احوال وړاندې کولی شي.
Forum