لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 رپورټ:ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ سلامتیا او لویدیزو پولو د پاره خطر جوړ شوی دی


څېیړنه وايي چې د باور نشتوالی د پاکستان او طالبانو ترمنځ یوه لویه مسله ده، او د دې هدف لپاره، پاکستان باید د طالبانو ټولو ډلو سره یو شان چلند ولري
څېیړنه وايي چې د باور نشتوالی د پاکستان او طالبانو ترمنځ یوه لویه مسله ده، او د دې هدف لپاره، پاکستان باید د طالبانو ټولو ډلو سره یو شان چلند ولري

په اسلام اباد کې پالیسي ریسرچ سینټر پاکستان انسټیټیوټ فار پیس سټډیز PIPS په خپله وروستۍ څیړنه کې په ډاګه کړې چې پاکستان باید دکالعدم تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي بې اثره کولو لپاره په کابل کې د طالبانو حکومت پشمول د ټولو افغان ډلو په ځانګړې توګه د افغان ولس سره رابطې او اقتصادي او تجارتي اړیکې ټينګې کړي.

څېړنه کې ویل شوي چې ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ سلامتیا او لویدیزو پولو د پاره خطر جوړ شوی دی-

د پیپس د مشر محمد عامر رانا ترمخه د یوې ترهګړې ډلې سره د خبرو پر ځائ د ریاستونو پر کچه اړیکو پیاوړې کولو ته اړتیا لیدل کیږي-

په اسلام اباد کې د پاکستان انسټیټیوټ فار پیس سټډیز PIPS له اړخه” افغانستان څنګه چې د پاکستان څخه لیدل کیږي “په موضوع خپور شوي یو څېړنیز رپورټ کې ویل شوي دکالعدم تحریک طالبان پاکستان بې اثره کولو د پاره پاکستان باید افغانستان سره د دوستانه مرستو لپاره خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي چې د طالبانو د ناراضه مشرانو سره یې تاوترخوالی کم شي-

څیړنه کې ویل شوي چې کالعدم تحریک طالیان پاکستان سره خبرې به د طالبانو د حکومت په ګټه نه وي‌ ولې چې دوئ به د سولې جوړونکې په توګه د هغوې انځور په لوړولو کې مرسته ونه کړي بلکې د دوئ حکومت به د ترهګرو ملاتړ کوونکی ګڼل کیږي-

د PIPS مشر محمد عامر رانا چې د پاکستاني حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د سولې د خبرو داغیز په اړه یې څیړنه کړې، وي او ای ډیوه سره خبرو کې وویل، پاکستان دا وخت د افغان طالبانو سره هم پیچیده اړیکې لري- باید دې اړخ ته پام راوګرځول شي ولې چې دا د دوؤ ریاستونو مسله ده،

دهغه په وینا "دا نه شي کیدای چې د طالبانو په وینا د یوې کمزورې ترهګرې ډلې سره خبرې وکړی شي، د طالبانو سره باید خبرې وشي خو د ټې ټي پې سره ونه شي"

څېیړنه وايي چې د باور نشتوالی د پاکستان او طالبانو ترمنځ یوه لویه مسله ده، او د دې هدف لپاره، پاکستان باید د طالبانو ټولو ډلو سره یو شان چلند ولري-

دڅېړنې له مخې د دواړو هېوادونو ځوانان، پارلیماني غړي، دیني عالمان، علمي او غیر دولتي موسسیې باید په ګډه پر دوه اړخیزو چارو خبرې وکړي-

رپوټ کې ویل شوي ، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې وروستي خنډونه هم د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کړی دی، او د اقتصادي فعالیتونو، سوداګرۍ او ټولنیزو تبادلو پیل کول هم کولی شي د دواړو هیوادونو ترمنځ پیاوړې اړیکې رامینځته کړي-

د پاکستان او افغانستان د ګډ چیمبر اف کامرس غړی انجینیر دارو خان وی او ای ډیوه ته وایي” د پاکستان او افغانستان سوداګري دا وخت ډیر بد حالت ته تللې ده، د تیرو دریوؤ کولو راهسې د تجارت حجم د دریوؤ اربو ډالرو څخه شپږ یا اووه اربو ډالرو ته راکښته شوی دی،چې شاو خوا لسو اربو ډالرو ته د رسیدلی شي-

هغه غوښته وکړه چې سیاست او سوداګرې دې د یو بل څخه جدا کړی شې او پر پولو دې سوداګرو ته اسانتیاوې ورکړی شي چې تګ راتګ اسانه شي.

ددې ترځنګ د پاکستان د سوداګرۍ دولتي پلاوی د 18م څځه تر 20م جولايي د کابل په سفر ؤ، په کابل کې د پاکستان سفارت او د طالبانو حکومتي چارواکو ويلي، په سفر کې پاکستاني او افغان چارواکو د سوداګرۍ په پراختیا، ټرانزټ، په پوله د موجودو ستونزو په حل، دويزو په اسانتيا او په پوله د تګ راتګ په مهال د افغان مسافرو د ستونزو ترڅنګ په نورو اړونهد موضوعاتو خبرې شوي دي-

د پاکستان د حکومت او پوځ له اړخه د افغان طالبانو د حکومت په منځګړیتوب د تیر کال راهسې د ترهګرې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره خبرې اترې روانې دې- خو لاتراوسه څه پرمختګ پکې نه دی شوی او د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو ویلي د ټي ټي پي سره به داسې څه معاهده نه کېږي چې د ملک د ایین خلاف وي.

په پاکستان کې دبیلابیلو سیاسي ګوندونو او څیړونکو له اړخه د ټي ټي پي سره دسولې په خبرو نیوکې کیږي او پوښتنې رابرسیره کیږي چې د دغه خبرو په نتیجه کې د سولې باور به ځوک ورکوي؟ او دا چې ټي ټي پی سره خبرې دې د پارلېمنټ د نظر نه بهر نه وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG