لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رپورټ: د ټي ټي پي د ډز بندۍ باجود خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ نه تر ټولو زیاته متاثره شوې صوبه ده


پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکورټي سټډیز[پکس] نومې ادراه وایي د زیاتیدونکې ترهګرۍ مطلب دا دی چې د تحریک طالبان نه علاوه هم دلته نور ترهګر تنظیمونه موجود دي او خپلې کارروايانې کوي

د پاکستان د حکومت نه پس يوې غېر دولتي ادارې هم په خپل رپورټ کې ويلي، چې لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان سره د پاکستان ریاست لخوا مذاکراتو باوجود دلته ترهګري سېوا شوې ده.

پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکورټي سټډیز[پکس] نومې ادراه وایي د زیاتیدونکې ترهګرۍ مطلب دا دی چې د تحریک طالبان نه علاوه هم دلته نور ترهګر تنظیمونه موجود دي او فعالیتونه کوي.

په رپورټ کې ويل شوي، ترهګرۍ تر ټولو نه زیاته خېبرپښتونخوا صوبه اغېزمنه کړې ده.

له دې وړاندې دکورینوچارو وزارت هم ويلي وو چې خېبرپښتونخوا صوبې نه تر ټولو زیات د ترهګرۍ پېښې رپورټ شوي دي.

رپورټ وایي سږ کال د جون د میاشتې په مقابله کې د جولايۍ په مياشت کې د ترهګرۍ پېښې زیاتې مخې ته راغلي او خېبرپښتونخوا کې په جولایۍ کې د ترهګرۍ پېښې 300 فيصده سېوا شوي دي. دغه شان بلوچستان صوبه کې هم ترهګري سېوا شوې ده.

په رپورټ کې ويل شوی په تیرو دوو میاشتو کې په پاکستان کې ترسره شوو د ترهګرۍ په پېښو کې د يوې زمه واري هم لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان نه ده قبوله کړې.

د پکس نومي دې ادارې لخوا عبدالله خان ډیوه ته وایي د تحریک طالبان لخوا دلته شوې د ترهګرۍ پیښو ذمه واري نه قبلول ښايي په پاکستان کې نه يواځې نور ترهګرتنظیمونه وجود لري بلکې د ترهګرۍ کولو صلاحیت هم لري.

عبدالله خان وایي تحریک طالبان سره مذاکراتو او د دغه ډلې لخوا د ډزبندۍ باوجود په پاکستان کې په ترهګرۍ کې کمی نه دی راغلی، دې نه ښکاره ده نور ترهګر تنظیمونه هم دلته وجود لري او تر‌ټولو زیات خیبرپښتونخوا او بلوچستان صوبه کې ترهګري زیاته شوې ده او بلوچستان صوبه کې وړاندې نه موجود بېلتون غوښتونکو تنظیمونو د بریدونو صلاحیت هم نور زیات شوی دی.

يوې بلې غېر دولتي ادارې فاټا ریسرچ سنټر مشر منصور مسيد وایی کله نه چې تیر کال د افغانستان واک افغان طالبانو په لاس کې اخستی، پاکستان کې هم ترهګري زیاته شوې ده او تیرو دوو کالو نه افغانستان کې موجود تحریک طالبان غړو يو ځل بیا د پاکستان قبایلي سیمو ته راتګ پېل کړی دی چې له وجې يې د پاکستان پخوانيو قبايلي سیمو کې نه صرف ترهګري سېوا شوې ده بلکې هدفي وژنې هم زیاتې شوي دي.

منصورمسيد پاکستان کې زیاتیدونکې ترهګرۍ وجه د حکومت او ریاست لخوا د ترهګرتنظیمونو پرضد کوټلي عملیات نه کول ښايي.

پاکستان کې زیاتیدونکۍ ترهګرۍ پحقله حکومتي او غېر دولتي ادارو رپوټونه په داسې حال کې مخې ته راغلي،چې تیر کال اکتوبر د میاشت نه د پاکستان ریاست او لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان ترمینځ امن مذاکرات هم روان دي او سږ کال د مې د میاشت نه تحریک طالبان د نامعلومه مودې پورې د ډز بندۍ اعلان هم کړی دی.

پاکستان کې څیړونکي د تحریک طالبان پاکستان سره په دغه ډول مذاکراتو نيوکې کوي او وايي چې د يوې داسې ترهګرې ډلې سره پاکستان مذاکرات کوي چې دغه ډلې په ملک کې د ترهګرۍ د غټو پېښو زمه وارۍ منلي دي، او د دغو مذاکراتو سره به نورې ترهګرې ډلې ډاډ ومومي.

XS
SM
MD
LG