د افغانستان د واکمنو طالبانو په اړه د راټول کړل شوو شهادتونو په اساس دا خبره مخ ته راغلې چې يادې ډلې تېره مياشت د افغانستان په پنجشير ولايت کې 27 تنه چې د طالبانو د مخالفې ډلې ملي مقاومت غړي وو نيولي وو او بيا يې لاس تړلي وژلي دي.
د افغان وېټنس یا عېني شاهد نومې ادارې په رپورټ کې د چې د نهې/سېشنبې په ورځ خور شوی د طالبانو دا دعوه غلطه بلل شوې چې په پنجشیر کې تنان په جګړه کې وژل شوي دي.
د رپورټ تر مخه په يوه ويډيو کې ليدل کيږي طالبانو پينځوو بنديانو تنو له سترګې او لاسونه تړلي، تر شلو دقيقو پورې دوی په ډزو ولي او د خپلې فتحې شعارونه کوي.
د افغان وېټنس چې په برتانيه کې مرکز لري د پلټنو تر مخه طالبانو د خپلو مخالفينو خلاف ظالمانه سلوک ښودلی او د تېر کال د اګست په مياشت کې د واک اخستلو وروستو يې سخته پاليسي خپله کړې ده خو بيا هم په نړيواله کچه د خپل حکومت په رسميت د پېژندلو غوښتنه کوي.
ډيوېډ اوسبن چې د افغان وېټنس مشر دی وايي په رپورټ کې دا خبره ښکاره ده چې طالبان خپل مخالفين په يومنظم ډول وژني.
افغان وېټنس وايي ادارې په درځنونو ويډيوګانې او عکسونه کتلي او په حتمي توګه ويلی شي د طالبانو يوه جنګي ډله د پنجشير په دره ولسوالۍ کې د لسو تنو د وژلو عمل تر سره کوي چې پينځه تنه پکې د وژلو په وخت په ويډيو کې هم ښودل شوي.
رپورټ وايي د سوشل ميډيا نه د راټول کړل شوو ثبوتونو په بنياد يې دا پخلی کړی چې طالبانو د 17 تنو چې لاسونه يې شاته تړل شوي د هغوی بې عدالته وژنې کړي.
دا ويډيوګانې او تصويرونه چې طالبان وسله وال پکې د وژل شوو تنانو سره په خوا کې دي او د نزدې نه ښودل شوي هم د ځای او هم د وخت څرګندونه کوي او دا پخلی هم په بيا بيا شوی دی چې دا دروغ نه دي.
اوسبن ويلي “د بې پلوه سرچينو نه د راټول کړل شوو معلوماتو په بنياد دا پخلی شوی چې د سېپټمبر په نيميايۍ کې د طالبانو يوې ډلې په پنجشير کې بې عدالته او خپل سري وژنې کړي دي. د وژنو په وخت د بندي کړل شوو لاسونه تړلي وو او طالبانو ته ترې هيڅ خطره نه وه”.
د طالبانو د دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي ويلي کميټي لګيا ده د ويډيګانو پلټنې کوي او د دې جوګه نه دی په دې اړه نور معلومات ورکړي ځکه پلټنې لا روانې دي.
د طالبانو وياند زېيح الله مجاهد سره د رابطې کوښښ ناکامه شو خو هغه تېره مياشت ويلي وو طالبانو په پنجشير کې 40 مخاليفين وژلي او نزدې سل يې نيولي خو هغه دا واضحه کړي نه وه دغه څلويښت تنه څنګه وژل شوي .
یادونه: د دې خبر معلومات د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې نه اخیستل شوي دي