لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د ایران څلور عسکر وژل شوي، حمله  کونکي پاکستان ته تښتېدلي


د کال ۲۰۲۲ د ای پي خبري ادارې دا تصوير ښښي چې ایراني ځواکونه د افغانستان او پاکستان د پولې سره نژدې ګشت کوي
د کال ۲۰۲۲ د ای پي خبري ادارې دا تصوير ښښي چې ایراني ځواکونه د افغانستان او پاکستان د پولې سره نژدې ګشت کوي

د ایران په سيستان بلوچستان صوبه کې د ایران د پاسداران انقلاب ځواکونو څلور عسکر وژل شوي دي او د ایراني ځواکونو د جوابي ‌ډزو په نتیجه کې حمله کونکي پاکستان ته وتښتېدل.

رویټرز خبري اداره وايي په ایراني ځواکونو د حملې خبر د ایران سرکاري خبري ادارې ایرنا د ګل، دوشنبې، په ورځ ورکړی دی.

په ایراني ځواکونو حمله د سیستان بلوچستان په ساروان علاقه کې شوې چېرته چې روېټرز وايي ایراني امنیتي ځواکونه وخت په وخت د قاچاق برانو سره جنګېږي.

په سیسان بلوچستان صوبه کې د ایران د نورو برخو په شان د ۲۲ کلنې مهسا امیني د مرګ په سر احتجاجونه هم شوي دي. امیني د سېپټمبر په میاشت کې ایران د اخلاقي پولیس په ولکه کې وفات شوي او هغې د مرګ په سر په ایران کې مظاهرې دوام لري.

د ایران سیستان بلوچستان صوبه د پاکستان بلوچستان صوبې او دافغانستان نیمروز ولایت سره سرحدات لري
د ایران سیستان بلوچستان صوبه د پاکستان بلوچستان صوبې او دافغانستان نیمروز ولایت سره سرحدات لري

د پاسداران انقلاب ځواکونو د یو بیان له قوله ایرنا وویل په سیستان بلوچستان کې په وژل شویو ایراني عسکرو کې درې بسیج عسکر وو. بسیج د پاسداران انقلاب سره تړلي ځواکونه دي چې رویټرز وايي د احتجاجونو د چقولو دپاره زیاتره استعمال شوي دي.

د ایران ترمخه پاسداران انقلاب په خپل بیان کې وویل چې د ایراني ځواکونو د درنو ډزو وروسته حمله کونکي پاکستان ته وتښتېدل.

د ایران سیستان بلوچستان د پاکستان بلوچستان صوبې سره سرحد لري. روېټرز وايي په سیستان بلوچستان کې د بلوچ قوم اباد دي چې زیاتره سني مسلمانان دي او ګیله کوي چې د شیعه مسلمانانو ملک ایران کې ورسره چارواکي د تعصب سلوک کوي.

زاهدان د سیستان بلوچستان مرکزي ښار دی او د انساني حقونو نړیوال تنظیم اېمنېسټي انټرنېشنل ویلي د سېپټمبر په ۳۰ نېټه زاهدان کې د مهسا امیني د مرګ په سر د احتجاج په مهال د ایراني امنیتي ځواکونو دلاسه ۶۶ کسان وژل شوي دي.

رویټرز وايي په تېرو وختونو کې جیش العادل نومې وسله والې ډلې په سیستان بلوچستان کې په ایراني ځواکونو حملې کړي دي او ایراني چارواکي وايي دغه دتنظیم په پاکستان کې د پټن ځایونو نه فعالیت کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG