لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:په پاکستاني پوځیانو برید کې نهه عسکر وژل شوي،دوه ژوبل


د تربت ضلعې د ليويز چارواکي وایي د سه شنبې په ماښام وسله والو د تربت ضلعې له مرکز کيچ څخه 46 کلوميټره ليري پرته د سبدان په نامه سېمه کې د پاکستاني پوځ پر پوسته بريد کړی چې نهه پوځیان پکې وژل شوي.

د بلوچستان د کورنيو چارو مشير مير ضيا لانګو ډیوه ته منلې چې “په ياد بريد کې د امنیتي ځواکونو نهه سرتيري وژل شوي او دوه ټپيان شوي دي”

په پوځي پوسته باندې د شوې حملې په اړه د پوځ مطبوعاتي څانګې آي اېس پي ار تر اوسه څه ویلي نه دي او نه یې د صوباي حکومت د مشاور ضیا لانګو خبره رد کړې خو په پاکستان کې د نیویارک ټایمز خبریال سلمان مسعود په یو ټويټ کې وايي چې د مبینه حملې وخت وشو خو په اړه یې د اقرار او انکار رپوټونه خپرېږي.

سلمان مسعود دا حالت د ‘جګړې د رېښتونې لړې (لوخړې)’ په توګه یادوي.

له مشهورو بهرنيو رسنيو سره کارکوونکي خبريال کيا بلوڅ پر خپل ټويټر ليکلي چې "لومړني راپورټونه ښيي چې په بريد کې 10 تنه عسکر وژل شوي او 4 نور عسکر لادرکه شوي دي.

د کيا بلوڅ پر خبره په پېښه کې مړه شوي 8 سرتيري دپاکستان له پنجاب ايالت سره او دوه د بلوچستان ايالت له لسبيله او نصيراباد سېمو سره تعلق لرونکي دي.

د ځايي خبريالانو په خبره د ياد بريد ذمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې " بي ايل ايف" منلې ده،

ياد تنظيم دعوه کړې چې په دې بريد کې يې 17 سرتيري وژلي او د هغوئ وسله يې له ځان سره وړې ده.

د کورنيو چارو مشير ضيا لانګو وي او ای ډیوه سره خبرو کې د اوولس سرتيرو د وژلو دعوه رد کړې اؤ وایي برید کې نهه عسکر وژل شوي اؤ‌ دوه نور ژوبل شوي دي.

هغه وایي “داسې بريدونه کونکي د پاکستان دښمنان او ترهګر دي اؤ ورته به په هر حال کې کلک ځواب ورکولی شي"

د روان کال د جنورۍ پر 21 مه د پنجاب ايالت په سر ښار لاهور کې هم د يوي چاودني په ترڅ کې دري تنه وژل شوي او تر شلو زيات ټپيان شوي وؤ، د ياد بريد ذمه واري نوې جوړه شوې بلوڅ وسله والي ډلي "بلوڅ نيشنلسټ ارمي" منلي وه.

د ترهګريز بريدونو د حساب نيولو بهرنۍ اداره " ساوتهـ ايشين ټرريزم پورټل " شميري ښيې چې د روان کال په اولنۍ مياشت کې په بلوچستان ايالت کې څلور بريدونه شوي چې پکې د 12 امنيتي ځواکونو په ګډون ټول 20 کسان وژل شوي دي.

د شمېرو تر مخه په تربت ضلعه کې د وسله والو لخوا د تېري شپي بريد د شاوخوا اتوؤ مياشتو را پدي خوا پر امنيتي سرتيرو تر ټولو لويې بريد ګڼل کيږي.

د رواني مياشتي پر 11مه بلوڅ بيلتون غوښتونکو ډلو "بلوڅ ري پبلکن ارمي (بي ار اې) او يونايټډ بلوڅ ارمي (بي اين اې) په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي وؤ چې فيصله يې کړې چې له دې وروستو به د " بي ار ای" او "بي اين ای" دواړه ډلي تحليلې وي او د "بي اين اې" يا بلوڅ نيشلسټ ارمي تر نامه لاندې به وسله وال فعاليت کوي.

د کورنيو چارو مشير مير ضيا لانګو وويل چې دې تنظيمونو ته د نومونو نه بلکې د خپل فکر او لارې بدلولو ضرورت دی.

د ضيا لانګو په خبره د هرې مسئلې حل په ناسته او خبرو کې دی اؤ چې کوم خلک پاکستان مني دوئ د هغوی ګېلو او خبرو اورېدلو ته تيار دي۔

د پاکستان وزيراعظم عمران خان تير کال ويلي وؤ چې له بلوڅ بيلتون غوښتونکو ډلو سره مذاکراتو کولو ته تيار دی او ددې موخې لپاره يې د بلوڅ مشر نواب اکبر بګټې لمسی شاه زين بګټي خپل مشير ټاکلی دی خو شنونکي وايي چې د شپږو مياشتو له تيريدو وروسته هم په دي لړ کې پرمختګ نه دی شوی۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG